چګوارا څوک وو؟

چه ګوارا چې بشپړ نوم یې (ارنسټو رافایل دلاسرانا)
دی،انقلابي مارکیسیست او د کیوبا دچریکي جګړو رهبر د1928ز کال د (مې)میاشتې په څوارلسمه د ارجنټاین هیواد په دوهم لوی او مهم ښار (روزاریو) کې په یوه اسپانیایي -ایرلینډۍ کورنۍ کې زیږېدلی دی.
او دنړۍ غېږې ته د یوه انقلابي په توګه را لویدلی دی دا د خدای لورینه وه په هغو ملتونو او بې وسه خلکو چې تل یې د سترو ځواکونو او مشرانو د سیالۍ په ډګر کې بې خونده او بې مزې ژوند تېر کړی وو.چه ګوارا دهغو خلکو لپاره ځانګړې ډالۍ وه چې له غربت او بې وزلۍ ځوریدل. کورنۍ یې کیڼ اړخې جمهوري غوښتونکې وه. له دې کبله دی له ماشومتوبه اړ وو چې سیاسي فکر ولري. ګوارا له ماشومتوبه یوه تنفسي ناروغي درلوده له دې کبله یې مور څو کاله ښوونځي ته ونه لیګه او په کور کې یې درس ورته وایه دده سره دا ناروغي د عمر تر پایه مل وه او نوموړی یې زیات وکړولو.له څه مودې وروسته یې په ښوونځي کې خپل درس پیل کړ په ښوونځي کې نوموړې په خوږ مشهور وو،ځکه تونداو بې رخمه خوی یې درلود.راګبي ، سطرنج او دفوټبال لوبه به یې ډیره کوله او ترڅنګ یې د نړۍ د بیلابیلو مشهورو سیاسي څیرو کتابونه هم لوستل. دی د ارجنټاین هیواد و خو دده په اند ده ته یو هیواد او وطن مهم نه ده ویل به یې:زما ځانګړی هیواد نشته زما وطن هغه دی چیرته چې انسان او انسانیت ته احترام کیږي.
ګوارا یو طبي ډاکټر، لیکوال،ډیپلومات، او سرسخت مارکیسیست و.ده د مشهور فېلسوف، تاریخ پوه،اقتصاد پوه، تکړه ژورنالسیت او سوسیالیست انقلابي شخصیت (کارل مارکس) کتابونه او تګلاره مطالعه کړې وه نو ځکه یې د مارکسیزم په اړه زیاته مطالعه درلوده. همدا مطالعه ددې لامل شوه چې چه ګورا هر څه ته دې مارکس له زاویې وګوري ، نو د ټولو ستونزو حل یې یوازې په وسله وال انقلاب کې لیدلو،ګوارا د متحده ایلاتو په ضد و او په سیمه کې یې د ټولو ستونزو لامل ګڼه. چه ګوارا د فډرال کاسټرو په مرسته وکولاي شول چې په 1959ز کال کې په کیوبا کې د باتیستا نظام نسکور کړي او کمونیست حکومت اعلان کړي. دا وخت ګوارا د کیوبا د هیواد تابعیت هم ترلاسه کړي وو، په کیوبا کې د انقلاب د بریالیتوب وروسته د ګوارا سرشار روح هغه نور هلته پاتې کیدو ته نه پریخودو نو کیوبا یې ترک کړه.چه ګوارا ارام پاتي نه شو له کیوبا وروسته یې دکانګواو بولیوا حکومتونه راوپرځول. هغه تل انسانیت دوسته او د غلامې ضد و نو، نو ځکه یې دوښمنان چې په سر کې یې امریکا وه سره متحد شول،ځواکونه یې د ګوارا په لټون پسې واستول او دهغه په سر یې پنځوس زره ډالر انعام وټاکه. چه ګوارا په خپلو فعالیتونو بوخت و او په یوه تنګه دره کې معطل وو غوښتل یې چې د شپې د تیارې له خپریدو وروسته ووځي خو بلاخره په 1967ز کال د هغو او مبارزینو ملګرو پټنځای د یوه شپون د جاسوسۍ په وجه په ډاګه شو.د بولیوا هیواد یوې شبکې د امریکا په ملاتړ پرې زورور عملیات وکړل،د ګوارا نږدې کسان یې ټول د سترګو په وړاندې ورته ووژل. د چه ګوارا په ټوپک کې مرمۍ خلاصې وې، ډیر په بې وسۍ ژوندی ونیول شو. تر نیول کیدو وروسته د ښوونځي یوې زړي ودانۍ ته یوړل شواو په 1967 ز کال د اکټوبر په نهمه نیټه په بې رحمانه ډول ووژل شو او دې زوړ انقلابي د تل لپاره سترګې پټې کړې.دوښمنانو یې د ارام ساه واخسته او دوستانو یې د ګوارا په مرګ اوښکې توی کړي. خو سباني څرک وښوده چې اتلان هیڅکله نه مري،هغوي که مري افکار او ایډیالوژي یې ژوندي پاتې کیږي. د چه ګوارا له مرګ وروسته هغه ډیر لارویان او تګلاري پیداکړل په نړۍ کې انقلابونو زور واخیست ډیر هیوادونه له انحصار او ظلم خلاص شول او دا هغه ارمان و چې چه ګوارا یې په بدل کې مرګ هم قبول کړ.

Scroll to Top