له بدلون څخه ولې وېرېږو؟ فريد ستانکزی

موږ غواړو هر څه ته بدلون ورکړو , پرته له خپلځانڅخه!

(کريشنا مورتي)

نړۍ د بدلون په حال کې ده , موږ په يوه داسې نړۍ کې اوسو چې په هغو کې تلپاتې عاملبدبولوننومېږي. په دې نړۍ کې لکه څنګهچې د کال موسمونه بدلون کوي , همداسې انساني ژوند هم د بدلون په ليکه روان دي. که چيرې موږ غواړو د بدلون مخه ونيسو معنا به يېدا وي چې غواړو د ژوند مخنيوي وکړو.

هر ژوندی موجود په دايمي او پرله پسې ډول د بدولون په حال کې دی. موږ په داسې حالت کې ژوندي يو , چې ان خپل بدن کې مو همځينې حجري مړې کېږي او ځای يې نوې حجرې نيسې. زموږ اوسنی شخصيت هم بدلون مومي , خويونه , فکرونه , هيلې او انګېرنې مو دوخت په تېريدو سره بدلېږي. خو په موږ کې ځينې داسې وګړي هم شته چې د بدلون له کلمې څخه وېره لري. دوی فکر کوي چې موږ بايدتل په يوه حال باقي پاتې شو او يا که چيرې بدلون وکړو , ښايي هر څه پکې له لاسه ورکړو. دغه ډول وګړي د نړۍ له تلپاتې قانون څخهچې تغير او بدلون دی , فاصله نيسي او هېڅ ډول نوښت او پرمختګ يې په ژوند کې نه ليدل ګېږي. موږ بايد بدلون د خپلې ودې او پرمختيالپاره فرصت وګڼو , دا ځکه که چيرې د کوم مثبت بدلون په راوستلو بريالي نه شو , په ژوند کې ماتې خورو , ښاد او آباد خلک په شعورييا لاشعوري ډول پوهېدلي چې بدلون زموږ د ژوند ملاتړ کوي او يوه نوې معنا او ښکلا زموږ ژوند او شخصيت ته بښلی شي, هغه وګړيچې د مثبتو بدلونونو منونکي دي , په حقيقت کې د خپل ژوند وړاندوينه کوي او په خپل ځان او جهان کې له نويو او تازه شيانو سرهمخامخ کېږي , کله چې انسان د نوښت په حال کې وي او د ژوند هره شېبه يې تربلې شېبې رنګارنګي ولري , د خوشالۍ کچه يې همورسره لوړه وي.

(کنټ بلانکارډ) وايي:

(نوي شيان تر هغه مهاله په لاس نه شئ راوړلی چې له زړو لاس وانه خلئ.)

که يو څوک يوه تشه پياله د يوې ورځې لپاره په يوه لاس کې ونيسي , نو څومره به ورباندې درنه شي او څومره به ورڅخه په تنګ شي , پههم دې ټوګه که چېرې موږ ټول عمر له يو ډول فکر , يو ډول نظر او حتی يو ډول ژوند سره غاړه غړۍ شو , دا به څومره ستړی کوونکی وي!

په هم دې بنسټ هېڅ وخت په ژوند کې له مثبت بدلون څخه مه وېرېرئ , له بدلون سره مخاخ کېدنې تر ټولو غوره لار د هغو منل دي.

(انټونې رابينز) وايي:

(د ژوند په معادله کې هېڅ وخت راتلونکی مهال له تېرمهال سره مساوي نه دي.)

تاسې خپل تېر مهال نور پرېږدئ , هغه پر تاسو او ستاسو په راتلونکي باندې نور اغېزه نه لري , يوازې د يوې کيلي په څېر يې ځينېمهمې پيښې په ياد کې وساتئ , چې په راتلونکي مهال کې يو شمېر کولپومه ورباندې پرانيزئ.

Scroll to Top