پرته له شکه يو هغه لامل چې د ژوندانه کيفيت يا څرنګوالی ښه کولی شي، هغه د ټولنيزو اړيکو پرخوالی او پرمختګ دی. په هغه ټولنه کېچې د ډېری خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو اړيکې د لاسي موبايل او يا هم د انټرنېټ له لارې رامنځته کېږي، نو د دې ډول اړيکو دپياوړتيا او منظموالي ته ژوره کتنه او غور پکار ده.
په دې برخه کې د شته ستونزو د له منځه وړلو او حل لارو لپاره لاندې لارښوونې پلي کړئ:
۱– سلام اچول
هېڅوک د نه پېژندلو او نه معرفي کولو احساس نه خوښوي. که داسې برخورد له چا سره وشي، نو هغه د اړيکو د ټينګولو لپاره زړه نه ښهکوي. سلام اچول د دې ستونزې د هوارۍ لپاره ترټولو غوره لار ده. يو ساده سلام اچول او لاس ورکول يا روغبړ کول کولی شي چې د شکاو ناباورۍ فضا له منځه يوسي او د دواړو خواو ترمنځ د اعتماد چاپېريال رامنځته کړي. په همدې اساس د اسلام مبارک دين کې هم پهسلام اچولو ډېر ټينګار شوی دی.
۲– په خبرو اترو کې ګډون کول
هغه کسان چې غواړي د دوو يا څو کسانو ترمنځ د خبرو اترو په جريان ځان خبر کړي، غوره لار يې دا ده چې د هغوی په خبرو کې ګډونوکړي. ځيني کسان طبيعتا شرمېږي او تل يې هڅه وي چې د خبرو کولو او بحث څخه ځانونه لرې وساتي. که دوه خواې د خبرو د پيللپاره لېوالتيا ونه لري، نو اړينه ده چې بل اړخ بايد لاس پکار شي. د صميمي مکالمې د پيل لپاره لاندې ساده جملې کارولی شئ: (څه حاللرې؟)، (په دې اړه څه فکر کوې؟)…
۳– داوطلب کېدل
ځيني کسان دا غوره ګڼي چې کښېني او د نورو د فعاليتونو ليدنه وکړي. خپل ځان ته مو وخت ورکړئ ترڅو وړتياوې مو څرګندې شي، پهداوطلبانه ډول ټولنيزو فعاليتونو کې ونډه واخلئ او په هر کار کې چې تخصص يا وړتيا لرئ؛ په جرئت سره ور ودانګئ.
۴– مشوره وغواړئ
ډېری وخت، زياتره مغرور (کله شخه) خلک په همغه لاره ځي؛ چې خپله يې فکر کوي، سمه ده. خو د يو تجربه لرونکي همکار، کورنۍ او پهاړينو حالاتو کې د يو مشاور څخه مشوره غوښتل؛ کولی شي چې تاسو ته يوه ښه او روښانه لاره دروښيي، ترڅو هېڅکله په خپلو کړنوپښېمانه نه شئ.
۵– ډلو يا ګروپونو سره اړيکې پيدا کړئ
د مختلفو ټولنيزو ډلو سره يوځای کېدل، کولی شي چې ټولنيزې اړيکې مو پياوړې کړي.
د بېلګې په ډول، خيريه ټولنې، د چاپېريال ساتنې بنسټونه، علمي، ادبي، کلتوري، ورزشي، هنري او داسې نور ګټور بهيرونه.
۶– خپلې دښمنۍ مو په دوستۍ واړوئ
يوه مشهوره وينا ده چې وايي: د يو دښمن لرل ډېر او د زرو ملګرو لرل کم دي. په همدې اساس څومره چې کولی شئ خپلې دښمنۍ پهدوستۍ واړوئ. د ډېری اختلافاتو لامل ښايي يو عادي سوء تفاهم وي، چې په بښنې غوښتلو او يا هم په يوې وړې ډالۍ سره یې پهدوستۍ اړولی شو.
۷– مودبه واوسئ
خلکو سره ستاسو برخورد او کړنې، د هغوی په ذهن کې ستاسو د شخصيت په انځورولو ډېر اغېز لري. له يو دوستانه خدمت څخه وروستهيوه ساده (مننه) کولی شي چې ستاسو د ملګرتيا مزي لا غښتلي کړي. هېڅکله د مودبانه جملو له ويلو څخه ډډه مه کوئ، حتی تر ټولونږدې ملګري يا ملګرې ته مو.
۸– خوشبين واوسئ
په معمول ډول هرڅوک ځانته ځانګړی ښه ليد (خوشبينه) يا منفي ليد (منفي بين) شخصيت لري. هر څه ته له مثبت اړخ څخه وګورئ، ددې خبرې مانا دا نه ده چې که يو څه منفي يا غلط هم وي؛ تاسو دې ورته سم ووايئ. مثبت ليد ولرئ.
۹– په زير سره لیدل وکړئ
زمونږ په شاوخوا کې تل هرڅه د بدلون په حال کې دي. کله مو چې يو ملګري ته واياست، چې تغيير شوی يې، وېښته دې ښايسته يا ډېرشوي او څومره ښه درسره ښکاري؛ نو هغه ته خپله مينه او علاقه څرګندوئ. د تغييراتو د ليد لپاره زيرتيا يا دقت ډېر ارزښت لري.
۱۰– رښتيني واوسئ
د ټولنيزو اړيکو په پياوړتيا کې هېڅ څه نشي کولی چې د رښتينولۍ يا صداقت په څېر ستاسو اړيکې غښتلې کړي، يو کوچنی دروغښايي ستاسو په اند ډېر عادي وي؛ خو کولی شي چې ډېر لوړ اعتمادونه په بې اعتمادۍ واړوي.