په تار د رواجو /لنډه کیسه / واجد منګل

د شنو وښو دروند پنډ یې له سره کښته کړ، غټ اسویلی یې وایست، په مخ را ځوړند تور ویښته یې په ټیکري کې د ننه ایستل. د تېز لمر لهامله یې خولو په مخ لارې جوړې کړې وې. وروسته څو ګامونه وړاندې لاړه، غوا ته یې چې وړوکی خوسی څټه، اخور کې تازه واښه ورواچول.

غوا اخور ته نیږدې شوه، د کلا په دروازه یو بوډا سړی را ننوت، نجلۍ ژر د غوجلې د دېوال سیوري ته پټه شوه.

بوډا د کوټو ته جوړې چوترې ته رسېدو کې په ډډ غږ وویل:

جانداده مبارک شه!

یو دنګ ځوان له کوټې را ووت، خندل یې، په نا باورۍ یې وویل:

کاکا ټوکې خو به نه کوې؟ څنګه راضي شول؟

بوډا په ږیره لاس تېر کړ:

دا مې لمر ته نه ده سپينه کړې!

بیا یې لاسونه سر ته پورته کړل، په ژېړه لونګۍ کې یې شمله نېغه ودروله، په خندا یې وویل:

داسې کیسې دې تره ته اسانه دي. شرط مې ورسره ومنلو . هغوی رانه ستا خور خپل زوی ته وغوښته او ما ومنله.

نجلۍ نېژدې وه چې له خولې یې چغې ووځي، له پښو ځمکه لاړه، د غوجلې په دېوال ور ړنګه شوه.

یوه ښځه له پخلنځي را ووته، تر شا یې یو دولس کلن ماشوم هم ور پسې وو. ښځې په زوره سپین ږیري سړي ته چېغه کړه:

زه مې خپله لور یو نشه يي ته نه ورکوم. رب دې تا سره……

ځوان ښځې ته مخ کړ، په تندي کې یې ګونځې پیدا شوې، په خشکه (غوسه) یې خبره ور بنده کړه:

مورې! ته زما خوشحالي نه غواړې؟

په عمر پخه ښځه په ژړا کې بېرته پخلنځي ته ننوته

چوپتیا وه، لیرې د انګړ یو کونج کې چرګې له خپلو کوچنیو چورګوړو سره د ونې لاندې سیوري ته څه خوړل.

ښه شېبه وروسته ماشوم د دېوال خوا ته ګامونه واخېستل، مخې ته یې د یو بنیادم سیوری جوړ  شو، پاس یې وکتل، په خوشحالۍ یېوویل:

لالا ته یې ښځه وکړه.

نجلۍ لکه یو بې روحه تابوت، غلې ولاړه وه. له غټو سترګو یې کوچنۍ اوښکې وڅڅېدې، په ورو انداز یې غریو کې وویل:

لالا مـې خـپل ارمـان پـوره کړ!

زه یې په تار د رواجو تړلې یمه!

Scroll to Top