انسان خدای پاک ډېر ضعیف پيدا کړی دی. ځينې وخت زموږ د وجود په يوه برخه کې يو شمېر دردونه رامنځته کېږي، چې له امله يې ډېر سرګردانه او ځوريږو. ځينې دردونه ممکن ارامه وي، په آسانۍ سره زغملی کېږې. خو يو شمېر دردونه بيا سخت او نه زغميدونکي وي، آن د درد ضد عادي درمل يې هم نشې کنټرول کولای. که له لاندې کومو دردونو مو په خپل ځان او يا نورو کسانو کې وليدل ژر تر ژره مو له يوه ډاکټر سره خبرې وکړئ.
لومړی: د سينې او مټو/بازوګانو درد.
په بدن کې د سينې او چپ مټ کې د درد درلودل په وجود کې د زړه د مشکلاتو لوی نښه ګڼل کيږي. خو سربېره پر دې مو که درد په ملا،ژمه او مټو کې احساس کړ ژر تر ژره له يوه ډاکټر سره سلامشوره وکړئ.
دوهم: په لنګيو او زنګونونو کې درد.
د زنګون او لنګيو دردونه اکثراً د معذي موادو د کمښت،د ډېر ودريدو، د کمزورو عضلاتو د ويټامين ډي د کمښت او … لاملونو له کبله رامنځته کېږي. خو په پرلپسې او تېز درد يې د يو شمېر سختې طبی ستونزې deep vein thrombosis
نومېږې رامنځته کېږې. چې له امله يې په لنګيو، لاس،پښو… ځايونو کې سوی او درد رامنځته کېږي.
درېيم: د سر تېز او شديد درد.
ځينې وخت د فشار او نيمسري له وجهې د سر شديد درد رامنځته کېږي. که تاسو هم له شديد او تېز درد سره مخ شوئ، مه هېروئ چې نوموړی درد په سر کې د رګ د بندښت له کبله رامنځته کېږي. د سر د شديد او تېز اوږده درد درلودو په وخت له ډاکټر سره ووينئ.
څلورم: د ګيډې درد.
د ګيډې درد ځينې وخت د خوارک له امله رامنځته کېږې. خو نوموړی درد بيا ژر له منځه ځي. خو د ګيډې اوږدمهاله،پرلپسې او پرته له کوم بل سببه دردونه ممکن د ځيګر پړسيدو او غټيدو، انتان، د پښتورګو تېږو،اپنډيکس،د رحم مکروبي کيدلو…او نورو لاملونو له امله رامنځته شي. د ګيډې د درد د له منځه وړلو لپاره دا ډېره مهمه ده چې سبب يې له منځه ولاړ شي. او د ډاکټر منظم تشخيص کولای شي چې نوموړي ستونزه له منځه يوسي.
پنځم: د ملارد.
د ملا د دردونه ډېر عام درد دی چې اکثراً وخت ورسره ډېر مخامخ کېږي. ډېر کار کول او ډېر کيناستل ممکن د ملا دردونه رامنځته کړي. خو د لږ وخت لپاره آرام کول، او يا هم د درد ضد عادي درمل استعمال په پايله کې درد له منځه یوړل شي. خو که په ملا کې مو تېز او ژر راګرځيدو نکي دردونه رامنځته شول، ممکن د شوکي نخاغ او يا هم د پښتورګو د مصابيدو له امله رامنځته شوې وي. ژر تر ژره له يوه ډاکټر سره سلامشوره وکړئ.
شپږم: د غاښ درد.
هغه څه چې موږ خورو زموږ د غاښونو روغتيا اغېزمنوي. د خولې د حفظ الصحي نه مراعاتول ممکن د خولې او غاښونو ځينې ناروغيو ته لاره هواره کړي. که په غاښونو کې مو کله هم درد رامنځته شو،ممکن د غاښونو په ريښو کی مو زخم او يا هم کوم بل څه شتون ولري. د غاښ د درد درلودو ژر تر ژره د يوه تکړه د غاښونو ډاکټر سره سلامشوره وکړئ.
اووم: د عجان ناحیي/د حوصلې برخې شاوخوا دردونه.
د عجان ناحیي دردونه اکثراً د جنسي مقاربت او د مياشتني عادت پر مهال رامنځته کېږي. خو ځينې وخت د عجان ناحیه او يا fallopian tube کې د باکتریا او په رحم کې د سيسټ له امله هم رامنځته کېږي. که تاسو او يا مو د ژوند ملګرې د عجان ناحیي دردونه درلودل ژر ترژره له يوه تکړه ګاينکولوجيسټ سره سلامشوره وکړئ.
اتم: پرلپسې د غاړې دردونه.
د غاړې دردونه اکثراً د لاندې اغراضو له مخې لکه: فشار،د غاړې غلط حرکات،په عصبي رشتو باندې فشار،په بالښت باندې د سر غلط ايښودل…او نورو لاملونو له مخې په ډېر عام ډول رامنځته کېږي. خو که د شديد غاړې درد سره مخ شوی لامل به يې د osteoarthritisناروغي وي. چې نوموړې ناروغې سالمې تداوی ته اړتيا لري. که تاسو هم له ورته شديد درد سره مخ شوئ ژر تر ژره له يوه ډاکټر سره سلامشوره وکړئ.
نهم: د بندونو درد.
د بندونو درد اکثراً په هغو خلکو کې ډېر وي چې عمر يې زيات تېر شوی وي. خو که تاسو د بندونو له درده په ځوانۍ او پرته له کوم سببه رنځ وړئ ژر له يوه اورتوتپيدي ماهر ډاکټر سره ووينئ. ځکه نوموړي ستونزه ممکن د هډوکو له يوشمېر ناروغيو لکه Osteoarthritis, Arthritis,Gout,
او ځينې وخت د hepatitis له کبله هم رامنځته کېږي.
لسم: اوږدمهاله او نازغميدونکی درد.
که په بدن کې مو تر دريو ورځو زيات درد څخه رنځ وړلو، ژر تر ژره له يوه ماهر ډاکټر سره سلامشوره وکړئ. تاسو معاينې ته اړتيا لرئ. ځکه کيدای شي چې تاسو د وجود په کومه برخه کې يو نه يو ډول ستونزه او ناروغي ولرئ.