۱– بریا هېڅ وروستی حد نه لري دا يو دوامداره سفر دی، یوې موخې ته له رسېدو وروسته دویمې ته په تمه اوسئ.
۲– هره بریا مو تجربه ډېروي او د پخوا په پرتله ښه ڪېږي، یوه بریا د دویمې لپاره لارہ هواروي.
٣– له ستونزو او ننګونو سره په مبارزه ڪې د ژوند اصلي خوند وي.
۴– پر ځان دا باور پیدا ڪړئ چې راتلونڪی مو روښانه او په زړه پورې دی، له باور پرته بل لوی قوت نه شته، له باوره وړتيا پيدا ڪېږي؛همدې ته مثبت افڪار وایي.
۵– یوې موخې ته له رسېدو وروسته مو پر ځان باور قوي ڪېږي او بلې موخې ته رسېدنه درته اسانېږي.
٦– هدف وټاڪئ، دې هدف ته د رسېدو لپاره په ځان ڪې مثبت افڪار پیدا ڪړئ، حالات ښه وارزوئ، په ځان ڪې دا باور پیدا ڪړئ چې هدفته مو خامخا رسېږئ، د دغو څلورو خبرو په مرسته هره ماته په بریا بدلولی شئ.
۷– منفي فڪر له مغزو لرې ڪړئ! په مغزو ڪې پوخ باور پیدا ڪړئ. ڪه باور ولرئ، سخت ڪارونه هم ڪولای شئ. په باور ڪې يو ډول جادوييځواک شته، چې په مرسته يې هر ډول ماتې په بریا بدلولای شئ.
۸– په لارو ڪې له پېښېدونڪو ستونزو مه وېرېږئ، ستونزې له ژوند سره يو ځای سفر ڪوي؛ خو د تل لپاره نه وي، تېرېږي، او ڪله چې تېرېشي بېرته نه راګرځي.
۹– خپل ځان ته د بې ڪاره فڪر مه ڪوئ، تاسو د الله تعالی ډېر ښايسته او په زړه پورې مخلوق یاست، هغه متعال ذات هېڅ شی بې ګټېنه دی پیدا ڪړی، په تاسو ڪې هر ډول وړتياوې موجودې دي، خپل ځان ته په درنه سترګه وګورئ، خدای پاک درته د هر ډول ڪار ڪولووړتياوې درڪړې دي.
۱۰– ڪله چې انسان د ځان بدلولو قوي هوډ ولري، نو الله تعالی ورسره هر اړخيزه مرسته ڪوي او هغه په بشپړ ډول بدلون مومي. دا تجربهوڪړئ او ويې ازمویئ، تاسو به ددې خبرې رښتيني شاهدان واوسئ.
۱۱– ڪله چې پر دې حقیقت پوه شئ چې په نړۍ ڪې د هرې ستونزې حل لاره شته، نو هېڅڪله به و نه وېرېږئ.
۱۲– ڪه زموږ په ژوند ڪې ستونزې نه وي، نو پرمختګ نه شو ڪولای. ستونزې زموږ د ژوند لړۍ روانه ساتي، ستونزې مو ماغزه پیاوړيڪوي، نو پر دې اساس له ستونزو مه وېرېږئ.
۱۳– انسان د پوخ باور په مرسته پر لويو ستونزو بریالی ڪېږي.
۱۴– په خپلو ڪارونو ڪې زیار وباسئ، تر څنګ يې له الله تعالی مرسته هم وغواړئ او دعا وڪړئ، چې خدایه پاڪه! تا ډېر خلک سمې لارېته برابر ڪړي، زه پر دې هم پوهېږم چې غلو او بد عملو ته دې نېڪه لاره ور وښوده. ته متعال ذات چې څه وغواړې، هغه ڪېږي او چې ويې نهغواړې، ستا له اجازې پرته یوه پاڼه هم نه رپېږي. ستا په دربار ڪې ڪمی نه شته، ڪه وغواړې، له غريب نه پاچا او له پاچا نه غریب جوړولیشې؛, نو په دې هیله زما په شان دردېدلي انسان ته سمه لار راوښیه، په همدې هيله ستا په در ڪې لاس په دعا یم او زما دعا ستا په دربارڪې قبوله وګرځوې.
۱۵– د دعا په مرسته مو باور، له خدای پاک نه له مرستې غوښتلو وروسته به احساس ڪړئ، چې له دې څنګه قوي او مثبته پايله را منځتهڪېږي.
۱۶– د يو ڪار جدي غوښتنه او رښتينی شوق يو قيمتي څيز دی، چې يو شخص خپلو موخو ته رسولى شي.
