له هرڅه سره باید سطحي برخورد ونه شي.
ژوند کول په هغه ډول چې باید وشي هم سخت دی او هم په خپل ذات کې اسانه دی دا نو د هر چا ژوند کولو پورې اړه لري چې څنګه یې(ژوند)کوي؟
ولې مهمه ده چې په ژوند کې له هرڅه سره سحطي برخورد ونه شي ؟ که څه هم د عمر او تجربې په لحاظ کړنې د اصلاح لور ته یا لږ یا ډېر حرکت کوي ولې زما دې چاري ته ترمخکي اوس لږ ډېر ور پام کېږي؟
اړینه ده چې په چارو کې جدي، بافهمه، متمرکزه، هوښیار، باجرآته، ویښ، بادرکه، غښتلي، مثبت او باحوصله واوسو.
دا درې اوونۍ کېږي د استاد له لورې مې د ازموینو دبیرته اصلاح شویو پاڼو (ورقو) څخه زده کړل چې باید څومره کوچنیو او عادي ټکو او نکاتو ته متوجه واوسو.
په ټولو برخو کې به زما نمرې څکه کمې وي چې یا به مې په اخیره کې نکته (.)(؟)(!)(؛) نه وي ایښې او یابه مې له لیکې لږڅه خط تېرشوی وي.
که څه هم په لیکدود کې دا هرڅه خورا مهم دي و خو ماته نه په مکتب او نه هم پوهنتون کې دومره جدي اصلاح کیدل.
په هر صورت !
دا نو یو مثال و داسې نو د ژوند بله هره برخه په کوچنیو مسایلو دومره د توجه وړ ده چې دانسان حیات مثبت یا منفي تعریفولای شي.
اصلا خبره داده چې هرڅه ته باید په ويښو سترګو وکتل شي او بابیزه ونه ګڼل شي، د کورنۍ له غړو سره تر چالچلنده او ان د ژوند تر هرې وړې او لویې برخې.
زه پرون له یوې وردعوت شوې برنامې ناوخته کورته راتلم له هغه ځایه زما تر کوره نیم ساعت پیاده لار وه، د یخ له وجه مې پریکړه وکړه چې په بس کې کورته ولاړشم.
زموږ تر کوره (۱۳) نمبر بس په پنځه دقیقې کې د بس دریدو ځای ته راتلی زه ورته انتظار وم دلته نو په هرو پنځلوسو دقیقو کې د ښار مختلیفو سیمو ته پر نمبرو بسونه راځي او تېریږي.
د هرې سیمي خپل نمبر بس معلوم وي.
د بې فکرۍ له وجه زه (۱۶) نمبر بس ته ختلی وم دې پیښي یو ساعت په یخ کې وزورولم ترڅو چې بیرته د (۱۳) نمبر بس ددریدو ځای ته پلی راتلم.
دا یادونه مې تر دې پوري وکړه چې که موږ لږ هم متوجه نشو، نو نه یوازي له خپل هدفه لیرې کېږو، بلکي وبه وزوریږو او وخت به ضایع کړو.
نو مهمه ده چې د ژوند په هرو چارو کې له پېښو او کړونو سره سطحي برخورد ونه کړو، ټولو کوچنیو او لویو مسایلو ته فکري توجه وکړو او له وړو تېروتنو تېرنشو ان که هر څومره عادي اشتبا مو کړې وي د بیا تکرار لپاره یې باید جدي حل ته پام وکړو.