ولې ژر غوسه کیږو او لاملونه یې څه دي/ عتیق الله کاروان 

قهر يا غوسه کيدل ډیر لاملونه لري چې ځينې يې ارثي او ځينې نور بيا کسبی دي ( يعنې هغه څه مو قهر ته هڅوي او يا مو په دې رواني نارړغۍ اخته کوي چې په ټولنه کې شتون ولري).

قهر يا غوسه يو ډول فريبکارنه عمل دی چې زموږ ذهن ته ناوړه کارونه ښه بريښوي. يعنې دا چې موږ تل دا فکر کو چې موږ په حقه يو هغه کارونه چې نور خلک يې سرته رسوي او زموږ خوښ نه شي پري غوسه کيږو پرې د ځان حق يې بولو چې بايد پرې غوسه شو. او دا مو په ځان منلي چې هر کار بايد زما پر خوښه وشې د نه کيدو په صورت کې په خپل ځان کنټرول له لاسه ورکوو او هغه څه وايو او کوو چې وروسته بيا پرې پيښمانه يو.

دا مو بايد په ياد وي چې ټول انسانان حتمن يو ځل غوسه کيږي خو.ځيني خپله غوسه کنټرولوي او ځينې نور بيا په دې کار کې پاتي راځې.

ولې په غوسه کيږو؟
موږ ځکه په غوسه کيږو او قهر راځې چې د هيلې او توقو خلاف کار وينو او يا له موږ څخه خپله تر سره شي. او يا دا چې موږ داسې عادت شوي يوچې ټول خلک بايد زموږ په خوښه کار وکړي ، خواړه وخوري، جامې واغوندې،او داسې کارونه ترسره کړي کله چې زموږ د خوښې خلاف کوم کار ووينو غوسه او قهر راځي.

ځينې خلک ولې تر نورو ډير ژر غوسه کيږي؟

قهر يا غوسه هم د نورو رواني پديدو په شان په ټولو انسانانو کې يو ډول نه ده. ځکه ځني وګړي ډير ژر غوسه کيږي چې تر نور ډير حساس او يو لړ ذهني اختلالونه ولري.
او بل تر ټولو لوی عامل يې هغه کسان چې ژر غوسه کيږي داده چې په ماشوموالي کې له دې شخص سره تاوتريخوالی شوی وي.او يا په ماشومتوب کې وهل شوی او ډبول شوي.
ځکه هغه ماشومان چې ماشومتوب کې ووهل او يا زور زياتی ورسره وشي ، په لويوالي کې همغه کارونه تر سره کوي او عقده اخلي.
مور اوپلار بايد په خپلو منځو کې دغې کړنې ته پام وکړي تر څو له ماشوم سره څوک زور زياتی ونه کړي او يا دوی خپله د ماشومانو تر مخ جنګ جګړي ونه کړي.

ماشومان مو د خپل عقدو ښکار مه ګرځوئ.

که د ميرمنې او خاوند تر منځ کومله مسله يا خفګان وي ماشومان بايد ور ګډ نه کړي هغوی بايد له دا ډول خبرو او مسلو څخه لرې وساتل شي او په هيڅ ډول په داسې جنګ جکړو او خفګان کې ښکيل نشي چې د ميرمنې او خاوند تر منځ وي.

غوسناک خلک بايد تشويق نشي.

که هم غوسه يوه رواني ناروغي ده او بايد له قهرجن او غوسناک سړی سره هم د يوه ناروغ په شان چلند وشي. دې بايد تشويق نشې چې بيا هم غوسه تکرار او څو ځلې وکړي.
ځکه که زموو ملګری يا کوم بل نيږدي څوک غوسه کوي او يا کور يا ملګري پريږدي هغه ته بايد قناعت ورکړل شي داسي نه چې هغه فکر وکړي چې غوسه کول يې تر ټول ښه لار ده چې پر نور خپلې غوښتنې ومني.

Scroll to Top