دا کتاب د پاکستان د پوځ یو جنرال محمد یوسف لیکلی دی، هغه په ۱۹۸۳ کې برید جنرال او په کوټه کې د لوا مشر شو، همدغه کال کې د پاکستان د ای اس ای مشر جنرال اختر عبدالرحمان د جنرال ضیاالحق په په موافقه جنرال یوسف ته د «افغان بیرو» مشرۍ ور تر غاړې کوي.
د افغان بیرو دنده دا وه چې د روس ضد مقاومت تاکتیکي ملاتړ وکړي او هغه د ای اس ای د مشر جنرال اختر تر مستقیم لاس لاندې دنده ترسره کوله.
دا کتاب تر دې مخکې د تلک خرس په نامه پاړسي ته ترجمه شوی و، خو هغې ژباړې ډېرې نیمګړتیاوې درلودې، د وخت او زمان په خاطر اول بشپړ نه و ژباړل شوی او نور هم د شرایطو تر تاثیر لاندې یې ژباړه شوې وه.
دا کتاب تازه تکړه ليکوال فردوس کاوش په ۵۵۰ پاڼو کې پاړسۍ ته ژباړلی دی.
جنرال یوسف دا کتاب په داسې وخت کې لیکلی او خپور کړی دی چې د ډاکټر نجیب د حکومت وروستي کلونه و او پاکستان ډاډه و چې روسیې ته یې ماته ورکړې ده او پوځونه یې له افغانستان څخه وتلي دي. دا داسې وخت و چې نور پاکستان نشوای پټولی چې د افغانستان له جهاد یې ملاتړ ندی کړی او بلکې په دې یې ویاړ کاوه چې ددوی د مرستې په نتیجه کې د نړۍ یو ابر قدرت ماته خوړلې ده. که پاکستان پوهېدای چې داسې وخت به راځي لکه دا اوس چې راغلی دی او افغانستان بیا نظام لري، مستقل پوځ لري او اداري سیستم لري او دغه وخت کې پاکستان له طالبانو ملاتړ کوي او په دغه کتاب کې داسې کېسې شته چې د افغانستان په اړه د پاکستان له نیت او ارادې موږ خبروي او له دې نیت څخه یې خبريدل ددې باعث کېږي چې افغانان د پاکستان اصلي څیره وپيژني، نو هیڅکله به یې اجازه نه وای ورکړې دا دا کتاب چاپ کړي.
پدې کتاب کې د پاکستان د ای اس ای د افغان بیرو مشر ټول هغه داستان چې څنګه یې مجاهدین روزل، څنګه یې کمپونو کې ځای په ځای کول، بیا یې څنګه دوی تجهیزول او جهادی روحیه یې پکې پياوړې کوله په جزییاتو غږیږي. جنرال یوسف پدې هم خبرې کوي چې دده زیات وخت په دې مصرف شوی دی چې جهادي مشران دې ته قانع کړي چې په ګډه د کابل حکومت په ضد عملیات وکړي تر څو ښه نتیجه ترلاسه شي او دی دا مني چې په دې کار کې پاتې راغلی دی او هر تنظیم هڅه کوله چې په مستقلانه توګه عملیات وکړي او بیا وویاړي او موږ سره یې نمبرې زیاتې شي.
هغه پدې کتاب کې په جزییاتو بیانوي چې د افغان جهاد لپاره پيسې امریکا او سعودي عربستان ورکولې او پدې پیسو یې له مصر، چین او ترکیې وسلې او بمونه اخیستل او حتا ترکیې، سویس، بریتانیا، هند او اسرائیلو هم هم وسلې ترلاسه کړي دي. هغه وايي کله چې د اسرائیلو په وسلو بار بیړۍ کراچۍ بندر ته راغله موږ سخت وویریدو چې که له دې رازه د مجاهدینو مشران خبر شي چې اسرائیل د دوی جهاد سره مرسته کوي دا به د مجاهدینو په مشرانو بده ولګېږي، خو په ډېر مهارت یې دا موضوع د هغوی څخه پټه وساتله. اسرائیل په هغه وخت کې د افغان جهاد مهم حامي و.
