کاپیټالېزم څه ته وایي؟ / قیام صدیقي

پانګوال(Capitalism) اقتصادي نظام  چې کاپیټالېزم یا سرمایه داري یې هم بولي، هغه اقتصادي نظام دی چی په هغه کې د اقتصادینظام بنسټونه د تولیدي وسایلو پر شخصي ملکیت استوار وي، همدارنګه په دې نظام کې تولیدي وسایل د خصوصي مالکانو په لاس کېدي او دا کار په رقابتی بازارونو کې د اقتصادي ګټو د رامنځته کولو لپاره کېږي. د پانګوال  اقتصادي نظام په مقابل کې کمونیستياقتصادي نظام دی چې په هغه کې د سرمایه دارۍ برعکس د ځمکې، منابعو او د تولید د وسایلو شخصي مالکیت نشته دی.

د پانګوالۍ د کلمې منشا پانګه ده او پانګه  عبارت ده له: ځمکې، شرکتونه او داسی نور.  په دې قانون کې عاید لږترلږه دوه بڼې لري: سوداو مزد.  ګټه هغه چا ته ورکول کیږي چې د تولیدي وسایلو د مالکیت لپاره پانګه چمتو کړي.  په دې قانون کې ځمکه، بشري ځواک اوسرمایه د ټولنې د یوې ډلې په اختیار کې ده او د ټولنې نور خلک له هغو څخه په مشروط ډول د مادي او معنوي تولیداتو د تولید لپاره کاراخلي.

همدارنګه، په دې قانون کې دا معمول دی چې اجاره د طبیعي زیرمو د کنټرول څخه د عاید په توګه وګڼل شي، چې د نورو دوو قضیوڅخه توپیر لري.

د پانګوالۍ په قانون کې پانګه، تولید، ویش، عاید، د توکو او خدماتو عرضه او تقاضا د بازار په اقتصاد کې د انفرادي پریکړو له مخېټاکل کیږي.  د سرمایه دارۍ قانون ښکاره ځانګړنه دا ده چې د توکو تولید په اصل کې د اقتصادي ګټې لپاره ترسره کیږي نه د انسانياړتیاوې پوره کولو لپاره.  البته، په ځینو مواردو کې د ګټې لاسته راوړل د انسان اړتیاوو سره تړاو لري.

تعریف

پانګوال هغه اقتصادي نظام دی په کوم کې چې افراد او یا خصوصي کاروبارونه د سرمایوي امتعې مالکان دي.  پیسې په اقتصاد کېمالي سرمایه ګڼل کیږي ځکه چې ګټه او سود غواړي.  سرمایه داري د منطقي لارو او میتودونو په کارولو سره د ګټې لټون او دوباره دهمدې ترلاسه شوې ګټې د پانګونې روحیه ده.  په یوه پانګوال  نظام کې هر سرمایه دار باید له ټولو شته امکاناتو څخه د اعظمي ګټې دترلاسه کولو لپاره کار واخلي که نه نو له زوال او افلاس سره به مخ شي.

سرمایه داري یو ټولنیز نظام دی چې په هغه کې د تولید، ویش او تبادلې وسایل  په بشپړ او بنسټیز ډول د افرادو ملکیت دی.

د پانګوال نظام د پیدایښت په اړه نظریات:

سرمایه دارۍ په 18 پیړۍ کې په انګلستان کې وده وکړه او وروسته شمال لویدیزې  اروپا او شمالي امریکا ته خپره شوه.  دا پروسه  دصنعتي انقلاب سره هم مهاله وه.

د سرمايه دارۍ د اصل او پیدایښت  په اړه دوه ډوله نظریات شتون لري.  یوه ډله په دې باور ده  چې کاپیټالېزم د اتلسمې پیړۍ لهمیخانیکي اختراعاتو څخه زیږیدلې دی،  چې د شرکتونو د تولیدي ځواک د چټک زیاتوالي او د تولید شویو توکو د پلورلو لپاره د نویوبازارونو د لټون او په پایله کې د سوداګرۍ او مالي بازارونو د پراخیدو لامل شو.  دویمه ډله بیا په وایي چې د سوداګریزې او ماليپانګوالۍ ظهور له صنعتي پانګوالۍ څخه مخکې وخت پورې تړاو لري چې دا نظریه تر ډېره حقیقت ته نږدې ده.

