تاریخ او اوښکې / لومړۍ برخه || ډاکتر مبارک علي – ژباړه: یاد

تاریخ او اوښکې / لومړۍ برخه || ډاکتر مبارک عليژباړه: یاد

د تاریخ علم اوس یوازې تر سیاست، کلتور او تمدنه محدود نه دی، بلکې د دغه علم د څېړنې ساحې ته انساني احساسات هم داخل شويدي. اوس دا ادعا کېږي چې د انساني احساساتو او عواطفو تاریخ هم لیکل کېدای شي. یو وخت داسې فکر کېده چې په تاریخي بهیرکې انساني احساسات او عواطف چندان ارزښت نه لري، خو اوس نویو څېړنو دا ثابته کړې چې دغه توکي د انساني ټولنې په تشکیل کېپراخه ونډه لري. خو لکه څنګه چې تاریخ له وخت سره بدلېږي، همداسې د انساني احساساتو او عواطفو په اړه معیارونه هم ورسرهبدلېږي. یو وخت به انسانانو د خپل عواطف، احساسات او د هغوی شدت نه پټاوه او که به خفه یا خوشحاله و، د دې اظهار به یې کاوه. کهبه یې اوښکې تویولې د خلکو په مخ کې به یې له کوم شرم او خجالت پرته خپل احساسات څرګندول. په دې خاطر که یوازې پر اوښکوڅېړنه وشي، نو د تاریخ په لړ کې د انسانانو د چلندونو په اړه به حیرانونکي کشفیات وشي.

د انسان اوښکې هله څاڅي چې یا ډېر په خفګان او تکلیف کې وي یا ډېر زیات خوشحاله وي. په دې خاطر اوښکې په انساني ټولنه کېډېر ارزښت لري او زیاتره شاعرانو اوښکې ان له مرغلرو سره تشبیه کړي دی. ښايي همدا لامل به و چې کله به روميانو د چا پر مړینهتعزیت کاوه، نو په وړو بوتلونو کې به یې ورته خپلې اوښکې وړاندې کولې او دغه اوښکې به غمجنې کورنۍ د یادګار په توګه ساتلې.

زموږ په ټولنه کې که څه هم د سړو لپاره اوښکې تویول د شرم او بې‌زړه‌توب نښه بلل کېږي، خو داسې مناسبتونه هم شته چې اوښکې پرېتوېدلای شي. یو د انسان مرګ دی چې غم یې د انسان له توانه بهر وي او دویم د کربلا په شمول ځينې نور دیني مراسم دي چې کلهکیسه کېږي، نو خلک اوښکې بهوي او له اهل بیتو سره د مینې اظهار کوي.

این ونسټ بوفو پر دې موضوع یو په زړه پورې کتاب (د اوښکو تاریخ) لیکلی او په ۱۹۹۱ز کال کې چاپ شوی دی. په دې کتاب کېاروپایي ټولنه کې د اوښکو تاریخ لیکل شوی او هغه چلندونه په ګوته شوي چې وخت پر وخت بدل شوي دي. د دې کتاب مواد یې له هغوناولونو، شخصي یادښتونو او مینه لیکونو ترلاسه کړي چې خصوصاً په فرانسه کې د اتلسمې او نولسمې پېړۍ په لړ کې لیکل شوي دي. دې څېړنې په اروپايي ټولنه کې د اوښکو په اړه جالب کشفیات کړي دي.

لیکوالې لومړی دې ته اشاره کوي چې اوښکې پر خلکو کوم اغېز کوي، هغه دا دی چې لیدونکی خپله هم ترې اغېزمنېږي او په زړه کې یېچې کومه سختي وي، هغه نرمېږي. که په زړونو کې کرکه او دښمني وي، نو اغېز یې ختمېږي او دوه مخالفین سره نږدې کوي. په همدېتوګه که دوه مئینان اوښکې تویوي، نو دغه اوښکې یې نور هم سره نږدې کوي او مینه یې سره زیاتوي. په اوښکو کې دومره مینه او خلوصاو له همدې امله اومره اغېز وي چې نورو خلک هم اغېزمنوي او هغوی هم د اوښکو تویولو ته اړباسي.

ځینې خلک بیا د اوښکو له همدې ارزښته ناسمه ګټه اخلي او د دروغو یا مکر اوښکې تویوي. په دې توګه مقابل لوری تېرباسي او خلککار ترې اخلي، دغه اوښکو ته په انګریزۍ کې د تمساح اوښکې وایي چې ظاهري وي او هېڅ اخلاص په کې نه وي.

