لومړی: دې ته تادي مه کوئ چې له تاسې څه جوړېږي. تخم تر ګل کېدو ډېر زیات مزل کوي. دې ته تادي مه کوئ چې زر کمال ته ورسېږئ، ښه کارونه وخت غواړي او چې وخت مو راغی، پخپله به ورته ورسېږئ.
دویم: په مسلک ټاکلو کې تادي مه کوئ، ځکه اوسنۍ زمانه کې بدلون دومره چټک دی چې هر کال ځينې مسلکونه له کاره لوېږي او پر ځای یې نوي مسلکونه رامنځته کېږي. نو په دې پرېکړه کې تادي مه کوئ چې تاسې به د ژوند تر آخره څه کوئ.
درېیم: د خلکو په اړه قضاوت کې تادي مه کوئ. موږ ښایي د یوې موضوع په ټولو اړخونو پوره پوه نه یوو، که چېرې په تادۍ قضاوت وکړو دا ښايي نیمګړی یا ناسم وي، بد ګمان یا بد قضاوت ګناه ده.
څلورم: هره ستونزه او پېښه چې راځي یا که تاسې یوه تېروتنه کوئ، دا طبعاً خپل اغېز لري او دا اغېز ختمېدل خپله طبیعي موده لري. که چېرې تاسې تېروتنه کوئ او وروسته خفه یئ، نو دا طبیعي ده، بېرته زر نورمال کېدو ته تادي کول نورمال حالت نه دی.
پنځم: د ژوند ازموینه زر نه ختمېږي، پر ځان ډېر فشار مه راوړئ چې دغه ازموینه دې زر ختمه کړئ او تاسې سره دې ټولې پوښتنې حل شي، ژوند اوږده پروسه ده، ډېر شیان کلونه کلونه وخت نیسي، په ختمولو کې یې تادي کول موږ ته زیان رسولای شي.
شپږم: اړیکو ختمولو کې تادي مه کوئ، ځکه کومه اړیکه که له مجبوریته یا له احساساتو په ډېره تادۍ ختمه شي، وروسته بیا په لا ډېر شدت قوي کېږي او تاسې ته له عاطفي پلوه زیان رسوي، تکیه به مو تر پخوا ډېره زیاته وي.
اووم: نظم د ژوند او د هر کار د پيل لپاره اړین دی، خو دا نظم په تادۍ نه راځي، بلکې دا اوږده پروسه ده، لویه حوصله او ډېر تمرین غواړي. که تاسې په دې کار کې تادي وکړئ، ښایي زړه مو ترې مات شي او بېرته درته خپله بې نظمي ښه ښکاره شي.