د څو کلونو راهسې ټوله نړۍ په ځانګړې ډول په وچه کې راګیر هیوادونه د اوبو له قحطۍ سره مخ دي، له بده مرغه زموږ هیواد هم له دېجملې څخه حسابل کیژي چې اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ سخت ځپلی او لا هم اوبه د کمښت او وچیدو په حالات کې دي.
موږ د ځمکې لاندې اوبه څومره مصرفوو؟
د یو سروې پر اساس په ۲۰۲۰م کال کې د افغانستان (۵۴،۸۰۳،۰۰۰) جریبه ځمکه کرل شوې وه، که یې پر درې برخې وویشو نو یوهبرخه یې حتماً د شمسیو/لمریزي برښنا په واسطه اوبه شوې ده چې (۱۸،۲۶۷،۶۶۶) جریبه کیژي.
اوس که یې د اوبو مصرف محاسبه کړو نو هرجریب په اوسط ډول د ورځې ۸۶،۴۰۰ مکعب اینچه/ ۸۷،۸۰۰ لیټره اوبه مصرفوي، چې دیوې ورځې په جریان کې په ټول هیواد کې شاوخوا (۱،۶۰۴،۰۴۷،۲۱۶،۱۲۸/ شپاړسوه څلور ملیارده، اوه څلویشت میلونه، یوویشت لکه،شپژ زره یو سلو اته ویشت) لیتره د شمسیو اوبه په کرهڼه لګیژي او د یوه کال موږ (۵۸۵،۴۷۷،۲۳۳،۸۸۶،۷۲۰/ پنځه سوه پنځه اتیاټریلیونه، څلورسوه اوه څلویشت ملیارده، دوه سوه درودیرش میلونه، اته سوه شپژاتیا لکه، اوه سوه شل) لیتره اوبه مصرفوو.
په نړیواله کچه (۱۰۰۰) لیتره اوبه شاوخوا ۱،۵ ډالره قیمت لري که یې محاسبه وشي نو موږ د کاله (۸۷۸،۲۱۵،۸۵۰،۸۳۰/ اته سوه اوهاتیا ملیارده، دوه سوه پنځلس میلونه، اته سوه پنځوس لکه، اته سوه دیرش ډالره) یوازې د ځمکې څخه لاندې اوبه پر زرعت مصرفوو، دا اوبهتر نهائي کچې بې ځایه او په غیر مؤثر ډول لګول کیژي اما موږ یې په هیڅ حسابوو.
په هرحال که یې موږ مصرف نور هم کم حساب کړو او بیاځل یې نیمائي کړو نو د کاله به موږ ۴۳۹ ملیارد ډالر لګولي وي اوس خبره دا دهچې
۱) ایا موږ تر اوسه ددې ۴۳۹ ملیارده ډالرو څخه یوازې ۴ ملیارده ګټه هم اخیستې دی؟
۲) زه پوهیژم موږ دا ټولې اوبه په حقیقي ډول نه شو خرڅولای خو ایا زموږ زرعت د دومره مصرف څخه ۴۰۰ یمه برخه بیرته ګټي؟
۳) ولې دومره مصرف، او بې نهایت کمه ګټه؟
۴) ایا افغان دولت ددې ۴۳۹ ملیارده ډالرو څخه ۱ برخه عواید هم ترلاسه کړي دي؟
۵) په دومره لوړه کچه د نه نوې کیدونکې سرچینې له لاسه ورکول به جبران شي؟
زه فکر نکوم چې دا یو کار دې هم شوی وي، برعکس موږ هره ورځ دا سرچینې نورې هم کموو او بې ځایه يې لګوو، زما په فکر څو لاملونهددې کار سبب ګرځیدلی
لامل!
د لمریزې برښنا دپاره هیڅ صحیح او منظم میکانیزم شتون نلرې چې له امله یې په هر جریب کې یو سیټ شمسیانې لګول شوې دي او پهغیري مؤثر ډول لګول کیژي، د کال ۳۶۶ ورځې ټولې لګول شوې شمسیانې په هر موسم کې فعاله وي او اوبه مصرفوي، که څه هم په ځینوموسمو کې دې ته اړتیا نه وي خو بیاهم لګیژي.
حل لاره!
۱) ددې دپاره باید صحیح او منظم میکانیزم جوړ شي، مثلاً د شل جریبه پر سر دې ۵ اینچه اوبه په نوبتوار شکل ولګول شي…
{د صحیح طرحې دپاره دلته لیکنه ډېره اوژدیژي}
۲) دولت دې د هرې شمسي پر سر مالیه وضعه کړي چې له امله به یې د اضافي لګول شویو شمسیانو مخه ونیول شي او د دولت عواید بهورسره لوړ شي.
۳) د شمسیانو پلورونکو ته دې ځانګړې طرحه جوړه شي چې هره سودا یې د دولت سره ثبت او د یوې ځانګړې ادارې له لورې تائید وي
۴) د اوبو لګولو دپاره دې په محلي کچه معیاري او عصري سیستمونه ترتیب شي.
په کم مصرف ښه او صحیح میکانیزم جوړیدلای شي ترڅو ددې ارزښتمنې سرچینې په ساتنه کې مرسته وکړي، اما دلته يې لیکل ګټهنکوي، که مرسته کولای شئ نو ونیسئ مسئولین راخبر کړئ چې میکانیزم د هر ډول محاسبې سره ورته برابر کړم.