لیکواله وایي په فرانسه کې تر اتلسمې پېړۍ دا رواج و چې خلکو به تیاتر کې د غمجنې صحنې په لیدو ژړل او ویاړ به یې کاوه چې خلکوپه ژړا لیدل. د فرانسې د انقلاب پر وخت هم د خلکو په مخ کې اوښکې تویول عام وو او لامل یې دا و چې انقلاب هغه پخواني رواجونه اوارزښتونه ختم کړل چې خلک په کې بند وو. دا وخت انسانانو ځان آزاد احساسوه او څنګه یې چې احساس و، هغسې عمل یې هم کاوه.

خو د نولسمې پېړۍ په راتګ روایت دا شو چې خلک باید پر خپلو احساساتو برلاسي شي او د خلکو په مخ کې دې اوښکې نه تویوي. داځکه وشول چې ساینسي اختراعاتو او صنعتي انقلاب یو نوی کلتور پيدا کړی و چې اساس یې عقل پالنه وه او د احساساتو د ښودلوخلاف و. هغه وخت ویل کېدل چې احساسات انسان ښه کار نه شي کولای. صنعتي ټولنې داسې یوه شخص ته اړتیا لرله چې د کار پروخت خپل احساسات قابو کړي او په چوپه خوله خپل مسوولیت ترسره کړي.

په دې خاطر هغه وخت د اوښکو پر ضد یو خوځښت پیل شو او سختې نیوکې یې پرې وکړې. د تاریخ او ساینس په حوالو دا ثابته شوهچې ژړل بل او د شرم وړ کار دی. چارلس ډارون هم په یوه ځای کې لیکي: په بالغ انسان کې فزیکي یا بدني تکلیف دومره نه لوړېږي چېهغه دې اوښکو تویولو ته مجبور شي. نو انسان که متمدن وي او غیرمتمدن دا ورته بد ښکاري چې د خپل تکلیف له امله د نورو خلکو په مخکې وژاړي او غم څرګند کړي.

په دې توګه بالغو او خصوصاً نارینه ته د اوښکو تویول بې زړه توب او نامردي وبلل شوه. که څه هم اوښکې د دغه روایت له مخې ودرولشوې، خو دې اوښکو بیا هم د ماشومانو په ژوند کې مهمه ونډه ولوبوله. دا چې ماشومان په کوچني عمر  کې خپلې غوښتنې په ژبه نه شيراوړلای، نو په دې خاطر په چیغو او ژړا د خپلې خبرې منلو هڅه کوي. دې ته په کتو لیکواله وایي چې د ماشومانو اوښکې د هغویغوښتنه وي، خو که چېرې پرې عمل ونه شي، نو همدا اوښکې احکام کېږي. په دې خاطر ماشومان یوازې هله ژاړي چې څه غواړی دا چېماشومان هسې په دروغو اوښکې تویول او ځان په لانجه ککړول نه غواړي، نو څنګه چې په خبرو راشي، ژړا کموي، ځکه اوس خپله غوښتنهاو تکلیف د اوښکو پر ځای په ژبه ویلای شي.

په اوسنۍ معاصره زمانه کې د اوښکو ونډه نوره هم بدله شوې ده، بوفو دې ته په اشارې وایي چې د ښوونې او روزنې له امله اوس خلک پهخپلو احساساتو برلاسي شوي او د احساسات په ښودلو خلکو ته خپله کمزوري نه څرګندوي. که څه هم ښځې تر اوسه پورې اوښکېبهوي، په دې خاطر ضعیفه او حساسې هم ګڼل کېږي او وایي چې د اوسني دور د سختیو مقابله نه شي کولای.

