تر اوسه مو له ځان سره فکر کړی، چې له ازموينې څخه مو د ډار لامل څه دی؟ او څنګه کولای شو چې په يوه ډاډمنه فضا کې ازموينه ورکړو؟
په دې اړه لومړی يو عمومي بحث:
متل دی چې وايي: د نن کار سبا ته مه پرېږدئ.
عموما د پوهنتون او ښوونځي ډیری زده کړیالان او زده کوونکي د هرې ورځې لوست نه زده کوي او نه ورته يو منظم مهال وېش لري، چې دا او دې ته ورته کړنې د دې سبب ګرځي چې کله ازموينې راورسیږي ذهني فشار/سټرېس یې پسې واخلي او په لوی لاس ځان په ذهني ګډوډۍ اخته کړي؛ نو د دې لپاره چې د ازموينو په ورځو کې هوسا و اوسو، پکار ده چې د هرې ورځې لوست په همغه ورځ زده کړو، تر څو بیا د ازموينو په شپو ورځو کې په ډېرې آرامۍ سره د اړوندو موادو په یو وار تکرار سره لوست زده او په هوسا توګه ازموينه ورکړو .
یوه بله موضوع چې ډېره اړينه ده ،که غواړئ چې په ازموينه کې ښې نومرې واخلئ یا په اړوند چپټر یا کتاب په ټوله مانا ځان ښه پوه کړئ؛ نو د هر اړوند چپټر یا کتاب سربېره باید لږ تر لږه يو يا دوه نور اړوند مأخذونه هم ورسره مطالعه کړئ، تر څو د يادې موضوع هيڅ اړخ ګونګ پاتې نه شي.
کورنۍ هم د خپلو اولادونو په برياليتوب او ناکامۍ کې ډېر مهم رول لري، ډیری کورنۍ خپل بچيان له نورو سره پرتله کوي او خپلو بچيانو ته د پېغور او طعنې په ډول نور زده کوونکي وريادوي، بغېر له دې چې د وړتيا تفاوت، شخصي لېوالتيا او امکانات په نظر کې ونيسي، د دوی دا کړنه د دې سبب ګرځي چې زده کوونکي د خجالتۍ او سپکاوۍ احساس وکړي او دا چې د کورنۍ دا غوښتنه په سمه توګه نه شي پوره کولای، په کراره کراره له زده کړې زړه توري کېږي.
زده کوونکي له ازموينې ولې ډاريږي؟
دغه عوامل ددې باعث کرځي چې زده کوونکي له ازموينې څخه وډار شي:
لومړی: د ښوونځي له خوا په زده کوونکو فشار راوړل.
دوهم: د کورنېو له خوا په زده کوونکو له حد نه زيات فشار راوړل او هر وخت له ازموينې د هغوى ډارول.
درېيم: د زده کوونکي د درس او مطالعې لپاره منظم او پرلپسې پروګرام نه لري.
څلورم: د زده کوونکو کورنۍ له ازموينو دمخه هغوى ته په منظمه توګه د درس پروګرام نلري.
څنګه کولى شو د ازموينې ويره او ډار کنټرول کړو؟
لومړی: منظمه او مسلسله مطالعه وکړئ:
سره له دې چې ټول پدې پوهيږي چې د ازموينو د شپې درس هومره ګټور نه وي لکه څنګه چې وړاندې منظم او د مهال وېش مطابق درس ويل شوى وي، ولې بيا هم اکثريت زده کړيالان او زده کوونکي دا کار کوي.
پکار ده له ا موينو دمخه منظم ورځنى مهال وېش ولرئ او ورځني درسونه وڅارئ، د ازموينو شپې ته د ټولو درسونو پرېښودل ستاسې د پريشانۍ او ډار باعث ګرځي.
دوهم: د ازموينو په دوران کې پوره خوب او ارام وکړئ:
د ازموينو په دوران کې د زيات درس ويلو له امله دماغ ستړي کيږي او بدن مو کافي استراحت او آرام ته اړتيا پيدا کوي، همدارنګه له خوب سره ذهن بيا تازه کيږي او د حفظولو لپاره تياريږي؛ نو که د ازموينې نتيجه مو ښه غواړئ پکار ده چې د خوب او آرام وخت مو منظم وي.
درېيم: مناسب خواړه وخورئ:
په خوړو کې زيادت يا کموالى پر بدن ناوړه اثرات غورځوي، د ازموينو په جريان کې خواړه ستاسې په کاميابۍ او برلاسۍ مستقيم اغېز لري، ځکه تر څو چې مناسب او د اړتيا وړ خواړه ستاسې دماغ ته ونه رسيږي ذهن مو نشي کولى څه زده کړي؛ نو ضرور ده چې له تازه سبزي او ميوې څخه ګټه پورته کړئ.
څلورم: حرکت او خوځښت ولرئ:
ځينې زده کوونکي عادت لري چې د ازموينو په راتګ سره ځان په يو اطاق پورې محدود کړي او له ګرځيدو او بيرون راوتلو ځان ساتي کله چې په دوامداره توګه په ساعتونو ساعتونو له حرکته پاتې شئ؛ نو دماغ مو هم ساکن کيږي.
که غواړئ څه زده کړئ پکار ده چې څه ناڅه ورزش وکړئ، لږ تر لږه قدم ووهئ يا شنې او سرسبزه منظرې وګورئ.
پنځم: په ژور تنفس سره ځان ارام کړئ:
له ازموينې دمخه او هم د ازموينې پر وخت اکسيجن ستاسې د دماغ د سم کار کولو لپاره ضروري دى؛ نو کوښښ وکړئ چې په آرامه او ژوره توګه ساه واخلئ، له دې سره به ووينئ، چې کرار کرار ستاسې ډار لمنځه ځي او ذهني آرامتيا احساسوئ.
همدارنګه د لاندې ټکو عملي کول هم ستاسې د ډار د لمنځه تلو او په ازموينه کې د بريالي کېدي باعث ګرځيداى شي:
لومړی: په ټاکلي وخت د ازموينې صحنې ته په آرامۍ سره حاضر شئ او په ناوخته راتګ سره ځان ته لاسي ډار او اندېښنه مه پيداکوئ.
دوهم: ټول هغه شيان چې د ازموينې لپاره پکاريږي له ځان سره يوسئ.
درېيم: د ازموينې کومې لارښوونې چې تاسې ته کيږي، توجه ورته وکړئ.
څلورم: د دې لپاره چې د وخت له کمبود سره مخ نه شئ درکړل شوي وخت ته پام وکړئ.
پنځم: ذهن مو د هر ډول پوښتنو حل ته چمتو کړئ، د امتحان پر وخت يو ځل پوښتنې ولولئ او مخکې له دې چې ځواب يې وليکئ اول په ځواب باندې ځان پوه او قانع کړئ.
شپږم: اول اسانه او ساده سوالونه حل کړئ، ورپسې متوسط او په پای کې سختو ته چمتو والی ولرئ.
اووم: د پارچې په ورکولو کې بيړه مه کوئ، که له ټاکلي وخت څخه دمخه مو ټول سوالونه حل کړل، پارچه يو وار بيا وګورئ. پای