۱– ستاسو ایمیلونو او پیغامونو ته ځواب نه وایي. که چېرې یې په ځنډ او یا څو ورځې وروسته ځواب درکړ نو دا د دې ښکارندوی کويچې تاسو ورته مهم نه یاست او د زړه له تله له تاسې سره علاقه نه ښیي.
۲– هېڅکله ستاسې خواته نه راځي او ستاسو احوال نه اخلي، هرو مرو ورته کوم ځانګړی جذابیت نه لرئ.
۳– تاسې سره له ستړي مشي او لاس ورکولو څخه ډډه کوي، که دا کار هم وکړي نو رڼه او زړه راښکونکې ستړي مشي به نه اوسي.
۴– تل ستاسو باورونه او خبرې په تمسخر اړوي او یوازې ستاسو د تحقیرولو او سپکولو اراده لري.
۵– مینه لري چې د زړه تنګۍ او د یواځیتوب پر وخت له تاسو سره خبرې وکړي او وخت درکړي هغه هم د دې لپاره چې خپل ساعتېریوکړي او خپل وخت درباندي تېر کړي.
۶– بخیل او تنګ نظری وي، نه غواړي چې تاسو دې پرمختګ وکړئ او یا ستاسو ښېګڼې دې څوک وستایي.
۷– په مهمو پرانست غونډو او د خوښیو په مجلسونو کې تاسې نه راغواړي.
۸– په هېڅ راز د راتلونکې لپاره کوم پلان نه لري او نه خوښوي چې له تاسو سره د دې په هکله خبرې وکړي.
۹– په معمول ډول نه غواړي چې ستاسو د ژوند کولو طرز او طریقې ته په ارزښت قایل شي.
۱۰– لېوالتیا نه لري چې له تاسو سره صمیمي شي، له احساسي پلوه ډېر کمزوري دي او د دې هیله نه لري څو ستاسو احساسات درککړي او توجه وکړي.
دغه ټولې نښې د دې ښکاندوی کوي چې مقابل لورې نه غواړي تاسو ته وخت درکړي او خپله لېوالتیا وښیي. نو تاسې ته هم اړینه ده چېیادې نښې جدي ونیسئ او خپل قیمتي وخت پر هغوی ځایه نه کړئ. د داسې خلکو په خوا کې واوسېږئ چې روڼ اندي او ښایسته وي اوستاسو ارزښت ورته معلوم او همدا ډول د هغوی په زړه کې ځانګړی ځای ولرئ.