د مطالعې پر کیفیت د ځای او چاپیریال د ټاکنې اغیزې/ توریالی همت

د ښې او ګټورې مطالعې لپاره ډیر عوامل شته دي، چې له هغو څخه په مهمو کې یې د غوره ځای او چاپیریال ټاکل شامل دي، غواړم پهدې مورد کې څو مهمو ټکو ته اشاره وکړم.

مطالعې لپاره انتخاب شوي ځای یا چاپیریال کې باید هیڅ مزاحم کوونکي موارد یا عوامل موجود نه وي، هغسې، چې له کتاب لوستنې موپام خپل یا بل  لوري ته واړوي او د حواسو په ګډوډ کولو مو د مطالعې طبیعت یا موډ بدل کړي.

د مطالعې په ځای کې مو مزاحم کوونکي عوامل او د لوستنې له اړتیا پرته اضافي توکي ذهني تمرکز خرابوي، چې له کبله یې ستاسو دلوستنې او یادولو کیفیت ټیټیږي.

د مثال په توګه د خوب په خونه او یا د خوب پر تخت کتاب لوستنه د مطالعې لپاره ښه موقعیت نشي کیدلای؛ ځکه هلته مو تل ځان د ارام اوخوب لپاره رسولی، چې ضرور به په څو شیبو کې  کتاب په لاس هغلته په خوب تللي یاست.

یا هم د ناستې په خونه کې تلویزون ته مخامخ موقیعت د مطالعې د ځای لپاره با کیفیته نه بريښي؛ ځکه شاید ډیر کله د کتاب د څو کرښویا پاڼو تر لوستلو وروسته زړه ته ولویږي، چې نور پر تلویزیون د خپلې خوښې پروګرام ننداره کړې.

ځیرک ټیلفون چې ډیری کسان یې مطالعې لپاره استفاده کوي؛ خو کارنده نه دی؛ ځکه هلته د کتاب او مطالعې له موادو پرته نورې داسېبرخې شته دي، چې شاید تاسو ورسره تر مطالعې ډیر روږدي شوي یاست او په لنډ وخت کې د لوستنې پر ځای د ځیرک ټیلفون بیلا بیلېکړکۍ پرانیزې مثلا د خپل فیسبوک او ټویټر اکونټونه وکاروي او یا هم پر ګیمونو خپل ذهن بوخت کړې.

د شپې له لورې داسې خونه، چې نور او رڼا یې له حده ډیره او یا کمه وي هم مطالعې ته مناسب ځای نه دی؛ ځکه دا چاره مو سترګې ژرستړې کوي؛ نو غوره ده، چې د مطالعې د میز له پاسه د سپین رنګ لرونکي مخصوص ګروپ ولرې.

لوستوال ځینې وخت دا پوښتنه مطرح کوي، چې مطالعه په یوه ځانګړي ځای کې او که بیلا بیلو ځایونو کې وشي؟

ددې ځواب د مطالعه کوونکو عاطفي،فکري او جسمي ځانګړنو پورې اړه لري؛ خو هغه څه، چې مهم دي په یوه ځای او مشخص چاپیریالکې پرله پسې مطالعه کول زړه راښکونتیا کموي او بالاخره ستاسو د ستړي کیدا سبب کیږي،په داسې توګه،چې د ستړیا په عواملو  بهناخبره یاست.

هغسې، چې په دوامداره توګه د یو ډول خوړو له خوړلو ، په یوه لاره او مسیر  له تګ راتګ او په کار ځای یا کور کې له یکنواخته غږیږېککړتیا څخه زړه توري او ستړي کیږو؛ نو په همیشنۍ توګه په یوه ځای او مکان کې مطالعه هم د ستړیا او له کتاب څخه د زړه تورۍ سببکیږي.

هو!

همدا د غوره ځای او چاپیریال ټاګنه په تاسو کې د ښې او اغیزمنې مطالعې انګیزه پیدا کولای شي.

په یاد ولرې، چې اشخاصو او د هغوی شخصیتي ځانکړنو ته په پام د مطالعې د ځان مناسبوالی د فردي افکارو له اړخه په توپیر کې دی؛ځکه کیدلای شي ستاسو له نظره د مطالعې یوه غوره ځای به د بل شخص له نظره نامناسب وي.

هغسې، چې په اثبات رسیدلې ده مطالعې لپاره خاموشه چاپیریال غوره دی؛ خو تاسو به لیدلي او اوریدلي وي یا غالبا خپله به مخ شويیاست، چې یو څوک نشي کولای په خاموشه چاپیریال کې مطالعه وکړي او مطالعې پر وخت موسیقي اوري.

یا د مطالعې پرمهال خوراک کول ښه نه بريښي؛ ځکه د مړښت له کبله مو سترګې په خوب پټوي؛ خو ډیر خلک عادتا د وچې میوې پهخوراک سره ډیر ساعتونه مطالعه کوي.

څیړنو ښودلې ده، چې ځانګړې خونه او کتابتون مطالعې لپاره له مثبتو اغیزو ډک مکانونه دي؛ خو یوشمیر لوستوال ازاده فضا غوره بولياو د قدم وهلو په تګلارې ګټوره مطالعه کوي.

البته پورته کړنې ددې لپاره، دي، چې لوستوال د ځان لپاره د مطالعې انګیزه ایجاد کړي او په دې توګه د اغیزمنې مطالعې چاپیریال جوړکړي.

په یاد ولرې کله مو، چې احساس وکړ د مطالعې پرمهال بې انګیزې شوي یاست،کتاب لوستل مو له زړه څخه نه دي او یا مو په تمرکز کېکمرنګي ده؛ نو د مطالعې د ځای یا چاپیریال بدلون تاسو سره ډیر ډیر مرستندویه تمامیږي، چې بیرته  د اغیزمنې مطالعې طبیعت یا موډته وګرځي.

مینه او درنښت

د مطالعې په اړه نور بیا

Scroll to Top