خوب ګټې او څومره خوب باید وکړو/ نصیر احمد شینواری

۱خوب:

خوب یو مهم کار دی چې اکثرا له پامه غورځول شوی دی،خوب د هر شخص د عمومي روغتیا او هوساینې جز دی.

خوب یو طبیعي تکراري حالت دی چې ذهن او بدن اراموي. په عامه اصطلاح خوب د سترګو پټولو ته واېي، خو په اصلي معنی خوب دذهن او بدن ارامښت ته ویل کیږي.

منظم او په خپل وخت پوره خوب د ورزش او عذایي رژيم په اندازه مهم دی.

خوب په ورځيني ژوند کې یو ډير مهم جز دی الله ج هم د خوب په اړه قرانکریم موږ ته فرمایلي

په آيت کریم کې الله ج فرمایي:

(وَجَعَلْنَا نَوْمَكُمْ سُبَاتًا)

ترجمه: او ګرځولی دی خوب ستاسو د ارامۍ لپاره

۲د خوب ډولونه:

په عموم کې خوب دوه ډوله دی

ـ ناڅاپي سترګې پټول زیاتره هغه خلک چې بې پروا او ډارن وي دغه خوب کوي

په ځنډ سترګې پټول زیاتره هغه خلک چې ډیر جدي، ستونزو سره لاس او ګریوان، ځیرک او وخت ته تابع دار وي دغه خوب کوي

آیا خوب نور ډولونه هم لري؟

غفلت خوب: د کار، مجلس او درس وخت کې خوب

بد بختۍ خوب: د لمونځ په وخت کې خوب

لعنت یا فیلوله: د لمر خاته په وخت کې خوب

عذاب یا عیلوله: د سهار لمونځ نه تر لمر خاته پورې خوب

راحت یا قیلوله: د غرمې خوب

رخصت: هره شپنی خوب

حسرت: د جمعې شپې خوب

۳د خوب ګټې:

خوب د هر انسان لپاره ډير مهم جز دی څوک چې منظم او پوره خوب کوي تل خپلو کارونو کې بریالی او چالاک وي او هغه څوک چې بېخوبي کوي د ډير ستونزو او سرګردانیو سره مخ وي.

ـ خوب د بدن معافیتي سیستم ته وده ورکوي

ـ خوب زړه قوي کوي

ـ خوب د انسان مزاج برابروي

ـ خوب د انسان جنسي قوت زیاتوي

ـ خوب حافظه قوي کوي

ـ خوب د ژور خفګان څخه مخنیوي کوي

ـ خوب د کنسر مخه نیسي

ـ خوب د وینې غوړ کنترول کوي

خوب مخ روښانه کوي

خوب سترګې له پړسوب څخه ساتي

خوب دماغ دې ته برابروي چې انسان په خپلو ورځېنیو پریکړو کې دقیق ووسي

ـ خوب د انسان هضم سیستم قوي کوي

ـ خوب د معدې د پړسوب مخنیوی کوي

۴بې خوبي یا کم خوب:

کله چې انسان په منظم ډول او پوره خوب ونه کړي دغه حالت ته بې خوبي ویلی شو. موږ څنګه کولای شو چې بې خوبه شخص وپيژنو؟

ـ د فعالیت په وخت کې یې خوب وړي لکه موټر چلول، دوکانداري کول، درس ویل او نور…..

د ورځې په جریان کې د موقع په لټه کې وي ترڅو لږ خوب وکړي

ـ مزاج یې سم نه وي

ـ يو کار یا یو څه ژر ژر هیروي

د بې خوبۍ له امله انسان ته کومې ستونزې پيداکیږي؟

د حافظې کمزوري

ـ په ژور خفګان اخته کیدل

د معافیتي سیستم کمزوري

ـ بدن سست والی

وزن له لاس ورکول

د سترګو خرابیدل

مخ پوستکی خرابیدل

د بې خوبۍ لاملونه څه دی؟

ذهني فشار

د ورځيني ژوند په اړه اندیښنې

ډير سفر کولای شي

ماښام ناوخته ډوډۍ خوړل

تلویزون او موبایل سکرین ته د شپې لخوا لیدل

ډير درمل خوړل

د شپې لخوا داسې موضوعات بحث کول چې د غصې لامل کیږي

ـ د شپې لخوا په ورک شوي شیانو پسې ګرځيدل

۵ډير خوب کول:

