د مطالعې کلتور ته د ودې یا پرمختګ اړتیا_ سیف الرحمن

کله چې تاسو
د واقعیتونو په پلونو هسک وخیژئ، او دې ټولنې ته وګورئ تاسو به یوه ستړې، معیوبه ټولنه او انسانان ووینئ!

سیاسې ستړیاوې، ټولنیزې ستړیاوې، اقتصادې، اخلاقې، فکرې سختۍ او د کلتور رواجونو کړاوونه
حتی تر هغه ځایه چې د ژوند تر ټولو اړخونو پورې دا ستړیاوې ورسیږي…
په داسې حال کې
چې هر فکرمند د دې حالت په سمښت او جوړولو څخه مایوسه او د حل طرېقې د پیداکولو څخه بې وسه دي..

یوازېنۍ هیله
چې پاتې ده هغه دې فرهنګ تفکر ته عمومیت ورکول پکار دي، او ټولنه یوازې
د دې فرهنګ په تر ویج سره اجتماعې او فردې پوهاوې ته د رسیدا ګامونه اخلي..

ځکه چې د ټولو کړاوونو
ستړیاوو سختیو غیر شعورې کړنو سرچینه له ناپوهۍ او بې شعورۍ څخه ده،
په سیاست نه پوهیدل،
د اساسې او انسانې حقوقو نه مراعات،
د شخصیت ساتنې نه مراعات،
او د ژوند د واقعیتونو ټول اړخونو ړنګول …

د هوښیاري او پوهاوي حاصلولو
تر ټولو څرکند او ښکاره لامل مطالعه ده،
د اشرافې طبقې
یا د اسلامې فکر مخکښ (مسئول) طبقې دنده داده،چې ټولنه او انسانان مطالعې او زدکړو ته وهڅوې او د زدکړې ماحول ورته برابرکړي، خو دلته متاسفانه برعکس وضعیت برقرار دی.

خپلې خبرې ته راځو..
د دې هڅې یا زدکړییز ماحول جوړېدا پایله به څه وي؟
د ټولنې خلک به بس کې مطالعه کوي،
نانوایي ته په نوبت کې به مطالعه کوي،
کارځای ته په تګ کې به مطالعه کوي،
دفتریزو تفریحې وختونو
کې به مطالعه کوي،
د مارکیټونو څخه د سودا اخستلو د تګ راتګ په حال کې به مطالعه کوي،
د پارک په څوکیو کې
به مطالعه کوي،
کلینیکونو کې انتظار ځایونو کې به مطالعه کوي…
حتی هر ځای کې به په یو ډول نه یو ډول لوست بوخت وي.

دا چې یو ټولنه مطالعوې ټولنه شې
خلک یې لوستونکي شي،
دوي به بیا کتابونه لولي، مجلې به لولي، ورځپاڼې به لولي،
ویب سایټونو کې به مقالې لیکنې لولي…

او یوازې د دې کار یعني په (لوستلو) سره به دا ټولنه له بې حسۍ، له معمولیته، له ګوندیز استبداد، له فرد پرستۍ، یرغمل کن سیاست، مردود فرهنګې، رواجې، ایډیالوژیکې، بې ارزښتۍ او مردودیت څخع به تیره شي…

او دهغې ټولنې خلک به
هر یو لکه سپوږمۍ، لکه ستورې ځلیږې د کورونو له کړکیو څخه د زندانونو له پنجرو څخه به لیدل کیږي، ځلیږي به…

او په پای کې
به هر فرد پخپله د خپلو ټولو ضرورتونو، دردونو اقتصادې، فکرې، سیاسې، ټولنیز، کورنیز، تربیوې، تعلیمې، رفاقتي،
غوټي به پخپله خلاصوي …!!
ترجمه، له زیاتونې سره

Scroll to Top