د ژوند څو اړین درسونه چې باید مخکې تر مخکې یې زده کړو.

1- پیسې مو هېڅکله د ژوند اصلي ستونزې نشي حلولای.
پیسې یوه وسیله ده، چې په بدل کې خپل اړتیاوي پوره کولای شو او غوره شیان پرې لاسته راوړي شو، خو دا ستاسو د ستونزو درملنه نه دی.
په نړۍ کې ډير داسې خلک شه چې پر ډیرو لیږو پیسو ډیر د خوشحاله او غوره ژوند کوي، له بده مرغه ډیر داسې خلک هم شته چې ښه شتمن دي خو په ژوند کې نارامه او د ژونده سرټکوي. پیسې درته ښایسته کور، موټر، لباس او غوره امنیت درکولای شي، خو پیسې نشي کولای يوه اړیکه بیا ورغوي، یوازیتوب نه مو خلاص کړي یا خوشحالي درکړي.

2- هڅاند اوسه!
لا ځلمې شوي نه یو چې سترېږو، ژوند مو سختو ته ځې او موږ باید هر مسولیت په غاړه واخلو، موږ باید خپله پریکړه وکړو او پلان جوړ کړو د خپل ژوند لپاره نوې تجربې وکړو، مینه وکړو، ناکامې تجربه کړو. ارامه اووسو ډیر څه په یوه وخت مه کوي هر څه ته انتظار وکړي او وګوري چې ژوند مو کومه خوا ځي، د خپل شته یوه مړې ډوډی نه خوند واخلئ، شاوخوا خلکو ته وګوري، د هغو خبرو ته غوږ شي او پرېږدئ چې هغوي خپلې خبرې پای ته ورسوي.

‎3-تاسو نشي کولای چې ټول له خپل ځانه خوښ وساتئ.
زه د بریا په راز نه پوهیږم، خو د ناکامۍ راز د هر چا د خوښ ساتلو هڅه ده.
” بیل کاسبي”

تاسو اړتیا نلرئ چې هر څوک دی ستاسو سره موافق وي یا حتی ستاسو په څیر اووسي.
دا د انسان طبیعت دی چې غواړي تړاو ولري، خوښ شي، درناوی یې وشي او ارزښت ورکړل شي ، مګر ستاسو د بشپړتیا او خوښۍ په قیمت نه. نور خلک نشي کولای تاسو ته هغه تائید درکړي چې تاسو یې په لټه کې یاست. دا باید له دننه څخه راشي.
خبرې وکړئ، خپلو ټوپکونو ته ودرېږئ، کله چې تاسو اړتیا لرئ په ځان ټینګار وکړئ، د درناوي غوښتنه وکړئ، خپلو ارزښتونو ته ریښتیني اوسئ.

Scroll to Top