ښځې او اوښکې

اوس د اوښکو له مخې په ټولنه کې د ښځې او نر شخصیت ټاکل کېږي، ځکه د وخت په تېرېدو روایت دا شو چې اوښکې تویول د ضعفنښه ده، او ښځه کمزوری ذات دی، نو خپلې اوښکې نه شي قابو کولای او د خلکو په مخ کې یا یوازېتوب کې ژاړي. ښځو هم له دې روایتهګټه واخیسته او اوښکې تویول یې د مقاومت د وسلې په توګه وکارول. ځکه په کومه ټولنه کې چې یوازې نر واکمن وي، هلته ښځې په خپلواوښکو سړي اغېزمنولای او خپل حقونه ترې غوښتلای شي. دې ته په کتو سړیو د ښځو اوښکې د هغوی مکر او فریب وباله او سختمقاومت یې ورسره وکړ. سړی داسې ګڼي چې ښځه یې ګني د دې اوښکو په وسیله په خپل جال کې بندوي، په دې خاطر د ښځو اوښکېتویول هېڅکله ونه ستایل شول. د ټولنې په قاموس (ډکشنري آف سوسایټي) کې چې پر اوښکو مقاله لیکل شوې، په هغې کې لیکوال وایي: (دا هغه وسیله ده چې ښځه پرې خپله بې وفایي پټوي او په مرسته یې خپل کشمیری شال ترلاسه کول غواړي، دغه وسله ښځه په بریالیتوبکاروي.)

په همدې خاطر ویل کېږي چې کومې ښځې ډېرې ژاړي، اوښکې یې قوت بایلي او بیا په سړیو اغېز نه کوي.

دا چې اوښکې د کمزورۍ نښه شوې، نو په دې خاطر سړیو تل هڅه کړې چې خصوصاً د خلکو په مخ کې اوښکې ونه څڅوي. ځکهاوښکې تویول ځان د ښځې او ماشومانو غوندې کمزوري ثابتولو په معنی وو. نو احساسات که هر څومره شدید وي، درد او غم که هرڅومره ډېر وي، انسان که هر څومره مجبور وي، په ژړا او اوښکو تویولو به یې نه څرګندوي.

په هند کې د سلطنتي دورې مشهور مورخ ضیاءالدین برني د بلبن یوه پېښه لیکلې چې کله د خپل زوی سلطان محمد شهید له مړینې خبرشو، نو په دربار کې یې دا خبر د خلکو په مخ کې دومره په صبر او استقامت واورېده چې هېڅ ډول احساسات او عواطف يې ونه ښودل،خو بیا چې یوازې شو، نو خپل احساسات یې قابو نه کړی شول او سخت یې وژړل.

زموږ د ټولنې سړي په مړو ژاړي، خو له دې پرته بیا خپلې اوښکې پټې ساتي، ځکه که وژاړي خلک ورته نه نارینتوب پېغور ورکوي چې دښځو غوندې ژاړي. د دې اوښکو له امله د ښځو او سړو ترمنځ توپير نور هم زیات شو او ویل کېږي چې ښځه له عاطفي پلوه ضعیفه وي،نو هغه ژاړي او سړی چې خپل احساسات قابو کولای شي، دا یې د قوت نښه ده، په دې خاطر تر سړي لوړ او افضل هم دی.

د دې نظریې له امله په ټولنه کې د اوښکو ارزښت کم شو او ورسره د ښځو ټولنیز موقف هم ښکته شو. یوه عالم همدې ټکي ته په کتو ویلي: (ښځه غم زغمي، عبادت کوي، په نېک عمل بوخته وي، خو سړی له خدایي احکامو تښتي. دواړه خپل جلا جلا کرکټرونه لري. ښځه د غمزغملو لپاره جوړه شوې ده او د سړي طبیعت دا دی چې غم سره مبارزه وکړي.)

اوسنۍ څېړنې وايي چې که انسان ډېر احساساتي وي، نو ښه دا ده چې اوښکې وبهوي، ځکه انسان که اوښکې وساتي، نو له دننه بهخراب شي. لکه څنګه چې وریځې را ټولې شوې وي او بیا وورېږي، نو موسم ورسره ښه شي. همداسې اوښکې هم د انسان له طعبیتيګرد پاکوي. اوس اوښکې څڅول کمزوري نه ګڼل کېږي، بلکې دا طبیعي عمل ګڼل کېږي چې د خوښۍ او خفګان پر وخت له سترګو راوځي. په دې خاطر ښځې دغه جرئت او همت لري چې خپل احساسات د اوښکو په تویولو ښکاره کړي. دوی اوښکې نه ودروي او خپلشخصیت نه مصنوعي کوي.

نو په دې خاطر ویلی شوو چې اوښکې څڅول طبیعي عمل دی او په ښځې او نر کې د دې اړوند هېڅ توپير نشته. دواړه غم او خوښياحساسوي او دا څرګندونه یې هم باید وکړي، خو د ټولنې رواجونه یې مخه نیسي. نو سړي هم باید له دغه مصنوعیت نه تېر شي او کهچېرې اوښکې څڅولو او احساساتو ښودلو ته اړ کېږي، باید پټ یې نه کړي.

Scroll to Top