د ماشومانو جنت
_پلاره…!
_ها
_زه او ناديا تل يوځای يو.
_څومره ښه ګرانې، هغه ستا ملګرې ده.
_په ټولګي کې، په حويلۍ کې او د ډوډۍ خوړلو پر وخت هم یوځای یو.
_د حیرانتيا خبره دا ده چې هغه ښکلې او با ادبه نجلۍ ده.
_مګر د ديني لوست پر وخت، زه يوه ټولګي ته ځم هغه بل ټولګي ته.
_پلار یې مور ته وکتل چې په ګنډلو بوخته ده او خاندي هغه هم په خندا وويل:
_دا يوازې ديني درس دی.
_ولې پلاره؟
_ځکه چې ستا دين د هغې له دین سره توپیر لري.
_ولې پلاره؟
_ته مسلمانه يې او هغه مسيحي ده.
_ولې پلاره؟
_ته تر اوسه کوچنۍ يې، وروسته به پوهه شې.
_پلاره زه لويه يم.
_زما ګرانې، ته کوچنۍ يې…
_زه ولې مسلمانه يم؟
پلار یې چې د پراخ نظر خاوند و، نو احتياط کاوه او په لومړۍ ازموينه کې د نوې روزنې اصول له پامه نه غوځورل، وې ويل:
_پلار او مور دې مسلمان دي؛ نو ځکه ته هم مسلمانه يې.
_ناديا څه؟
_پلار او مور یې مسيحي دي؛ نو ځکه هغه هم مسيحي ده.
_ځکه چې پلار یې چشمي په سترګو کوي؟
_نه، په چشمو پورې هېڅ اړه نه لري. ځکه د هغه نيکه مسحي وو هغه هم…
پلار يې پرېکړه وکړه چې د نیکه اړيکه لا ډېره وغځوي ترڅو نجلۍ ستړې شي او بله موضوع را واخلي.
_مګر جنۍ وپوښتل:
_کوم يو ښه دی؟
پلار لږ سوچ وکړ او وې ويل: مسلمان او مسيحي دواړه ښه دي.
_مګر بايد یو ډېر ښه وي، دواړه ښه دي.
_زه بايد مسيحي شم ترڅو دواړې تل يوځای واوسو.
_نه ګرانې، دا شونې نه ده. هر څوک د خپل پلار او مور په دين پاتي کېږي.
_ولې؟ په ريښتيا د نوو زده کړو اصول زور لري!
او له جنۍ یې وپوښتل: نه په تمه کېږې ترڅو لویه شې؟
_ته، له موډه خبره يې، هر څوک يو ډول خوښوي او ځکه چې ته مسلمانه يې.
او دا وروستی دی؛ له دې امله ته بايد مسلمانه پاتې کېږې.
_يعنې “ناديا دين په موډ” دی؟
خدای دې، تا او ناديا په يوه ورځ واخلي.
داسې ښکارېدل چې پلار سره چې احتياط يې کولو، نو تيروتنه ترې کيدله او ډېر نازک ځای ته تلو هغه وويل:
خبره د سليقې ده؛ مګر هر څوک بايد د خپل پلار او مور په نظر واوسي.
_ناديا ته ووايم چې هغه د زاړه موډ څخه پيروي کوي او زه د نوي؟
پلار ناڅاپه وويل: هر دين ښه دی؛ څه مسلمان څه مسيحي دواړه یو خدای ستايي.
_ته خدای په يوډول ستايي او ناديا په بل ډول.
_څه توپير کوي پلاره؟
_کلونه وروسته به پوهه شې. اوس همدومره بس دي پوهه شې چې مسلمان او مسيحي دواړه د يوه خدای ستاينه کوي.
_خدای څوک دی پلاره؟
پلار د لږ فکر وروسته وپوښتل:
_ديني ښوونکي تاسو ته په ښوونځي کې څه ويلي دي؟
_د حمد سوره لولي او لمونځ موږ ته را زده کوي؛ مګر پلاره زه نه پوهېږم خدای څوک دی؟
_سره له دې چې پېچلې مسکا يي پرشونډو وه، له ځان سره یې سوچ وکړ او ویې ويل:
_هغه د ټولې نړۍ خالق دی
_چېرته ژوند کوي، په ټوله نړۍ کې ؟
_ټوله نړۍ کې…
_مخکې له نړۍ چېرته وو؟
_پاس
_په اسمان کې؟
_هو
_زه غواړم هغه ووينم
دا شونې نه ده
_آن په تلويزیون کې هم؟
_هلته هم شونې نه ده
_آيا چا ليدلی؟
_نه
_ته څنګه پوه شوې پاس دی؟
_ پیغمبران، پیغمبران؟
_هو، لکه حضرت محمد …
_څنګه پلاره؟
_ د لوی ځواک سره يې
_سترګې يې ځواکمنې وې؟
_هو
_خدای هغه داسې رامنځته کړئ.
_ولې پلاره؟
پلار غوښتل پرخپله غوسه حاکم وي، وې ويل:
_خدای هرڅه وغواړي، کولای شي.
