د لاس او سترګو په څېر ملګرتیا وکړئ

د لاس او سترګو په څېر ملګرتیا وکړئ!

ملګری په ژوند کې د یو همکار په توګه بلل کېږي، چې تل ستونزې په ګډه د یو بل په مشورو او مصلحت سره حلوای شي. ځینې کسان شتهچې له کالونو وروسته د یو چا په ملګرتیا ډېر افسوس کوي او وایي چې کاش پلانکي کس سره مې ملګرتیا کړې نه وای، اصلي ستونزه داده چې ولې داسې پوښتنه را ایجادېږي؟ کېدای شي ستونزه د ملګرو په ټاکلو کې وي! نو موږ باید د ملګرو په ټاکنه کې ډېر محتاط اوهوښیار واوسو او تل یو چا سره ژر صمیمي ملګرتیا ونه کړو، چې وروسته د افسوس او پېښمانۍ سبب مو شي، داسې هم نه وایم چېهېڅوک د خپل ترڅنګ مه پرېږدئ خو هر چا سره هم ژر ملګرتیا نه ده په کار؛ لومړی یې باید سم وپېژنو، د خوی، خصلت، رفتار، کړنې اوعاداتو باندې یې ځان اګاه کړو او له ځانه وپوښتو چې ایا دا کس زما د ملګرتیا وړ دی او که نه؟ د همدې ټکو څېړل او یو چا سره سمهپېژندګلوي او معرفت لامل ګرځي چې په ژوند کې سم ملګري پیدا کړو.

مخکې مې یادوونه وکړه چې هر چا سره باید د ملګرتیا ژر تړون ونه کړو، دا خبره مې ولې وکړه؟ ځکه ملګرتیا هغه چا سره خوند کړي چې  په رښتیني توګه زموږ د لارې هملاری واوسي، د بدن د ښي اړخ اوږه مو وګرځي او د راز ساتونکی کس وي، که احیاناً دا ځانګړتیاوې پهکې نه وي نو د یو ملګري صفت ورته ورکولی نه شو. د دوه ځوانانو په معرفت یا پېژندګلوي کې لومړی څیز صداقت او رښتینولي ده، ځکههمدا ټکی لامل ګرځي چې دوه ملګري د مرګ تر پایه سره وساتي او یوازې مرګ به وي چې هغوی سره بېلولی شي. همدارنګه د ملګرو پهټاکلو کې هغه کسان باید ملګري کړو چې د اسلام پر اصولو سمبال کسان وي او تل ما لمانځه ته دعوت کړي، ځکه اسلام هم دا وایي، ښهملګری هغه ده چې تل لمانځه ته یا د جماعت پر وخت باندې بلنه درکړي.

زما یو ملګری چې تل مې مشورې هغه سره وي او د لارښود په څېر تل راته سمې مشورې راکوي، هغه راته وایي چې زما ملګري زما دضعف (کمزورۍ) او د بري ټکي بلل کېږي. زما د همدې ملګري هدف څه و؟ هغه غوښته ما ته دا راوښایي چې ملګري موږ هم ښې لارې تهاو هم بدې لارې خوا بدرګه کولی شي او زموږ د کمزورۍ او بریا راز په غښتلي او رښتیني ملګرو کې نغښتی دی. نو ځکه وايي، د لاس اوسترګو په څېر ملګرتیا وکړئ، ځکه کله چې لاس زخمي شي سترګې ورته وژاړي او کله چې بیا همدغه سترګې په ژړا شي نو لاس یېاوښکې پاکوي. اورېدلي به مو وي، ځینې کسان وایي، چې دا ملګری مې لکه ورور غوندې دی، ملګری ځکه ورور کېدای نه شي چې وروربېل ځای لري او ملګری بېل؛ ورور د کورنۍ کس دی او ملګری د بهر هملاری، ځینې خبرې ملګري ته ویلی شو خو ورور ته نه او ځینېخبرې ورور ته باید وشي خو ملګري ته نهنو ځکه داسې لږ شانتې توپیر شتون لري، چې د ملګري او ورور توپیر راښيي.

درنښت

عبدالوهاب مومند

۱۳۹۹/۱۲/۸

Scroll to Top