په اقتصادي پرمختيا کې د خوړو او روغتيا ونډه

داسلام سپيڅلى دين د اخروي نيکمرغيو ترڅنګ د دنيا د ژوندانه د ټولو اړخونو لپاره بشپړ اوپوره قوانين لري. اسلام مونږ ته دنورو نيکو لارښوونو سره سره په ژوند کې د اعتدال او منځلارې درس هم راکوي او لارښوونه کوي، چې بايد ميانه روي وکړو. دقرانکريم لارښوونه ده چې:
ژباړه:- او منځلارى اوسه!په تګ خپل( يانې مه ډير گړندى او مه ډير وروځه) او ور وکړه غږ خپل ((دلقمان سورت ١٩ ايت )) يانې عاجزي ، اعتدال او منځنى حالت ځانته غوره کړه بې له اړتيا نه خبرې مه کوه! د خبرو پرمهال بې له ضرورت نه چغې مه وهه!
داسلام لارښوونه ده، چې په چارو کې منځنۍ غوره وي. اسلام بېځايه ، غير شرعي او نامعقولو کارونو کې دمال له لگښت او تبذير څخه منعه کړيده. متعال خداى بېځايه مصرف کونکي د سر
غړونکي او ناشکره د شيطان ورونه بللي دي.
همدغه راز اسلام بدنې روغتيا ته ځانگړې پاملرنه او ليوالتيا لري او وايې: غښتلى مسلمان تر کمزوري مسلمان غوره او بهتره دى. روغتيا چې دالله تعالى له غوره نعمتونوڅخه ده لازمه ده چې ساتنه اوپالنه يې وشي او شکرانه گي يې پرځاى شي. رسول کريم فرمايي: څوک چې په روغ صورت له خوبه راپاڅي او دورځې په اوږدو کې يې نفس په امان کې وي او دهماغې ورځې روزي هم ولري داسې ده لکه ټوله دنيا چې دده وي. پرنشه يې توکيو باندې مداومت کول دناوړه صفتونو درامنځته کيدو سبب کيږي لکه : ډار،د مسئوليت نه احساسول، د ارادې کمزورۍ او نور…
بدني او عقلي زيانونه لکه: دروغتيا له منځه وړل ليونتوب راوستل، د حافظې کمزورى او نور اقتصادي او رواني زيانونه.
داروپا او امريکا دقيقو شمېرنو ښودلې ده کوم عايد چې دتنباکو د کښت او ماليې له درکه حکومتونو ترلاسه کوي څو ځله ترهغو لگښتونو لږ دي، چې دسګريتو څخه دراپيداشوو ناروغيو په درملنه لگيږي. بې له شکه چې دخانيات داقتصاد له پلوه ډير بډاى هېوادونه هم زيانمن کوي، دبيلگې په ډول په برتانيه کې دخانيانو له وجې راپيداشويو ناروغيو له کبله د هغه هيواد د کارگرانو غيابت زښت زيات پيښيږي، چې له دې درکه دهغه هيواد اقتصاد ته زيان رسيږي.
څرنګه چې دخانيات د ناروغيو سبب کيږي او ناروغ شخص کارنشي کولاى؛ نوځکه د کار د دې تعطيل له وجې ملي اقتصاد ته زيان رسيږي. او د دې ورځو شمېر چې دخانياتو له کبله په ناروغيو اخته له کار او دندې څخه پاتې کيږي ميليونونو ته رسيږي او دا سربيره پرهغو لګښتونو ده چې د دخانياتو په پېرودلو او د ناروغ په درملنه کې لګيږي اويا ورته اړتياوي پدې کې وګړنيز اقتصاد هم زيانمن کيږي ځکه چې د دخانياتو د پېرودنې او دناروغۍ په صورت کې د ده زياته اندازه پيسې په معالجه لگيږي دغه وګړنيز او کورني لګښتونه د دخانياتو له کبله د وګړي او کورنۍ د غړو د تکليف او ان تردې چې له منځه وړلو سبب کيږي، چې دا پخپله يوه گناه ده لکه په حديث شريف کې راغلي : چې ديو شخص لپاره همدومره کافى ده چې دخپلې کورنۍ نفقه خوړونکی تلف کړي.((رياض الصالحين ١٤٦)).
که مونږ هغو کسانو ته چې په تارياکو او چرسو عادت وي نظر واچوو د هغوى اغيزه په څرګند ډول ليدى شو ځکه چې داکسان ليرې نېژدې او نېژدې ليرې ويني.
او هم د غير واقعي چارو په خيالونو کې ډوب وي، همدا راز ملاريا زياتره په تود او باراني موسم کې چې دکرنې او درمندونو راټولولو وخت وي. خلک اخته کوي اوپدې ډول سره د بزګرانو عايد راټيټوي، څيړنو ښودلې ده چې ملاريا وهلې کورنۍ د نورو کورنيو په پرتله د حاصلاتو (Products) يواځې په سلو کې ٤٠ راټولولى شي افريقا د ملاريا د مستقيمو(Direct) اوغير مستقيمو (Indirect) لګښتونو له امله په بيليونونو ډالره زيانمنه کيږي.
