د توهین/رټل ضد مینه ده
ټول والدین غواړي چې بچیان یې چالاکه، جرئتمند او جرار اوسي خو!
د ځینو مشرانو بغیر له توهین نه هېڅ نه دي زده، د دې پر ځای چې یو ځوان تشویق کړي توهینوي یې؛ دغه توهین/رټنه په مقابل طرف ډېر زیات منفي تاثیر کوي چې آېنده کې د همدې رټلو له وجهې هېڅ نشي کولای چې په خپل ژوند کې پرمختګ وکړي.
ډېری وختونه له بچیانو/کارکوونکو داسې یو کار وشي، چې هغې سره موږ عکس العمل ښکاره کوو مثلاً: جیک، ګېلاس او یا هم پیاله ترې سهواً/قصداً ماته شي؛ نو مقابل طرف موږ په دې معمولي کار سره دومره تهدیدوو(رټو) چې هغه خپل جرئت له لاسه ورکوي نه بیا په کور کې ښه په ډاډه زړه خبرې/کار کولی شي او نه په نورو ځایونو کې د زړه له خلاصه کار کولی شي او له دې سره د هغوی شخصیت ته صدمه/زیان رسېږي. خو بل العکس که همدغه کار له موږ څخه خپله وشو بیا هېڅ خبره نه وي که بل څوک راته غوصه کېږي/شي هم موږ پرې تېز بازي کوو.
په دومره اندک/معمولي غوصه باندې موږ د هغوي عمر ور خراب کړ، چې نه په مکتب کې جګېدلی شي او نه په نورو مجالسو/غونډو کې د خبرو کولو توان لري. د دې پر ځای چې غوصه پرې وکړئ مینه ورکړئ، ښکل یې کړئ په سر ورته لاش را کش کړئ؛ تر څو مو بچیان او یا نور کوم کارکوونکي چې درسره دي جرئتمند راشي او خپل کارونه/خبرې ښه په ډاډه زړه وکړي.
که غواړئ چې کورنۍ، کلي، ولایت او په کُل کې د هېواد په نماېنده ګۍ درته ویاړونه راوړي؛ نو ځوانان مو تشویق کړئ د درسونو تر څنګ ورته په هغه کار کې چې دغه ځوان په کې وړتیا لري زمینه مساعده کړي.
په دومره کوچنۍ مینې ورکولو سره مو چې ماشومان جرئت پیدا کوي او په ښوونځي او ورته نورو ځایونو کې ښې نمرې ترلاسه کوي.
نو ولې یې رټو/توهینوو؟