ستونزو سره مبارزه مه کوﺉ/وصي ابهام

دا يو منل شوی حقيقت دی چې ژوند خامخا ستونزې لري، په کاذب ډاډ مخته نه ځي او څه چې حقيقت وي بايد ومنل شي. موږ هر يو ستونزې لرو، څوک له ملګرو ځورېږي، څوک له غريبۍ ځورېږي او څوک له بل څه. دا ځورېدل موږ ته هیڅ نه راکوي او د عمر ډېره برخه مو په دې فکر او اندېښنو کې تېرېږي. له بده مرغه موږ ته چې د ارواپوهنې کوم مسایل او خبرې را رسېدلي، تر ډېره یې یا د کاذب ډاډ پر بنسټ دي او یا هغه حل لارې او تګلارې لري چې زموږ د ژوند مسايلو سره سر نه خوري. د ارواپوهنې اصلي موخه انسان ته د کاذب ډاډ ورکول نه دي، بلکې د حقیقت ښودل دي او له خپل چاپیریال او ستونزو سره د انسان جوړښت دی. زه به درته د ارواپوهنې له اصلي موخې وغږېږم. ما وویل چې د ژوند مسایل او ستونزې حتمي دي؛ راځي به او تېريږي به، دومره فکر ورباندې نه دی پکار چې له هر څه دې وباسي. بله خبره دا چې مسايل څو ډوله دي، هغه چې ډېر مهم دي، هغه چې مهم دي، هغه چې عادي دي او هغه چې مهم نه دي. تر ټولو مهمو مسايلو ته حل لاره ولټوئ، نه دا چې هرې ستونزې او مسلې ته تم شئ او خپل وخت پرې ضايع کړئ. وايي چې يو کس په يوه شخصي کمپنۍ کې کار کولو. تل به اندېښمن او خفه و. يوه ورځ يې ملګري په ډېر بد وضعيت کې وليد، پوښتنه يې ترې وکړه: څه خبره ده؟ ده ورته د خپل ژوند له ستونزو ګيلې شروع کړې.
ملګري يې ورته وويل: چې په فلاني ځای کې يو عالم اوسېږي. ډېرو خلکو سره يې د ستونزو په حل کې مرسته کړې ده. ته هم ورشه، کېدای شي کومه د حل لاره دروښايي. ده ورسره ومنله. بله ورځ چې يې دنده رخصت شوه، د عالم خواته ورغی، ماښام هلته ورسېد. له سلام او روغبړ وروسته يې ورته وويل: هر وخت يوه نه يوه ستونزه راپېښيږي او ځوروي مې؛ کله مې د کار اندېښنه، کله کور کې مسايل، کله یو څه، کله بل څه. يوه ستونزه ختمه نه وي چې بله راپيدا شي. بيخي يې تنګ کړی يم، داسې څه راته وښايه چې له دې ستونزو خلاص شم او ذهن مې ارام شي.
عالم ځواب ورکړ: اوس خو ناوخته دی، سبا درته حتما يوه لاره ښايم؛ خو ته به داسې وکړې چې زما سل اوښان دي، نن شپه به ته د هغوی څارنه کوې، کله چې ټول سل اوښان کيناستل (چو شول) نو ته هم ويده شه. ده ورسره ومنله. عالم ويده شو او کله چې سهار راپورته شو، د ده خواته راغی او پوښتنه يې ترې وکړه چې شپه دې څنګه وه؟ ده ورته وويل: بيخي سخته وه، يوه شېبه مې سترګه نه ده پټه کړې، زه هم ساده وم، سل اوښان کله کيني، يو به کيناست بل به اوچت شو، بل به کيناست، بل به اوچت شو. ډېر کوښښ مې وکړ؛ خو ونه شوه. ټوله شپه مې همداسې په ويښه او نا ارامه تېره کړه.
عالم ورته وويل: لکه څنګه چې دا اوښان دي، يو به کيناستلو او بل به اوچتېدلو، همدغسې د ژوند مسايل او ستونزې هم دي، ته به له يوې مسلې او ستونزې خلاص شې، خو بله ستونزه درته مخې ته راځي. ستونزې او مسايل زموږ د ژونده هغه برخه ده چې له ژونده يې نشو ويستلی، تر څو چې ژوند وي، ستونزې او مسايل به هم وي. شخص وپوښتل: زه څه وکړم؟
عالم ورته وويل: د دې مسايلو او ستونزو باوجو ژوند کول زده کړه! ګنې ته به په مسايلو او ستونزو کې اخته يې او ژوند به داسې درباندې ختم شي چې بيخي به پوی نه شې، لکه د بېګا شپې غوندې، کار دې هم ونه شو او شپه دې هم ناارامه او په ويښه تېره کړه.
زه له دې سره موافق یم او بیا هم د دې یادونه کوم چې ستونزې د ژوند برخه ده او موږ ته خامخا یو څه راکوي. ایا د یخنۍ پرته به د تودوخې په مانا پوه شو؟ د ناخوښۍ له تجربه کولو پرته د خوښۍ مفهوم درک کولی شو؟
دا باید ومنو چې د ژوند په جریان کې، بدلونونه حتمي دي او دا بدلونونه له ځان سره ستونزې هم راوړي، له ستونزو سره مبارزه دا مانا لري چې موږ د بدلون څخه تښتو. د ژوند ستونزې تر یو وخته خفګان لري؛ خو دایمي ندي. له همدې امله، دا غوره ده چې د ژوند په دې پړاوونو کې ذهن ستونزو سره په مبارزه بوخت نه کړو. او د د پرمختګ او ارامتیا لپاره کار وکړو.

Scroll to Top