د ښې ویناوالۍ لپاره مهمې نقطې / ژباړه جاوید کریمي

اعصاب مو ښه نورمال کړئ:د وینا د پیل نه مخکې مو اعصاب ښه نورمال کړئ، د اعصابو د نورمالولو ښه لاره تمرین کول دي.دځينو خلکو د وینا پر مهال لاسونه يا پښې رېږدي او یا هم د زړه ضربان يې زیاتیږي.مخنیوي لپاره يې ښه لاره بیا هم تمرین ،تمرین اوتمرین کول دي.

دې لپاره چې اضطراب کم کړی پکار دا ده چې کومه وینا چې تاسې غواړی خپلو مخاطبینو ته يې وړاندې کړی،لومړی په یوه ګوښه ځایکې دا وینا واوروئ او ويډيو ریکارډ ترې وکړئ تر څو خپلې نیمګړتيا وې په ګوته کړی او یا هم یو داسې ملګري مخې ته دا وینا واوروئچې روسته درته ستا نيمګړتياوې درته په ګوته کړي.

خپل مخاطبین وپيژنئ،ځکه وینا هغوی لپاره کوی نه ځانته:

مخکې له دې چې تاسو خپل پیغام چمتو کول پیل کړئ، په پام کې ونیسئ چې پیغام د چا لپاره دی. د خپلو اوریدونکو په اړه چې څومرهتاسو کولی شئ معلومات وکړئ. دا به تاسو سره ستاسو د کلمو په انتخاب، د معلوماتو د کچې ، او هڅونکي وینا په ټاکلو کې درسرهمرسته وکړي.

 

خپل هدف ترلاسه کولو لپاره خپل مواد په خورا مؤثر ډول تنظیم کړئ.

 

د خپلې وینا لپاره چوکاټ جوړ کړئ. موضوع، عمومي موخې، ځانګړې موخې، مرکزي مفکوره او اصلي ټکي ولیکئ،او همدار رنګه کوښښوکړئ چې په لومړیو 30 ثانیو کې باید د لیدونکو/مخاطبینو پام ځانته راجلب کړئ.

د مخاطبینو فیډبیک وګورئ او د هغې سره تطابق وکړئ.

پخپلو اوریدونکو/مخاطبینو تمرکز وکړئ،د دوی عکس العملونه اندازه کړئ،او د هغوی عکس العملونو سره خپلې وینا ته سمون ورکړئ،او دوینا پرمهال انعطاف منونکی اوسئ،ځکه وچه کلکه وینا به د اورېدونکو توجه له منځه یوسې او همدارنګه ممکنه ده چې ډيری اوریدونکيتالار/مجلس پرېږدي .

طنز وکاروئ، کیسې ووایاست، او اغیزمنه ژبه وکاروئ.

پخپله وینا کې ټوکو او طنز ته ځای ورکړئ،ځکه دغه ډول شیان کولای شي د اوریدونکو توجه را جلب کړي.

د کاغذ/سلايډ له مخې لوستل مه کوئ!

د کاغذ له مخې لوستل د غږیدونکي او اوریدونکي تر منځ اړیکه له منځه وړي.اوریدونکو سره د سترګو تماس وساتئ،پخپل ځان او وینا موتمرکز وکړئ او همدارنګه ددې لپاره چې موضوع په ښه شکل سره وړاندې کړئ او له موضوع بهر لاړ نشی ښه خبره دا ده چې د خپلېموضوع یوه کوچنې لیکلې خاکه له ځانه سره ولرئ.

خپل غږ او لاسونه په موثره توګه وکاروئ!

غیر لفظي مکالمه/Body Language د وینا ډیری پيغامونه تر اوریدونکو لیږدوي،ښه ویناوالي دا نده چې وینا وال دې ټول تمرکز دېپخپل ځان وکړي بلکه اوریدونکو ته د ویناوال پيغام په شکل پرته له خنډه او ځنډه رسول ښه ویناوالي ده.

 

پيل کې توجه را جلبه کړئ اود وینا پای په متحرک شکل سره وکړئ.

هيڅوک نه خوښوي چې ویناوال دې وینا داسې الفاظو پیل کړي مثلاً: نن زه غواړم د هغې موضوع په اړه تاسې ته وغږيږم.برعکس بایدپيل په يوه حیرانونکې احصاييې ،جالبې کیسې او زړه پوې خبرې سره وکړئ.د وینا پای باید د خپلې وینا د لنډیز په وړاندې کولو اوداسې یوې خبرې سره پای ته ورسوئ چې اورېدونکي يې تر ډیره په خپله حافظه کې وساتي.

Scroll to Top