۱۷– ڪوم شخص چې خپل ځان بدل ڪړي، هغه هرڅه بدلولای شي؛ ځڪه د ذهن بدلول د انسان هرڅه بدلولای شي، تر دې چې د هغهحالات هم بدلولای شي.
۱۸– خلک د یو ڪار په ڪولو ڪې ځڪه پاتې راځي، چې په مغزو ڪې يې دغه فڪر له وړاندې ځای نیولی دی، چې دغه ڪار نه شي ڪولای.
۱۹– ڪله چې يو شخص مثبت فڪر خپل ڪړي، په ځان ڪې يې مثبت قوتونه په حرڪت راځي او د ماتي منفي افڪار ترې وځي.
۲۰– د بریا باور بریا درڪوي، دومره پرېڪړه ڪول پڪار دي چې پلانی ڪار ڪولای شم، باور د برياليتوب ضمانت ڪوي.
۲۱– د انسان هدف باید لوړ وي چې د ژوند سفر يې په لوړېدو شي.
۲۲– فڪر د انسان پر ڪار ژور اغیز ڪوي. ڪه د روغتیا په اړه فڪر وڪړې، نو روغ به یې؛ ڪه د ناروغی په اړه فڪر ڪوې، نو ناروغ به يې؛ ڪه دبریا په هڪله فڪر ڪوې بریالی به یې او ڪه د ناڪامۍ په اړه فڪر وڪړې، ناڪام به يې؛ څه چي زموږ په ذهن ڪې دي، له هغو سره مخ ڪېږو.
۲۳– ورځ په ښه فڪر پیل ڪړئ، چې نن به ډېره ښه او مبارڪه ورځ وي، په تاسو به د الله تعالی رحمتونه وورېږي او هر څه به د ښه ڪېدو پرلور روان شي ان شاء الله.
۲۴– په خبرو ڪې ډېر قوت وي، مثبتې خبرې ذهن پياوړی ڪوي او منفي خبرې ذهن او شخصیت ڪمزوری ڪوي؛ ځڪه هېڅڪله د خپګان اوماتې خبرې مه ڪوئ، تل د بریا یادونه وڪړئ، له منفي فڪر او خبرو ځان وساتئ.
۲۵– د ژوند هره ورځ ځانګړې او مهمه و ګڼئ، فڪر وڪړئ، چې نننۍ ورځ د ډېرو ڪارونو د ڪولو ورځ ده، نن چې ډېر څه ڪولای شئ، ښاييداسې فرصت درته بيا برابر نه شي.
۲۶– هر سهار چې له خوبه پاڅېږئ، نو له ځان سره ووایئ، چې نن په ما ڪې ډير طاقت او وړتیا ده، نننۍ ورځ ډېره په زړه پورې ده، ننداسې احساسوم چې د پخوا په پرتله ډېر ځواک او وړتیا لرم.
۲۷– وخت ستاسو په ژوند ڪې تر ټولو قیمتي څیز دی، هره شېبه يي مثبت و ڪاروئ، ڪه دوخت درناوی مو وڪړ او له هرې شيبې مو ګټهواخيسته، نو په ژوند ڪې به له هېڅ ډول ستونزو او خنډونو سره مخ نه شئ.
۲۸– په ژوند کې هېڅڪله ځان لټ او بې ڪاره مه ګڼئ، پر ځان باور پیدا ڪړئ، له شک پرته ډېرې وړتیاوې لرئ.
۲۹– سبا هیچا نه ده ليدلې او هیڅوک نه پوهېږي، چې سبا به څه پېښېږي، هغه ڪار چې نن ڪېږي باید همدا نن يې وڪړئ، سبا ته یې مهپرېږدئ.
۳۰– په ژوند ڪې لوړې او ژورې ځي راځي، ڪله ورځ لویه وي او ڪله شپه؛ ځڪه هيڅڪله مه خپه ڪېږئ. خپله حوصله مه بایلئ او رغنده اومثبت افڪار لرونڪي خلک په پای ڪې پر حالاتو برلاسي ڪېږي.
۳۱– له مغزو منفي افڪار لرې ڪړئ، ڪله چې منفي افڪار په ذهن ڪې خواره شي، د ماتې او بربادۍ لامل ګرځي. ڪله چې انسان خپلمنفي افڪار په مثبتو افڪارو بدل ڪړي، نو په هغه ڪې دننه روحاني قوتونه په حرڪت راځي او د حالاتو په ڪنټرولولو ڪې مرسته ڪوي.
۳۲– د ستونزو پر وخت خدای تعالیٰ ته رجوع وڪړئ او پرلپسې مرسته ترې وغواړئ تر څنګ يې خپله هم هڅه وڪړئ، چې ستونزې حلڪړئ.
۳۳– ګټور، رغنده او مثبت افڪار په روح ڪې لوړوالی راولي، ڪله چې له روحاني پلوه لوړ او قوي اوسئ، نو پرېڪړې به مو هم لوړې وي.