د پانګوال نظام اصول:

اقتصادي لیبرالېزم:

اقتصادي لیبرالېزم د پانګوال نظام تر ټولو مهم فکري او فلسفي اصل دی. پر دې اصل د (Deism)  فلسفې تر منلو وروسته   لومړیفزیوکراټیک او بیا کلاسیک اقتصاد پوهانو  ټینګار وکړ.  په عمومي تعریف کې، لیبرالیزم د فردي آزادۍ په ارزښت باور درلودلو په مانادی؛  چې د «فرد اصالت» او «فردي ازادۍ» دوه اصول لري.  په دې نظام کې خلک ازاد دي چې د شته منابعو د استخراج لپاره یوهطریقه غوره کړي، ځکه هر څوک د نورو په پرتله د خپلو ګټو په اړه ښه قضاوت کولی شي.  همدارنګه د هرې ټولنې اصلي محور فرد پخپلهدی او فرد او د هغه ګټې په ټولنه کې لومړیتوب لري.

د سیالۍ(رقابت) اصول:

په پانګوال اقتصادي نظام کې د رقابتي اصولو اهمیت دومره زیات دی چې دا  نظام د «رقابتي نظام» په نوم هم یادیږي. دا چې د  سیالۍ اصول له لیبرالیزم سره نږدې تړاو لري نو ځکه د سیالۍ اصول د  پانګوالي سیسټم یو له «فکري بنسټونو» څخه هم ګڼل کیدیشي، خو دا چې په رقابتي بازار کې د نرخ ټاکلو له لارې  متعارفه ګټه(Standard profit) تامینوي ، دا اصل د پانګوالۍ د اصولو په سرکې ځای لري. «کامل رقابت بازار» هغه بازار دی چې په هغه کې د یو شان توکو تولیدونکي او پلورونکي بې شمیره وي او په بازار کې دهر پیرودونکي او پلورونکي برخه دومره لږه وي چې په قیمت اغېزه نشي کولی.

  د بازار میکانیزم او اقتصادي تعادل:

د دې اصولو پر بنسټ، د بازار اتوماتیک میکانیزم یوازینی عامل دی چې توازن رامینځته کوي،  د انډول په کچه عرضه او تقاضا تنظیموياو په اقتصادي فعالیتونو کې د دولت هر ډول مداخله د طبیعي نظم او اتوماتیک توازن خلاف ګڼي. په بل عبارت، که د محصول لپاره پهبازار کې تقاضا د تولید څخه ډیره وي د مطلوب محصول بیه لوړیږي، او که عرضه د تقاضا څخه ډیره وي، نو د هغه محصول ځینې برخېبه نه پلورل کیږي او تولیدونکي به  مجبور شي چې د خپل محصول بیه راټیټه کړي.  له همدې امله، د نرخونو بدلون بازار ته د عرضه شويوتوکو د زیاتوالي یا کمښت لامل کیږي تر څو  د عرضې او تقاضا تر منځ توازن رامنځته شي.  دا عملیات باید په طبیعي ډول او د حکومتله مداخلې پرته ترسره شي ترڅو بازار تل په توازن کې وي.

د ګټې انګیزه:

په پانګوال نظام کې د ګټې انګیزه خودخواهانه ده.  هغه ټولنه چې د شخصي ګټو پر بنسټ ولاړه وي، اخلاقي ملحوظات په پام کې نهنیسي.  ځکه چې د پانګوال نظام د پلويانو په اند په کارونو  کې برياليتوب د ګټې او تاوان پر بنسټ سنجول کېږي.

  د دندې غوره کولو آزادي:

په دې سیسټم کې بیکاري چې د تولید عواملو او ټیکنالوژۍ ته د تقاضا د بدلون له امله رامنځ ته کیږي د مخنیوي وړ نه ده او د اوږدېبیکارۍ په واکمن اقتصاد کې د دندې غوره کولو ازادي هېڅ مانا نلري.

Scroll to Top