د خپلو پيسو د کارونې په اړه پلان جوړولو ته د مالي اهدافو ټاکل ويل کيږي.
کيږي دا اهداف لنډ مهاله اهداف وي او يا هم اوږدمهاله،د روان يو کال په دوران کې له خپل معاش نه ٥٠٠٠٠ افغانۍ سپما کول يو لنډمهاله هدف بللى شو،ولې د تقاعد په اړه اهداف ټاکل بيا اوږدمهالو اهدافو له جملې بلل کيږي.
د مالي اهدافو د ټاکلو ٥ ګونې مرحلې:
١:اهداف وليکٸ:کله چې يو شي ليکلو لپاره قلم او کاغذ را اخلو ،يو نااشنا احساس را پيدا کيږي،او انسان بيا د هغه کار کولو ته ډيرهلېوالتيا پيدا کوي.
شروع وکړٸ،خپل اهداف وليکٸ او د ترسره کولو ژمنتيا په ځان کې پيدا کړٸ،بيا هغه کاغذ را واخلٸ د دفتري مېز په څنډه ،د خپل موټر پهسيټ بوټ او يا هم د خپل اطاق پر هندارې يې وټومبٸ،تر څو هره لحظه مو په ياد وي.
٢: مشخص يې کړٸ! که تاسې داسې ووايى چې،غواړم خپلو مالي سرچينو سره بايد ښه و اوسم،دا خبره يوه بې معنا خبره ده،مشخصابايد يو څه وټاکل شي،مثلا غواړم خپله قرضداري مې کمه کړم او پورونه بايد تاديه کړم،چې دا خبره به راتلونکو دوو نورو مرحلو کې لاواضحې او مشخصې شي.
٣:اهداف مو د اندازې وړ وټاکٸ:
ښه نو غواړى پورونه مو تاديه کړى!دا ښه خبره ده،خو څومره?
خپلې بوديجې ته وګورٸ او بيا واضح وليکٸ چې د پورونو له جملې نه بايد سږ کال ٥٠،٠٠٠ (پنځوس زره) افغانۍ تاديه کړم،چې دا اوسد اندازې وړ هدف بللى شو.
٣:ضرب الاجل/وروستۍ نېټه وټاکٸ:يو عالم وايي اونۍ اوه ورځې لري،(يوه)ورځ د اونۍ ورځ نده،مثلا که وويل شي يوه ورځ به دا خپلپنځوس زره افغانۍ پور تاديه کړم،داسې نده پکار،بلکې د ورځې،مياشتې او بالاخره د ټول کال حساب پکې وسنجول شي
مثلا: کله چې تاسې خپل هدف وټاکلو چې سږ کال به خپل پنځوس زره افغانۍ پور تاديه کوم،دا بايد په ذهن کې کېنول شي چې،هرهمياشت بايد ٤١٦٦ افغانۍ ورته مختصې شي.کله چې تاسې يوه مياشت کې ورته ٤١٦٦ افغانۍ بيلې کړې تاسې د خپل هدف يو کوچنۍبرخه ترلاسه کړه،چې هرې بلې مياشتې په دغه کار سره به تاسې خپل هدف ته نږدې او ترلاسه کولو ته به يې وهڅېږى.
٥:مطمېن اوسٸ چې دا اهداف ستاسې خپل اهداف دي.
ځينې وخت خلک دا فکر کوي،فلانى وګوره څومره قرضدارى دى خو بيا هم مېلو ته ځي،قيمتي موبايل او برانډ ساعت لري،زه هسېوارخطا يم.
چې دا هر څه د ځان غولول دي او بس،بايد پدې فکر اوسو چې دغه قرضونو خلاصول زما مسوليت او زما هدف دى ،بل هيڅوک ددېمسوليت نلري,نو نبايد د نورو پخاطر خپل اهداف له پامه وغورځوم.