هر انسان د خپل وجود داخل یو قضايي حس لري که څه هم داستونزمن کاردی چې دخپلو اندروني فطرتونو اړوند دې نور خلک خبرشي مګر حداقل باید یو انسان د خپل وجود داخل په دا ډول فطرتونو باندې غور وکړي او دخپلې هوساینې ،پرمختګ او خوښ ژوند د ګراف نابرابرۍ ورغوي.
مونږ د خپل وروسته پاتې والي فکتورونه اکثر بهر لټوو مګر دا هیروو چې ځینې ستونزې مو لاهم په اندرون کې نا تشخیصې پاتې زه له بی شمیرو ستونزو یواځي لس هغه مثالونه یادوم چې اکثر عام دي
لکه:
1-مونږ اکثر خپله ستونزې ایجادوو او بیا په همدې ستونزو کې د ځان د لاسه ورکولو پروسه مخ ته وړو!
2-مونږ اکثر وخت خپل ځان له نورو سره مقایسه کوو او بیا پر همدې بنا د خپلو شتو قدر هیروو او د نورو په شتو خپل دکمي شکایتونه راسپړو!
3-مونږ له خپلو وهمونو،ویرې ترس سره مخامخ کیدل نغواړو تل هڅه کوو هغه څه وښایو چې خلک راضي ووسې!
4- مونږ د زیرک کار پرځاي تل سخت کار کوو
5- مونږ اکثر خپل ځان پوه ګڼو او مشورې کمې اورو!
6-مونږ لنډمهاله موجوده هدفونه ترلاسه کوو مګر د راتلونکي اوږدمهاله فرصتونو لپاره هڅه نکوو!
7- مونږ پرته له کتابونو لوستلو تل ادعا کوو چې زیات پوهیږو!
8- مونږ تل هڅه کوو د خپلو نقایصو ملګري ولرو!
9-مونږ غواړو غښتلي زیات ووسواو مهربان کم!
10- او بالاخره مونږ خفه یو چې هیڅ هم زمونږ پرخ وښه کیدونکي ندي.