_پیغمبر، خدای څنګه ولید؟
_ډېر لوی. ډېر ځواکمن او پر هرڅه حاکم.
_لکه تاسې غوندې پلاره؟
_پلار خپله خندا ونيوله او ځواب یې ورکړ
_خدای مثال نه لري
_ولې پاس ژوند کوي؟
_ځمکه ورته تنګه ده او هرڅه ويني.
جنۍ لږ سوچ وکړ او وې ويل: ناديا ماته ويلي دي چې “هغه” پر ځمکه اوسیدلی دی.
_ځکه “هغه” هرځای ويني، همدې لپاره هر ځای ژوند کوي.
_ناديا وويل چې خلکو هغه ووژلو!؟
_مګر هغه ژوندی او نه ليدونکی دی.
_ناديا وويل چې وژلی دی؟
_خیر زما ګرانې، هغه فکر کوي چې چا وژلی دی مګر هغه ژوندی او پرته له مرګه دی.
_نيکه هم ژوندی دی؟
_نيکه مړ شو
_آيا خلکو وواژه ؟
_نه، خپله مړ شو…
_څنګه؟
_ناروغ شو او مړ شو…
_او خور مې؛ ځکه ناروغه ده مري؟
پلار یې چې د مور اعتراضي حرکاتو ته کتل، وې ويل:
_نه، د خدای په هيله ښه کېږي
_نيکه مې ولې مړ شو؟
_زوړ و ناروغ شو.
_مورې تاسې په لوی عمر کې ناروغه شوئ نو ولې مړه نه شوې؟ مور هغه ته وويل: نجلۍ درګډه شوه، سترګې يې وغړولې
پلار وويل:
_که خدای وغواړي مړه شوو، مرو.
_ولې خدای غواړي موږ مړه شو؟
_هغه هرڅه وغواړي کولای شي
_مرګ ښه دی؟
_نه ګرانې
_نو خدای بد څه غواړي؟
_سره له دې که خدای وغواړي موږ ته ښه دی.
_مګر ودې ويل ښه نه دی
_تيروتنه رانه وشوه ګرانې!
_ولې کله مې چې وويل ته مرې مور خپه شوه؟
_ځکه خدای اوس نه غواړي.
_پلاره نو خدای ولې مرګ غواړي؟
_هغه موږ دغې نړۍ ته راوړي يو او له دغه ځایه مو هم وړي.
__ولې پلاره؟
_ددې لپاره چې مخکې له تګه ښه کارونه وکړو .
_ولې په دغه نړۍ کې پاتې نه شو ؟
_ځکه که خلک پاتې شي نړۍ ورته تنګېږي .
_نوهرڅه چې ښه کارونه مو کړې وي پرېږدو او ځو ؟
_د ښو شيانو په لور ځو.
_چېرته ؟
_پاس
_دخدای څنګ ته ؟
_هو.
_هغه به ووينو ؟
_هو
_ايا دغه ښه کار دی؟
_هو.
_بايد له دې نړۍ لاړ شو ؟
_مګر تراوسه مو ښه کارونه نه دي کړي.
_نيکه مې ترسره کړې وو؟
_هو
_څه کړې وو؟
_کور یې جوړ کړ ..او باغچه یې جوړه کړه…
_زما دتره زوی توتو_څه کړې وو؟
ديوې شېبې لپاره د پلار څېره تياره شوه،
يو ليواله نظر يې خپلې ميرمنې ته واچولو او وې ويل:
_هغه هم مخکې له تګه کوچنۍ خونه جوړه کړه
_مګر زموږ دګاونډي زوی-لؤ لؤ- زه وهلم او ښه کار نه کوي.
_بې رحمه هلک دی
_مګر نه مري!
_سره له دې چې ښه کار نه کوي
_ټول مري هغه څوک چې ښه کارونه کوي جنت ته ځي او هغه څوک چې بد کارونه کوي دوزخ ته ځي. نجلۍ يو اسويلی وکړ او وروسته غلې شوه، پلار د هغې ستړيا محسوس کړه.
_د پوښتنو جريان او د پوښتنو نښانې يې وجود کې دننه شوې وې، راوې پارولي.
وخت ونه وتلو چې نجلۍ چيغه کړه:
_زه غواړم د ناديا سره واوسم .
پلار هغې ته ځیر شوجنۍ، وويل
_آن د ديني ساعت پر وخت!
پلار په لوړ غږ وخندل
مور هم وخندل سړي ارږمی وکړ او وې ويل: فکر نه کړم چې د دغو سوالونو په اړه بحث په دغه کچه ممکن وي.
ښځې وويل : زموږ لور يوه ورځ لویېږي او ته به وکولی شي حقيقتونه هغې ته ووایې!
سړي زر سر ښځې خوا ته واړولو ترڅو وويني چې د هغې خبرې څومره ريښتنې او يا له طنزه ډکې دي. مګر ښځه بیا په ګنډلو بوخته وه.