یوه عاقل فیلسوف یو ځلې ویلي وو:«د باز د تېز او ارام سفر په مقابل کې یوازینۍ ستونزه هوا ده.» که یارانو هوا هېڅ نه وای نو باز بهپرواز څنګه کاوه؟ د دې پر ځای چې مغروره باز والوتلی شي، لاندې به غورځيده.
ویلی شو چې همدا هوا د پرواز سبب شوي ده. د یوې وړې کیښتۍ د تګ په لار کې اصلي ستونزه اوبه دي. خو د همدې اوبو د مقاومت لهکبله د ماڼو لرګي د دې سبب کېږي چې کیښتۍ مخ په وړاندې لاړه شي. ویلی شو چې همدا اوبه د کیښتۍ د تګ سبب شوي دي.
د بریا د رامنځته کېدلو لپاره ستونزې او ناکامۍ مهمې دي. که چېرې یو څوک په ژوند کې له ستونزو، مشکلاتو، ناکامیو او خنډونو سرهمخامخ نه شي، هېڅکله د بریا مخ نه شي لیدلی او ټولې وړتیاوې یې له صفر سره مخامخیږي. که ستونزې نه وای نو نوښتونه به نه وای. ناپوهي د پوهې د رامنځته کېدو سبب ګرځي؛ ناروغي د دوا. ګډوډي د دې سبب کېږي چې سوله، نظم او حکومت رامنځته شي.
موږ ټول تل په دې هڅه کې وو چې څنګه له مسؤلیتونو او ستونزو څخه ځان وباسو او وساتو. زه به تاسو ته د هغه ځوان پوښتنه را ولاړهکړم چې له سپین ږیري یې پوښتلي وو:«د ژوند تر ټولو دروند بار څه شی دی؟» سپین ږیري ورته ویلي وو:«د کولو لپاره د هېڅ شي نهدرلودل.»