‎عجیبه ده، په هوا مئین وم_ سیاف زاخېلوال

پۀ هغې لرګینې څوکۍ ناست وم، چې پښې او چوکاټ یې اوسپنیز جوړ و، د دواړو لاسونو ګوتې مې یو پۀ بل کې سره تېرې کړې، ځان مې شاته کړ او د ګوتو ستړیا مې وکاږله.
لا مې لاسونه سره نۀ و جلا کړي چې ټېلفون ته مې زنګ راغی، ښي لاس مې چې جېب ته دننه کړ، سمدلاسه زنګ پرې شو. ما ویل چې ګوندې ګوته به مې پر سرې بټنې لګېدلې وي، زر مې نامالوم نمبر ته زنګ ووهۀ، شبکې والا پۀ انګلسي ژبه څۀ وویل او زنګ بند شو.
د بیا زنګ وهلو هڅه مې ونۀ کړه، ټېلفون مې پر خپل خیرن چېپتر کېښود او چې کله مې سر جګ کړ، یوه نرۍ موسیقي مې واورېده، ښۀ شېبه ورته غوږ وم؛ داسې پۀ زېر و بم غږېدله، تۀ به وایې چې ګوندې کوم سړی د ژړا هغه حال کې وي، چې نور یې اوښکې ختمي او هسې چونګېږي.
ما ورسره د جلال هغه شعر ترنم کولو چې وایي:
کیسه خو ستا ده پۀ شد و مد ده
کیسه خو ستا ده پۀ زور او زېر ده
کیسه خو زما ده چې سر سري ده ښار کې روانه
دا موسیقي نۀ وه، هو بهو د چا د حسن شد و مد و، زما ورسره اړیکه پېدا شوه، داسې اړیکه چې پۀ اورېدو به یې ما د هندوو هغه خبره زړه ته کړه، چې یو انسان اووۀ ځلي مړي او را ژوندی کېږي.
یانې ما داسې حس کو، چې دې موسیقۍ سره زما ډېره پخوانۍ اړیکه شته.
ورځ تر بلې یې ازانګې کولې، کله به دومره مسته شوه، چې د ستړیا خولې به یې زما لۀ وجود وڅڅېدې، کله به دومره سنګینه غږېده چې د سترګو د رپ شور پرې ډېر و او کله به یې داسې مزاج خپل کړو، چې نۀ به یې موسیقي مالومه او نۀ اهنګ.
ځان سره یې ورو ورو دومره لرې بېولی وم، چې نور ځان هم رانه ورک و، خو بس پۀ همدې مې تکیه کړې وه، یو احساس و، چې زۀ یې ځان سره دومره ډوب کړم، چې د دري ژبې دغه مسره به مې د ټولو پښتنو ځواب وه.
شمس من و خدای من
خو کله مې چې ورپام شو، هغه موسیقي نۀ وه، ورېځې وې، زۀ یې ځان سره ساتلی وم؛ خو غاړه ترې نۀ تاوېده.

Scroll to Top