په دوامداره توګه ډير خوب کول د ډيرو ناروغیو سبب کیږي چې د انسان ژوند له ستونزو سره مخ کوي

ـ شکرې ناروغي

ـ زړه ناروغي

ـ ډير وزن اخیستل

د بدن تودوخه لوړیدل

څنګه کولای شو چې ښه او ارامه خوب وکړو؟

د خوب لپاره شپه انتخابول

هر عمر لروونکی باید په خپله اندازه خوب وکړي

ـ د خوب لپاره ارامه ځای انتخابول

نرم او پوست ځای انتخابول

د خوب لپاره د تور او تور ته ورته رنګه شیان انتخابول

په ښې اړخ بیدیدل

په اوادسه کې بیدیدل

ډيره ډوډۍ نه خوړل

۶د خوب وختونه:

د خوب لپاره غوره وخت شپه ده الله ج په قرانکریم کې فرمایلي:

(وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ لِبَاسًا وَالنَّوْمَ سُبَاتًا وَجَعَلَ النَّهَارَ نُشُورًا)

ترجمه: دا هغه ذات دی چې ویې ګرځوله شپه ستاسو لباس، سکون او ارامښت لپاره او یې ګرځوله ورځ د کار لپاره

په بل آیت کریم کې الله ج فرمایي:

(فَالِقُ الْإِصْبَاحِ وَجَعَلَ اللَّيْلَ سَكَنًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ حُسْبَانًا ۚ ذَٰلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ)

ترجمه: الله ج سهر راوویسته او شپه یې د ارامښت لپاره پيدا کړه لمر او سپوږمۍ یې شمیرولو لپاره پيدا کړه الله ج عزیز او عالم ذات دی

آیا بغیر له شپې بل وخت کې خوب کولای شو؟

کله چې انسان ناروغ وي کولای شي چې بغیر د شپې هم خوب وکړي او یا که انسان د شپې لخوا کار کوي نو مجبور دی د ورځې خوبوکړي.

نبي کریم ص به کله کله غرمې خوب کولو چې دغه خوب ته قیلوله هم ویل کيږي

نبي کریم ص فرمایلي:

(عَنْ سَهْيل بْن سَعْدٍوَمَا کُنَّا  نَتَغَدًی، وَلاَ نَقِیلُ اِلاَ بَعْدَ الٌجُمُعَةِ)

ترجمه: سهیل بن سعد رض فرمایلي چې موږ به د غرمې خوب د ډوډۍ او جمعې ورځې لمونځ کولو وروسته

۷هغه وختونه او ځایونه چې هلته باید خوب ونشي

ـ د سهار لمونځ څخه وروسته

د مازدیګر لمونځ څخه وروسته

د لمونځ کوونکي مخ ته

روان موټر کې

په مجلس کې

په کور کې یوازې

۸څومره خوب باید وشي

د هر عمر لروونکي لپاره په هماغه اندازه خوب کول پکار دي ډير زیات او کم خوب کول د ډيرو ناروغیو سبب کیږي

ـ ماشومان چې ۳ میاشتني وي باید د ۱۴۱۷ ساعته خوب وکړي

ـ ماشومان چې تر یو کلن وي باید ۱۲۱۵ ساعته خوب وکړي

ـ ماشومان چې تر دوه کلن وي باید ۱۱۱۴ ساعته خوب وکړي

ـ ماشومان چې تر ۱۳ کلن وي باید ۹۱۱ ساعته خوب وکړي

ـ تنکي ځوانان چې تر ۱۷ کلن وي باید ۸۱۰ ساعته خوب وکړي

ـ ځوانان چې تر ۳۰ کلن وي باید ۷۹ ساعته خوب وکړي خو د ځينو ضرورتونو په اساس که ۵۶ ساعته خوب وشي هم کافي دی او کلهچې ناروغ وي تر ۱۰ ساعته خوب ته ضرورت لري

ـ سپين ږیري چې تر ۶۵ کلن وي باید ۷۸ ساعته خوب وکړي

ـ حامله ښځه چې حمل یې ۳ میاشتو ته رسیدلی وي باید ۹۱۰ ساعته خوب وکړي

خوب د انسان لپاره یو مهم جز دی.

خپل خوب مو منظم او پوره کړﺉ.

خپل خوب په نورو کارونو مه خرابوﺉ.

خوب مو د سالمې روغتیا سبب کیږي.

Scroll to Top