لس #ښې_خبرې – اوله برخه

انسان قوت هله بایلي چې د خپل ژوند مسوولیت وانخلي.1  
2. په هغه څه لږ تمرکز کوه چې نه یې غواړئ او په هغه ډېر، سم ډېر تمرکز کوه چې غواړې یې.
3. ته یوازې د تصور کولو نه، بلکې د خپل تصور د رښتیا کولو وړتیا هم لرې.
4. چې مینه نه وي، ژوند د څه لپاره دی؟ څه چې کوې هغه سره مینه وکړه، څوک چې لرې هغوی سره مینه وکړه، تاته د مینې کولو وړتیا د همدې لپاره درکړل شوې ده.
5. زیاتره خلک د خپلې خوارۍ مزد هغه میوې اخلي چې د ونو له ټيټو څانګو را زانګي، خو که ته بریالیتوب غواړې، ونې ته وخېژه او هغه پرېمانه میوې راټولې کړه چې د ونې په لوړو ښاخونو رازانګي.
6. ستا موخې دومره روښانه نه وي چې لیکلی یې نه شې، نو په دې معنا ده چې موخې نه لرې او موخې چې نه وي، بریالیتوب نشته.
7. فرصتونه هر ځای کې وي، د انسان عمل مهم دی چې دغه فرصتونه په بریالیتوب بدلوي.
8. ارمانونه لوی وکړئ، پيل له کوچنیو وکړئ.
9. که ته یو شی لټوې، نو څنګه به یې پيدا کړې؟ ته پخپله پوهېږې چې په څه پسې ګرځې؟ ته په دې دقیق پوهېږې چې څه غواړې او هدف دې څه دی؟ دا دې ځان سره لیکلي دي؟
10. له ماتې مه وېرېږئ، چېرته چې ماته نه وي، هلته بریا هم نه وي
Scroll to Top