جنرال یوسف پدې کتاب کې وايي د جنرال اختر عبدالرحمان، افغان جهاد ته یوه ستراتیژي جوړه کړه چې نوم یې و په زرو ټپونو قتل، هغه دا ایډیا د لرغوني چین څخه کابي کړې وه، په لرغوني چین کې به یې مجرم تر ونې پورې وتاړه او واړه واړه ټپونه به یې ورکول او له لسګونو ټپونو او شکنجې وروسته به مجرم ومړ. دی وايي اختر عبدالرحمان ورته ویلي و چې د افغانستان حکومت په جبهه یي جنګ نه چپه کېږي، تاسې باید اول د برق پايي والوځوی چې د ښارونو خلک په تیاره کې پاتې شي، پلونه پلچکونه والوځوی چې حکومت یې بیا جوړ نشي کړای، په ښارونو کې بمونه والوځوی، په دولتي مامورینو هدفي بریدونه وکړی، پیلوټان او مهم کادرونه یې ووژنی، ښار کې بمونه والوځوی او داسې زیات ټپونه ورکړی چې خلک په تنګ او بلاخره د حکومت په ضد راپورته شي او یا مهاجرت وکړي او یا مجاهدینو سره همکاري وکړي.
د هغه په وینا دغه ستراتيژۍ ډېره کامیابه وه، حکومت مو ورخطا کړی و.
هغه په پدې کتاب کې د تنظیمونو د مشرانو د چلند، د هغوی د علاقې او تمایلاتو او د امریکا سره د روابطو او دغه راز د افغانستان له جهاد څخه د امریکا د ملاتړ د انګیزې په اړه جالب ټکي راسپړي. مثلا د امریکا د کانګرمین سناتور ویلسن کېسه کوي چې څنګه یې د افغانستان جهاد څخه ملاتړ کاوه او حتا د خوست ژورې سیمې ته چې د حقاني تر کنترول لاندې وه، سفر کړی و. هغه واي امریکایانو په پوره شوق د جهاد ملاتړ کاوه تر څو وکولای شي په ویتنام کې د امریکا د ماتې غچ واخلي، دده په وینا امریکایانو سخته علاقه درلوده چې دا جهاد کامیاب شي او او جنرال ضیاالحق به موږ ته ویل چې کابل کې اوبه باید ورو ورو په جوش راشي او ټوله ځمکه پرې سور اور شي.
لنډه دا کله چې دا کتاب لولې نو پوهېږی چې هم همدا کېسه اوس هم روانه ده، امریکایان وځي، طالبان د فتحې خوبونه ویني، هدفي وژنې کوي، ښارونو کې بمونه الوځوي، بي اتفاقي رامنځته کوي او بالاخره طالبان لکه مجاهدین په کابل مسلطوي. هر هغه څوک چې د اوسني او د نجیب حکومت ترمنځ د مقایسې تحلیلي فکر ونلري ددغه کتاب له لوستو وروسته یو حالت سره مخ کېږی چې ګني تاریخ کټ مټ تکراریږی.
داکتاب باید ځوانان، په تېره پوځي زدکوونکي حتما ولولي.
دا سمه ده چې پېښې تر ډېره سره ورته دي، خو د نجیب او اوسني وخت ترمنځ ډېر زیات تفاوت هم شته.
هغه وخت زموږ پوځ د جلب او احضار په اساس بشپړیده او په زوره د مکلفیت دورې عسکري پرې کېده او هغه سرتېري چې په زور راوستل شوي و د جنګ لپاره يې انګیزه نه درلوده، خو اوس زموږ ټول پوځ داوطلب دی.
بل، هغه وخت موږ خصوصي سکتور نه درلود، حکومت مجبور و د کوپون له لارې ټولو خلکو ته تیل، اوړه او غوړي ورسوي، خو اوس خصوصي سکتور دومره قوي دی که پاکستان لاره بنده کړي یو تجار کولای شي ټول افغانستان ته اوړه ورسوي.
دغه راز هغه وخت خلکو د نظام سقوط نه و لیدلی، فکر یې کاوه که نجیب لرې شي نو اسلامي خلافت به راشي او هر څه به جوړ شي او مجاهدین به د عمر بن عبدالعزیز خلافت راولي، خو اوس برعکس د ولس پر وړاندې دا نظام د سقوط بده تجربه پرته ده او ویره لري که خدای مه کړه نظام سقوط وکړي چېرته به لاړ شي او بیا هغه در په دري نه غواړي.
بل هغه وخت کې شوروي اتحاد چې د افغانستان د حکومت ملاتړی و، خپله ړنګ شو او نړۍ امریکا ته پاتې شوه او امریکا غوښتل په هرډول چې وي کمونیستي رژیم ړنګ کړي، خو اوس امریکا وتلې ده او لکه شوروي اتلس ټوټې شوې نده او لا هم خپلو مرستو ته دوام ورکوي او بین المللي ټولنه هم ځان ژمن بولي چې افغانستان کې نوې لاسته راوړنې وساتي.
که دا کتاب ولولی. له ډېرو جالبو کېسو به خبر شی او د تېر تاریخ لوستل د راتلونکی لپاره موږ ته ښه فکر راکولای شي چې بیا هغه اشتباهات تکرار نه کړو.