اوچت الوت چې وکړې، څوک چې تا په کاڼو ول، هغوی تر تا نه در رسېږي، حتی ورېځې هم نشي ورېدلی چې وزرې دې لمدې کړي.
ځکه ته به له ورېځو هم اوچت شوی/شوې یې او د هېچا د سیوري لاندې به نه یې…
اسمان ستا حق دی، څومره چې کولای شې الوت وکړه او اوچت شه!
څوک چې ستا او ستا د اوچت الوت مخالف دي، د هغو خبرو ته نه، بلکې خپل الوت ته پام کوه. هغوی له ډاره حتی د کوټې تر ارتفاع الوت نشي کولای، ځکه تل په ځکمه دي او غواړي چې ستا مخه هم ونیسي.