علم او فلسفه ده توپیر په هېنداره کې!

په علمي ډګر کې په کراتو او کراتو به له دغو دوو لفظونو سره مخ شوي یاست علم اوفلسفه. د دې دوه وو پدیدو په هکله دې مختلفو فکريابعادو په ړنا کې بېلا بېل استدلالونه وړاندې شوي دی. له دې نه مخکې چې موږ د دې دوه و پدیدو توپیر ته لاړ شو اول به د دې دوه ولفظونو په مانا او مفهوم ځان پوه کړو.

ـ۱ علم

د علم لومړنۍ او تر ډېره زیاته کاریدونکې مانا پوهېدل دي. نو کله چې موږ دې یوې ټاکلې موضوع په هکله معلومات او پوهه ولرو؛ دا په دېمانا چې د دې موضوع په هکله موږ علم لرو. او یا ویلی شو چې د دې موضوع په هکله عالم یو.

په عمومي ډول دې علم لپاره دوې مانا وي کارېدنکې دي. په لومړۍ مانا کې دې علم حدود پراخه دي او مختلف مدارونه په کې څرخیږي. چې په انګریزي کې بیا دې knowledge  لفظ ورته کاريږي. په دې مانا کې علم دې جهل ضد په مانا کارول کيږي. تاریخ، فلسفه، نجوم،منطق، ریاضیات، ټولنپوهنه، دین پیژندنه او داسې نور علوم په دې مانا پورې تړلي دي.  په لومړۍ مانا کې؛ دې علم دې مانا منشا دانسان د پیدایښت سره په موازي ډول اړیکه لري.

په دویمه مانا بیا علم یوازې هغو پدیدو ته تړلی دی، چې په تجروبې ډول دې ازمایښت وړتیا ولري. یعني یوازې هغه مسایل علمی دې او پهعلم پورې تړاو لري چې انسان یې  د ازمایښت اوحسولو وړتیا ولري او پرته له دې نه; نور مسایل دې علم له دایرې څه بهر ایستل شویدي. چې په انګریزی ګې بیا دې ته  دې Science لفظ کارول کېږي. دې علم دا مانا بیا له رنسانس څخه ورسته زمانې څخه منشا اخلي.

۲ فلسفه

فلسفه خپله دې علم یوه برخه ده او تر ډېره وخته دې علم سره په مترادف ډول کارېده. خو په فلسفه کې بیا حدود پراخه شوي دي، او یوازيتجروبي علومو ته مختص شوې نه ده. ځينې بیا دا هم وایې چې تجروبي علوم دې وخت په درشل کې په تدریجې ډول له فلسفې څخه بېلشوي دي. او دا فلسفه وه چې د نورو علوم د پرختیا لامل شوه. او ډېر فیلسوفان یې وزیږول.

د فلسفې لفظ د یوناني لفظ PHILIEN   چې د یوه شي د خوښولو مانا ورکوي. او د SOPHIA له لفظ څخه چې د پوهې او عقل په مانادی په ګډه مشتق شوی دی. او فلسفه له دې نه بحث کړي چې یو چیز  ولې، څه وخت او په څه ډول منځ ته راغلي دی. یعنې د شیانو دذاتارزونه کړي، ترڅو د انسان لپاره یو ښه هدف او د پوهې لارې پرانیستل شي.

او د فلسفه په ویښ کې بیا په نظري او عملي برخو ویښل شوې ده. نظري د الهیات او ریاضیاتو څخه بحث کړي. د ریاضیات او الهیاتوپرته نور موضوعات او علوم بیا په عملي فلسفې کې څرخیږي.

په یو بل وېش کې د ارسطو له نظره فلسفه بیا په عملي حکمت اونظري حکمت وېشل شوې ده. چې نظري حکمت بیا پر دریو نورو برخوويشل شوی دی. طبیعي حکمت، ریاضيات، او مابعدالطبیعي حکمت یا میتافیزیک. او په همدې ډول عملي حکمت هم په دریو برخو وېشلشوی دی؛ اخلاق، تدبیر منزل او سیاست.

دې علم او فلسفې توپیر

هغه مسایل چې له فلسفي بحثونه څخه منشا اخلي فرضي دي او هغه مسایل چې بیا له علمي بحثونو څخه منشا اخلي یقني یاتجروبي دي. خو دا په یاد ولرئ هغه شیان چې تجروبي نه دي په دې مانا نه ده چې علمي نه دي. کېدای شي انسان تراوسه هغه وړتیا ونه لري او یا هغې کچې ته نه وي رسېدلی ترڅو هغه ثابت کړي او تجروبي بحث ته یې ورداخل کړي.

 علمي مسایل په پوره مانا د انسان عقل ته ځواب ورکولي شې او دې شک پردې له منځه وړي خو فلسفي مسایل بیا په پوره مانا دانسان ذهن او عقل نشي قانع کولي او دې انسان په ذهن کې د بیلابیلو سوالونو د پنځونې لامل ګرځي. چې انسان دې ته اړ کوي ترڅو دهغو د مانا په لټه کې شي.

د علم ډایره تړلې او محدوده ده او له هغو څخه بهر د وتلو امکان سخت دي. خو د فلسفې دایره پراخه ده او په اسانۍ کولی شو ورڅخهبهر شو. او په هرا خوا چې

زموږ ذهن یې د الوتلو مجال لري والوزو.

 علم, د څه چې باید وي په لټه کې نه دی، څه چې دي هغه لټوي. او د څرنګه سوال ته ځواب لټوي. اما فلسفه بیا دې ولې سوال ټه ځوابپیدا کوي.

Scroll to Top