۳۴– منفي خبرې ڪول پرېږدئ؛ ځڪه منفي خبرې منفي افڪار پيدا ڪوي او منفي افڪار ناڪامي زېږوي، هېڅڪله هم منفي خبرې په ژبه مهراوړئ د خپلو خبرو اترو له لارې يې لرې ڪړئ.
۳۵– په یاد مو وي، چې افڪار، نظریات او د ژوند فلسفه زموږ په مغزو ڪې د بریا یا ناڪامۍ تخم ڪري، د مغزو په ځمڪه ڪې چې هر څهوڪرو، هغه به رېبو.
٣۶– مثبتې خبرې درڪې د ايمان او باور قوت پیدا ڪوي، دا قوت درسره لویو بریاوو ته په رسېدو ڪې مرسته ڪوي.
۳۷– ناسم او منفي افڪار د انسان درون ګونګی ڪوي، ځان ترې وژغورئ.
۳۸– په رښتينو، حقيقي او ژورو هیلو ڪې ډېر قوت وي. خپل باور قوي ڪړئ، خپل ځان ته ووایئ: زه وړتیا لرم، زه يې ڪولای شم، خامخا یېڪولای شم.
۳۹– قوي او پوخ ایمان بدن روغ ساتي، ڪوم خلک چې په ځان ڪې د باور قوت ساتي، پر وړو ناروغيو سربېره له لويو ناروغيو هم خونديپاتې ڪېږي.
۴۰– ښه افڪار پر ژوند غوره او بد افڪار بد اغېز ڪوي. ڪه روح او ذهن مو له بدو افڪارو او ګناهونو پاک شي، نو بدن به مو روغ او سالموي او ڪه روح مو ناروغ شي، نو تاسو به هم ناروغېږئ.
۴۱– پر انسان ډېری ناروغۍ د منفي افڪارو له امله حمله ڪوي، د انسان فڪر لومړی او بدن يې وروسته ناروغېږي. ناروغۍ لومړی روانيوي او وروسته بدني ڪېږي.
۴۲– ښه ذهن، ښه افڪار او ښه چلن د روغ بدن ضمانت ڪوي، ڪه تاسو ډاډمن او خوشحاله واوسئ، نو ارامه به وئ او د دې ارامتیا له املهله ناروغیو هم ژغورل ڪېږئ.
۴۳– ڪه غواړئ، یوه ناروغی درته رانشي نو درې څيزونه (بدن، ذهن او روح) پاک ڪړئ.
۴۴– هر ماشوم له مثبت فڪر سره نړۍ ته راځي، په منفي افڪارو لرونڪو ڪورنیو ڪې ماشوم د لويانو له منفي ڪړنو او خبرو اغېزمنېږي او پهځان ڪې منفي افڪار پیدا ڪوي.
۴۵– نويو څېړنو دا خبره ثابته ڪړې، چې ڪه انسان منفی افڪار او چلن بدلول غواړي، نو دا ڪار کولای شي. انسان د منفي افڪارو پهپرېښودو د مثبتو افڪارو د خپلولو بشپړه وړتيا لري.
۴۶– منفي افڪار انسان په بېلابېلو ذهني او بدني ناروغيو اخته ڪوي او په پای ڪې یې د ناڪامۍ، ماتې او تباهۍ په ڪنده ڪې اچوي.
۴۷– مثبت افڪار په انسان ڪی پوخ باور پيدا ڪوي، له هرې ستونزې سره په زغم مقابله ڪوي، په توپانونو او تیارو ڪې لار پخپله پیدا ڪوي اوهېڅڪله هم ماتې نه مني، هغوی په ڪاروبار ڪې تل بريالي وي.
۴۸– انسان باید ژر دا پرېڪړه وڪړي، چې آيا ڪړنې يې سمې دي؟
۴۹– په ژوند ڪې چې هرڪله د تېروتنې احساس وڪړئ، ژر ترې مخ واړوئ او د ښۀ ڪار پر لور را وگرځئ، خپلې تېروتنی اصلاح ڪړئ.
۵۰– څوک چې باوري ژوند تېروي په حقیقت ڪې همدا ڪس بریالی دی، په شتمنۍ ڪې هغه عزت نه شته، چې له غوره موخې سره په مینه اولېوالتيا ڪې وي، ستر هغه دی چې ستر ڪارونه ڪوي، هغه نه دی چې یوازې پیسې ګټي.
۵۱– څومره چې له نورو سره نېڪي او مهرباني ڪوئ یا نور له تاسو سره نېڪي او مهرباني ڪوي همدومره خوښي ترلاسه ڪوئ او ذهن موارامېږي.