پوهېږئ؟، يو ځل دروغ ويل، ستاسو ټول رېښتيا د پوښتنې لاندې راولي.
بدبختانۀ دروغ نن – سبا په‘ ټولنه او خلکو کې دومره عادي – عامه شوې چې په ويلو يې هېڅ پښېمانۍ او د شرم احساس نه کوي . دروغشک زېږوي او په اړيکه کې د شک وجود د اړيکې په قطع او په بېلوالي منتج دی.
دروغ په ظاهر بڼه خواږه وي، او ريښتيا ددې برعکس دروغ ويل ديوې شېبې لپاره کاميابي خو د تل لپاره بيا ناکامې ده…دروغ ويونکيانسانان تل نارامه وي او هر ورځ په دې وېره کې ژوند تيروي چې نن يا سبا به زما اصليت خلکو ته ښکاره شي ، او همداسې کېږي ځکه دد دروغو مزل (رفتار) ډېر لنډ دی/وي.
”اسلامي اړخ يې ډېر ښکاره څرګنده دی چې څومره لويه ګناه ده…“
خو ولې خلک دروغ وايې!؟
د لاندې دلايلو له مخې:
۱-: د ناپوهۍ له وجې.
۲-: تر څو په‘ خلکو کې يې بد ياد نشي.
۳-: تر څو همېشه تر نور پوه اوسې.
۴-: په څه نه پوهېدل.
۵-: د عادت (خوي) له مخې.
۶-: ترڅو نورو سره خيانت او هغوی تېرباسي.
۷-: ددې لپاره چې ګټونکی شي.
۸-: دګټو خوندي کولو په‘ موخه.
۹-: وعده ورکول، خو په‘ حقيقت کې پوهېږي چې نه يې شي پوره کولای.
۱۰-: د نورو اشخاصو له ډار (وېرې)
۱۱-: ددې لپاره چې تر نورو ځان لوړ (هوښيار) وګڼړې.
۱۲-: د نور خلکو پرمختک نه زغمل.
۱۳-: حسد (کينه) کولو له وجې
(دا چې ناوخته نشي شخصيت او اړیکې مو له منځه لاړه نشي، د دروغو او تېروتنو پر نه تکرار ټینګار وکړئ.)