په نږدې ورځو کې به د برېتانیا په یوه محکمه کې یو روبوټ په لومړي ځل د یو متهم د مدافع وکیل په توګه حضور پیدا کړي. دا او د ChatGPT په نامه د یو نوي چټبوټ جوړېدل چې د مصنوعي ځیرکتیا په مټ له انسانانو سره د ډیالوګ او انټرکشن وړتیا لري، د بشر لپاره حیرانوونکي خبرونه دي.
عجیبه اختراع ده! د ټکنالوجۍ په ډګر کې د مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence) چټک پرمختګ ته په کتو، ښکاري چې په راتلونکي لنډ وخت کې ټول هغه ساینس فېکشنونه به په یو بل پسې په رښتیا بدلېږي چې موږ او تاسو پخوا په ناولونو، کیسو او فلمونو کې لوستلي او کتلي وو.
ما څلور کاله مخکې د (Minority Report) په نامه یو امریکايي فلم وکوت. د فلم داستان چې د ساینس فکشن یا تخیلي ساینس په بڼه جوړ شوی، په ۲۰۵۲ کال کې د امریکا په واشنګټن ښار کې د جنايي جرمونو وضعیت انځوروي، هلته جنايي جرمونه لوړې ته کچې ته رسېدلي وي، فدرالي حکومت د تر جرم مخکې یا Precrime په نامه یو پروګرام پیلوي چې د Precogs په نامه یو ټیم ورته موظف وي، دوی په داسې علم او ټکنالوجۍ سمبال وي چې د جرایمو مرتکبین د عمل تر ارتکاب ۲۴ ساعته مخکې تشخیصولی او جرم تر پېښېدو وړاندې شنډولی شي. هرڅوک چې دا فلم وګوري، حتماً ورته تر عقل لوړ خیالات ښکاري، مګر که د آرټیفیشل اینټلیجنس صنعت اوسني پرمختګ ته وګورو؛ نو لرې نه ده چې بشر د ټکنالوجیک عظمت هغې پوړۍ ته هم ورسېږي چې د مصنوعي ذکاوت په مټ به د ادراکي حواسو په بڼه جرایم تر پېښېدو مخکې کشف او خنثی شي.
که تاسو ۳۵ کاله مخکې جوړ شوی امریکايي فلم ترمیناتور کتلی وي، نو په ۲۰۰۶ کال کې د ډرون الوتکو تر جوړېدو مخکې به مو هېڅکله زړه ته نه لوېده چې په ترمیناتور کې انځور شوې جنګي بې پیلوټه الوتکې به یوه ورځ په رښتیا مارکېټ ته راوځي. همدارنګه روبوټان چې په ۱۹۲۹ کال کې په مشهور فلم میټروپولیس کې ښودل کېږي، ګرځنده تیلیفون چې شاوخوا ۶۰ کاله مخکې په سټارټرک سریال کې وښودل شو چې بیا وروسته لومړنی ګرځنډه ټیلیفون میټرولا په هماغه شکل بازار ته وړاندې شو. هوايي موټرونه او بې ډیوره موټرونه هم شل-دېرش کاله مخکې په ځینو ساینس فکشن فلمونو کې لیدل کېږي، چې اوس ځینې کمپنۍ عملاً په همدې ډول ټکنالوجۍ کار کوي او ښايي په لنډ وخت کې بازار ته راووځي.
د مصنوعي ذکاوت پر ټکنالوجۍ په لویه پیمانه پانګونه روانه ده، لومړی ټارکېټ یې د صحت او خدماتو سکتورونه دي، ځینې هېوادونه عملاً په دې کار کوي چې جراحي عملیات د روباټانو په وسیله ترسره کړي، یا هم په ځینو هېوادونو کې ګورو چې د کوچني ډرون په وسیله د ډیلیوري خدماتو باندې کار روان دی. دا موږ ته زده کوي چې د کار مارکېټ د بدلون په حال کې دی او علوم هم د ارزښت له مخې اولیت بندي کېږي، ارټیفیشل اینټلجېنس ښايي د ځینو مهارتونو ځای ونیسي او بېکاري زیاته کړي، خو دغه صنعت په خپله د کارپنځونې یو عظیم پوتنشیل لري چې له همدې کبله هغه ځوانان چې غواړي ځان د کارمارکېټ ته ځان برابر کړي، نو معلوماتي ټکنالوجي ورته یو ښه انتخاب کېدی شي. دا یو انقلاب دی، لکه څرنګه چې په ۱۹ مه پېړۍ کې صنعتي انقلاب نړۍ بدله کړه، دا انقلاب هم نړۍ ته نوی شکل ورکوي. خو… زموږ برخه پکې خواره بوله!!!