ممکنه ده چې د دې زيانونو ديوې برخې په وسيله ملاريا ترکنترول لاندې راوړل شي.
دنيوي شراب يا الکولى مشروبات لوى خطرونه لري چې په ځانگړي توګه که څوک تل هغه وڅښي نو دعصبى او هضمي جهاز لپاره زيات زيان لري او پرهغو ناوړه او منفي اغيزې کوي د هغو څښونکي په ډول ډول ناروغيو له دزړه ، معدې ، ځيگر، اعصابو اونورو ناروغيو اخته کوي. او پدې کې هيڅ ډول شک او شبه نشته د اسلام مبارک دين لارښوونه ده، چې په شرابو کې دهېڅ ډول ناروغۍ لپاره هېڅ ډول شِفا نشته بلکې هغه پخپله درد او ناروغي ده.
اوس په نړۍ کې پردې ټينګار کيږي چې روغتيايي څارنې او روغتيايي خدمتونه هم اغيزمن وي اوهم ارزان دبيلگې په ډول:
پخوا هر کال په نړۍ کې دنس ناستي او ورڅخه دراپيداشوي ډيهايډريشن څخه ٤٠ ميليونه تر ٥ کالو کم ماشومان مړه کيدل ، خود خولې له لارې دمايعاتو د درملنې (O.R.S) د ستراتيژۍ په کارولو چې ډيره ارزانه ده ، په کال کې په دغو مړينو کې يو ميليون کموالى منځته راغلى دى.
يا که مونږ ووينو چې په شيدو د ماشوم تغذيه نن سبا ډيره تر بحث لاندې ده لامل يې دادې چې د مور شيدې پاکې دي او دهغو لگښتونو مخه نيسي چې د مصنوعي شيدو پر اخستلو لگيږي، څو بيلګوته په ځير شو:
• په يوگنډا هيواد کې د يو ماشوم د مصنوعى شيدو کلنى لگښت دېوې کليوالي کورنۍ له کلني عايد څخه زيات دي.
• په پيرو هيواد کې دمصنوعي شيدو لگښت دټول نفوس د نيماي کلني عايد په اندازه دى.
• يه ويتنام هيواد کې ديو ماشوم د يوکال مصنوعي شيدو لگښت ٢٧٥ $دي او د دغه هېواد د سرانه کلني عايد اندازه ٣٢٠$ ده.
• پاکستان کې پر ۲۰۲۲ کال ٤٤ ميليونه ډالر د مصنوعي شيدو لگښتونه شوي وو.
يو روغتون د مور د شيدو په مرسته دتغذيې له لارې يو لک ډالر سپما کړي وو او دا ښيي چې اقتصادي نوښتونو د روغتيايې خدمتونو د اغيزمنتوب او ارزانوالي سبب کيداى شي.
وايي چې پوره او بشپړ عقل په روغ بدن کې وي. روغ اوبشپړ عقل له پوره پوهې سره يوځاى د مهارتونو د زياتوالي لامل گرځي پداسې حال کې چې روغ بدن د خوړو د ډول او اندازې دمعالجوي طب د وسايلو په شته والي اود وقايوي طب د امکاناتوتابع وي، مګر ترډيره وخت د پرمختيايي هيوادونو او حکومتونو او تر دې چې د اقتصادي پرمختياپوهانو دې علت ته لږه پاملرنه کوله او د روغتيايي لگښتونه يواځي د دولت په بوديجوي امکاناتو پورې تړلې دي چې دهغې هر جز نه شمېرل کيږي. پدې وروستيو کې روغتيا ته ددغه هيوادونو مخ پر زياتيدونکې پاملرنې په باب لږ تر لږه بايد د هغې په علت پوه شو هغه داچې په اقتصادي پرمختيا کې روغتيايې لگښتونه چې په بشري قوه کې دپانگې اچونې په توګه پيژندل شوي دپرمختيايي اقتصاد او روغتيا ترمنځه يوه متقابله اړيکه موجوده ده، د دې په خاطر ځينې اقتصاد پوهان فکر کوي چې اقتصادې پرمختيا خپله دروغتيايي حالت دښه والي لامل کيږي خو يو شمير پوهان پدې اند دي چې اقتصادي پرمختيا ته انتطار کول چې د روغتياد ښه والي لامل شي، پدې ماناده چې وخت له لاسه ووځي او بايد همدا اوس د وقايوي طب او معالجوي طب پر پراختيا لاس پورې شي. دغه موخو البته د تغذيې ، وقايوي طب، چاپيريال او شخصي پاکوالى د پروګرامونو لگښتونو نظر د معالجوي طب لگښتونو ته څو واره لږ او اغيزي يې د توليد پر زياتوالي او پرمختيا چټکې دي ددې عقيدې مخالف داسې وايې چې په يو هيواد کې روغتيايي حالت د عايد په کچې پورې تړلې دي اوځانگړي روغتيايي پروګراموه په يو نامناسب فزيکي او ټولنيز چاپيريال کې پايلې منځته نشي راوړى.
