له خپل ژوند سره څه وکړو؟ / نایب خان

په دې لیکنه کې هغه لارې چارې درته په ګوته کوو، چې تاسو باید له خپل ژوند سره څه وکړئ.

هر فرد د غوره ژوند کولو او جوړولو په لټه کې دی، خو ځینې انسانانو خپل ژوند ډېر عجیب پیل کړی وي او په بریالیتوب سره یې پایورکړی وي.

هر شخص په دې مکلف دی چې خپل ژوند ته ډېره پاملرنه وکړي او د ژوند بدلولو مختلفي لارې وڅاري ترڅو په دې پوه شئ، چې خپل ژوندسره څه وکړي. د دې لپاره لاندې لارښوونې عملي کړئ.

1. له خلکو سره اړیکي ورغوئ.

ستاسو په ژوند کې به ډېر کسان شتون ولري، خو د هغوی له جملې څخه یې کم تر کمه پنځوس هغه وګړي وټاکئ چې ستاسو ترمنځ فکريټکر شتون ونلري.

هغه کسان به ممکن ستاسو ملګري، خپلوان او یا د ملګرو ملګري وي. له دوی سره اړیکي وساتئ، د ملاقاتونو او ناستو لپاره وخت تنظیمکړئ او له دوی سره یوځای تفریحي سفرونه وکړئ.

له دوی څخه د هرڅه تمه مه کوئ، دا هم مه ورته یادوئ چې تاسو په دنده وګماري او یا تاسو ته دنده ومومي؛ فقط خبرې ورسره کوئ او پهعادي توګه ورسره غوره اړیکي وپالئ.

2. پیل وکړئ.

زما وړاندیز دادی چې تاسو یوڅه وکړئ، هغه که هر څومره وړوکی کار هم وي. دا چاره هم تاسو ته د تجربو یو ستر فرصت برابرولی شي. هڅه وکړئ چې خپل ځانونه هره ورځ ارزیابي کړئ او دا څرګنده کړئ، چې تاسو له فکري لحاظه د کوم کار/کړنې لپاره وړ او چمتویاست.

نظرونه د ورقې پرمخ غوره اغېز ښندي، خو همدا لفظونه بیا له تجربو سره سمون نه خوري، نو تاسو پر هغه څه تمرکز وکړئ څه چېستاسو خوښېږي.

3. له نورو څخه الهـام واخلئ.

خپل محلي کتاب پلورنځي ته لاړشئ او مستقیم د ژوند لیکونو برخې ته لاړشئ. د مختلفو ټولنو، صنعتونو او کلتورونو اړوند دری جلدهکتابونه وپېرئ، په هغو ژوند لیکونو زیات تمرکز وکړئ چې د بریالیو او لویو کسانو ژوند مستند کوي، څوک چې مخکې غوره او ښه وو. بستر ته له خوب نه مخکې یې ولولئ. سهار وختي راپاڅېږئ او لس مختلف شیان/کړنې یاد داښت کړئ، چې تاسو یې باید ترسره کړئ. لههغوی نه یې ځینې نن ترسره کړئ، ځینې یې راتلونکې ورځ پای ته ورسوئ او دې سلسلې ته همداسې دوام ورکړئ.

4. د اوږد سفر لپاره تیاری ونیسئ.

دا یو داسې سفر دی چې تسلیمي نه مني او دوامداره مبارزه غواړي. په دې سفر کې ممکن تاسو د توقع خلاف له هر ډول حالاتو سره مخشئ، خو تاسو به هدف منزل ته ځان رسول وي او د ژوند موندلو لپاره به مو هوډ او اراده قوي وي.

حوصله مه بایلئ، دا سفر به یوڅه وخت ونیسي او له وخت سره سم به تاسو سفر پای ته ورسوئ.

د ډېری خلکو لپاره دا یو اوږد او ډېری وختونه نامکمل سفر دی.

5. ځان راحت طلبه مه عادت کوئ.

نوي څه تجربه کړئ او قوې نقطې ومومئ. د هغه څه د ترلاسه کولو هڅه وکړئ چې تاسو یې تل غوښتنه کوئ، خو هغه څه چې تاسو بېروياو بې جرئته کوي، هیڅکله یې شاوخوا مه اوسېږئ او په اړه یې فکر مه کوئ.

بې طرفه واوسېږئ او متفاوت کارونه ترسره کړئ.

6. له ناکامۍ څخه مه وېرېږئ:

هغه مهارتونه زده کړئ چې تاسو یې د ترلاسه کولو په لټه کې یاست. زمونږ په ژوند کې ډېری خلک په خپله لومړنۍ هڅه کې پاتي راغلي،خو هغه یې په نظر کې نیولې، زده کړه یې ورنه کړي او وده یې کړي.

اوس هغه وخت دی چې تاسو باید زده کړه وکړئ، تجربې حاصلي کړئ، وده وکړئ او ماتې (ناکامي) ته د بریا په نظر وګورئ.

Scroll to Top