ته که یو هلک يې او که یوه نجلۍ د خپل ځان عزت کول باید حتما درته زده وي،د ټولو درناوی ډير اړین او ښه کار دی،له نورو سره په ښواخلاقو تعامل کول او د هغوی درناوی د ښو او درنو خلکو خاصیت دی،مګر دومره هم ساده توب او له حده زیات ښه سړیتوب پکار نه ويچې له تاسې د خپل ځان عزت کول /عزت نفس مو له ياده ووځي.
هو دا زده کول مهم دي چې څنګه د نورو خبرې واورو،څنګه له نورو سره وغږېږو خو داسې باید نه اوسو چې موږ هيڅ خپله رایه او نظر ونهلرو او هر څه پخپل درون کې پټ وساتو او تل په دې خاطر چې ګویا نورو نظر ته به بې احترامي وشي، خاموشه اوسو
د نظر د اختلاف ځای کې ښه په جرئت سره البته مودبانه ډول خپل نظر وړاندې کړئ،هو ځينو ځایونو کې له غږېدو،نه غږېدل او خاموشيبهتره وي باید چې هغه ځای وپيژنئ او خاموشه پاتې شئ.
هو که یوه موضوع چې پوهیږئ تاسې په حقه نه یاست هلته ضد پر ځای باید خبره درک او بحث ته په همغه ځای کې خاتمه ورکړئ.او کهچېرته پوهیدی چې موضوع تاسې پورې اړه لري او تاسې حق په جانبه ياست بحث ته دوام ورکړئ.
موږ پر خلکو د باور کولو په ذریعه کولای شو د ژوند چارې پرمخ بوځو،ولې خپلې سترګې باید تل خلاصې وساتو.ولو که یو څوک هر څومرهريښتینی او صادقه هم وي.
تل باید خپله دريېمه سترګه خلاصه او فعاله وساتو او اړینه نده چې نورو ته يې په اړه ووایو ،بس چې اړتيا شوه پټ په پټه له خپل عقل نهکار واخلو.
احساس درلودل او احساسول ډير اړین دي،ځکه همدا د انسان بودن دلایل دي.مګر دومره هم باید نازکه او حساس ونه اوسو، چې هرهوړه او لویه خبره په زړه واخلو او خپل زړه ورته وخورو ، ځکه بیا نشو کولای چې ژوند ته دوام ورکړو.
دا خبره باید خپلو دماغو کې کېښنوو چې ،کومه خبره یوازې د اورېدو او له پامه غورځولو ده او کومه خبره د توجه وړ او قابل د فکر ده.
ته که له قده ټيټ ،لوړ،وچ ،چاغ ، تور او که سپين يې. بس،هر څنګه چې يې، ته ښکلی يې، تا په شان بل څوک نشته.
هو! دا هم په ياد لره چې نور خلک هم همدومره ښکلي او ښایسته دي او ستا ورسره په ښايست کې کوم رقابت ندی روان.
ته که هر څنګه يې د خدای تعالی يو ښکلی مخلوق یې،که خلک دې په اړه هر څه وايي تاته باید دا معلومه وي چې ته څه او څنګه يې؟اوددې هڅه باید ونکړې چې ته هغه نه يې او ځان هغسې وښايې .
هو د خپلې روغتيا او د خوراک او څښاک په اړه احتیاط ډير اړين دی،دې لپاره ښه معیاري زده کړې وکړه،محنت وکړه تر څو وکولای شېخپلې اړتياوې په ښه شکل سره پوره کړې.
خپله هم د د نورو په اړه ناوړه قضاوت مه کوئ او که ستاسې تر مخه بل چا هم دا عمل تر سره کړ هغه که قضاوت يې تا په اړه وو او یاهم د بل چا په اړه،ښه په واضح ډول يې ورته ووايه چې دا کار مو سم ندی او باید بیا يې تکرار نکړي.
دا هم باید درته معلومه وي چې د نورو شخصیت تر سوال لاندې راوستل او په اړه يې غیر مناسب قضاوت یو ناسم عمل دی او بایدهيڅوک په غلطو نومونو یاد نکړې په کومو چې د هغوی زړونه خفه کيږي.او نه هم نورو ته باید دا موقع او چانس په لاس ورکړل شي چېستاسې د شخصیت توهین وکړي او تاسې د نورو د تمسخر او خندا شئ.
زده کړه وکړئ،ځانونه پرې پوه کړئ او په ژوند کې پرمخ ولاړ شئ.