ستونزو ته د فرصتونو په سترګه وګورئ

زه په زیاتره سیمینارونو کې له ګډونوالو پوښتنه کوم چې، څوک راسره دا مني چې موږ تر ټولو ښه زده کړه، له ټولو سختو تجربو کوو، او په ځواب کې تقریباً ټول ګډونوال لاسونه پورته کوي. زه بیا له ځان سره دا فکر کوم چې موږ ولې د انسانانو په توګه یوازې د خپلو تجربو منفي اړخونو ته ګورو او ولې ورته (د یوه لوی استاد) په سترګه نه ګورو؟

که تاسې پخوا تېروتنې نه وي کړې او ستونزې مو نه وي لیدلې، نو اوسنۍ پوهه او حکمت به مو نه درلودی. یو وخت ټول خلک په دې پوهېږي چې درد استاد دی او ناکامي د بریالیتوب لار. څو چې یو څو تارونه غلط ونه شرنګوئ، تر هغې رباب نه شئ زده کولای او څو چې د کيښتۍ غاړې ته لاړ نه شئ او ځان اوبو ته ونه غورځوئ، لمبا نه شئ زده کولای؛ نو خپلو ستونزو ته د فرصتونو په سترګه وګورئ. په لاره کې پرتې ډبرې د خپلې لارې نښې کړئ او ځان سره دا هوډ وکړئ چې له خپلو ټپونو به زده کړه کوئ.

زه چې د ژوند په لاره تر دې حده مخکې راغلی یم، د نورو خلکو په څېر ما هم خپله برخه دردونه زغملي دي، خو ما ټول عمر دا خبره یاده ساتلې ده چې زموږ شخصیت او کرکټر په وړو او اسانه تجربو نه جوړېږي، دا د ژوند په لویو او سختو تجربو جوړېږي. د ژوند په نازکو حالاتو کې موږ په دې پوهېږو چې څوک یو، او همدې وخت کې په خپل زور قوت هم پوهېږو. که تاسې دا وخت سختۍ او ننګونې تجربه کوئ، نو زه درته د راینر ماریا ریلک دا جملې درښیم، دې له ما سره د ژوند په سختو حالاتو کې ډېره مرسته کړې ده.

هر هغه څه ته حوصله ساته چې ستا په زړه کې ناحل پاتې کېږي. هڅه وکړه له پوښتنو سره داسې مینه وکړې لکه بندې کوټې او په پردۍ ژبه لیکل شوي کتابونه. ځوابونو پسې مه ګرځه، هغه درته اوس ځکه نه شي درکول کېدای چې ته ورسره ژوند نه شې کولای. دا هر څه د تجربه کولو پوښتنه ده. اوس باید ته له پوښتنو سره ژوند وکړې. یو وخت به داسې راشي چې ستا به پام هم نه وي او ځان به د دې پوښتنې د ځواب په تجربه کې ووینې.

Scroll to Top