راځئ چې وڅېړو د روغتيااو پرمختيا ترمنځ څه اړيکه ده!
او وگورو چې څنګه او ترکومې اندازې پورې روغتيايي پروګرامونه داقتصادي پرمختيا لپاره زمينه برابروي.
نړيواله روغتيايي اداره چې دملګرو ملتونو يو څانګه ده ، روغتيا د بدني ، رواني، فکري او ټولنيز حالت د بشپړ ښه والي په توګه راپيژني.
خو دغه تعريف مبالغه اميز دى ځکه چې لومړى دغه هوساينې چې ذکرشوې نسبى ده او دوهم داچې د درې گونو هوساينو په يو وخت راټوليدل ديوه شخص لپاره هيله ده ته حقيقت اوپه يو واقعي نړۍ کې دغه هوساينو ته رسيدل زيات خيالي دي، دوهم داچې په هغه پرمختللو هيوادونو کې چې دلوړ عايد لرونکي هم دي د د غو هوساينو څخه خلک تراوسه برخمن دي. ښايي ددغو هيوادونو خلک د بدني نظره هوساوي؛ خو د چاپيريال ناپاکيو ډيروالى چټکې اقتصادي ودې په اثر د ترافيکو او ښارونو د شورماشور زياتوالى ، فساد او جرمونو زياتيدونه او نور هغه لاملونه دي چې اروايي، فکري اوټولنيزه هوساينه ګډوډوي د بدنې هوساينې په برخه کې پرمختيايي هيوادوه په ښکاره ډول ستونزې لري.
دپرمختيايي هيوادونو دخلکو لپاره د يوې ښکاره ناورغۍ نه لرل اونه معيوبيت ښايې د روغتيا دمعيار په توګه وگڼل شي که څه هم دغه خلک زياتره د خوارځواکۍ ، د بدنې پرازيتونو او نور په وسيله اخته وي. څرګنده ده چې په پرمختللو هيوادونو کې دغه حالت د ناروغيو په توګه گڼل کيږي مګر په پرمختيايي هېوادونو کې دغه وضعه يو عادي بدني حالت دی او ناروغي نه شميرل کيږي.
په يو هېواد کې د خلکو روغتيايي حالت د کارپوهو رنځپوهانو د کتنو په وسيله تشخيص کيږي خو دټولو خلکو کتنې په ځانګړي ډول يو ساده کار نه دي.
د خلکو روغتيا يي وضعه د ناروغيو او مړينو د شميرنو له مخې په لاس راځي!
د ناروغۍ شميرنې متاسفانه په پرمختيايي هيوادونو کې ډيرې نيمګړې دي ځکه چې ډير خلک رنځپوه ته هيڅ نه ورځي اويايې وس نه لري خو دمړينوشميرنې يې تريوې اندازې دقيقې دي د مړينو دشميرنو له مخې هم کولاى شو تريوه بريده د خلکو روغتيايي وضعه مالومه کړو.
ځکه چې په دغه شمېر کې زياتره د سن،جنس ، استوگنې او دمرګ ځينى علتونه شامل دي خو سره له دې چې پرمختيايي هيوادوکې د غه شميرنې ډيري زياتې د باور وړ هم ندي.
ديوي ټولنې په وروسته پاتېوالي کې د نورو لاملونو ترڅنګ ناروغۍ هم زښت زيات منفى رول لري.
پاتې دې نه وي چې پر بشري ځواک روغتيايي لگښتونه دپانګې اچونې په توګه نه يواځې داچې په راتلونکې کې د بشري ځواک د مولديت د زياتوالي لامل کيږي بلکې په عين حال کې روغتيا دبشر يو ثابت حق دي چې دولت بايد د دې لګښتونو مسوليت په غاړه واخلي. ورغتيا هم دغذا ، استوگنې اونورو اړتياوو غوندې يوه بنسټيزه اړتيا ده، په عين حال کې روغتيا دافرادو بالقوه امکاناتو نه دمختلفو فعاليتونو لپاره پراختياورکوي. اوسني لگښتونه نه يواځى سالم او با انرژي وګړي په اوس وخت کې ټولنې ته وړاندې کوي بلکې په عين حال کې ښه اقتصادي بشرى ځواک په راتلونکې کې هم وړاندې کوي يا په بل عبارت:
روغتيايي لگښتونه او د کوچنيانو غوره تغذيي په راتلونکې کې اقتصادي مولديت لوړ بيايي بلکې په روغتيايي لحاظ بشري ځواک هم پياوړي کوي.
په پاى کې بايد ووايو چې: روغتيا او اقتصاد يوپربل متقابلې اغيزې لري روغتيا بشرى ځواک پياوړي کوي روغتيا سره اقتصادي پرمختيا اود اقتصادې پرمختيا سره روغتيايې پياوړتيا منځته راتلى شي.

Scroll to Top