دا فکر وکړئ چې څنګه زه يو شخصيت جوړېدلې شم؟
مونږ په ټولنه کې دوه قسمه خلک لرو; يو هغه چې کومه نيمګړتيا ورپه ګوته کړاې شي, نو هغوي ځانته شي او په دې فکر کوي چې ماتهيې ولې؟ پېغور راکړ , زه يې ولې ؟ ورټلم , کمترۍ احساس کوي , دا ډول خلک په ژوند کې به هيڅکله بريالي نشي او شخصيت يې تاوانيشخصيت بلل کيږي .
دوهم : هغه خلک دي چې په پېغور ورکولو او دنيمګړتيا په ورښودلو سره خوشحاله کيږي , هغوې فکر کوي چې دا می ريښتنې دوست دی, ماته يې خپله نيمګړتيا را په ګوته کړه , هغوې په هغه نيمګړتيا چې دوې يې لري داصلاح په فکر کې شي , خپلې غلطۍ دختمولو لپاره هڅهاو کوشش کوي ترڅو دوي څخه سالم شخصيت جوړ شي او ټولنې ته په عالي شان سره ښکاره شي .
دا ډول خلک ګټونکي او تل دښه شخصيت درلودونکي دي .
په ياد ولرئ , خپل ځانونه په دوهم ډول خلکو کې راولئ او له هغه چا مه خفه کيږئ چې تاسو کې موجودې نيمګړتياوې در په ګوته کوي .
خپلې نيمګړتياوې مو اصلاح کړئ او له ځانونو څخه ښه شخصيت جوړ کړائ.
ستاسو کړه , وړه ستاسو شخصيت په ګوته کوي , هڅه وکړئ چې خپلې کړنې مو مو مثبت لوري ته سېده کړئ .
#هڅونه