موږه او تاسې په داسې یوې ټولنه کې ژوند کوو چې له ګڼو تصادماتو سره هره شېبه د مخامخ کېدو ویره لرو او شونې ده چې دا ناببرهچارې د انسانانو په ژوند ستر منفي اغیز وکړي.
دا منو چې باید هرې کړنې ته له وړاندې فکر او سوچ وشي، منفي او مثبت خوا وې یې وسنجول شي او بیا د اقدام په اړه پرېکړه وکړو،خو په ډېرو حالاتو کې بې ځایه اندېښنې ددې لپاره چې د یوې چارې د حل لپاره لاس په کارشو له کاروانه وروسته پاتې کېدلو سربېره دوخت بې ځایه مصرف به را څخه شوی اوسي.
استادان وایي چې اندېښنو سره هېڅ هم نه ترلاسه کېږي او نه هغه څه چې موږه یې غواړو په اندېښنې سره تغیر ورکولای شو بلکې همداوخت چې د یوه څه په اندېښنه یې تېره وو په حل لارو اوعملي اقدام که تېر شي باور دی چې له سترو زیانونه به ژغورنه شوي اوسي.
موږه او تاسې شکر الحمدلله مسلمانانو یو او په دې عقیده لرو چې څه د ستر رب له لوري مقرر شوي اوسي هغه ترسره کېږي، موږه باید دسبا په اړه هېڅ راز اندېښنه ونه لرو چې څه به کېږي هرڅه چې د رب خوښه وي هغه کېږي او بې ځایه اندېښنې به ورته نه کوو.
خو د یوه انسان په توګه دا هم باید په ځان لازمه کړو چې د ښو مسایلو او کړنو په اړه فکر کول موږه مثبت لوري ته بیايي او هغه چارېچې په اړه یې اندېښنه بې ځایه ده یواځې خپل وخت او روغتیا ته زیان رسولو پرته د بل څه شتون نه لري.
کوم وخت چې موږه او تاسې په اندېښنو تېره وو که همدا وخت په یوه سالم فکر او کار سره تېرو کړو نو باور دی چې ستاسې او د ټولنې دنورو وګړو د خوښۍ سبب به وګرځي.
د ارواپوهنې ډېری استادان په دې ټېنګار کوي چې بریالی انسان په نن ورځ فکر کوي تېر هېره وي،مثبت نقاط قوي کوي او له منفي څخهیې اجتناب کوي، همدا راز په روان حالت تمرکز کوي او راتلونکي په اړه خوشبینه وي.