وجدان یو دروني/ باطني غږ دی، چې انسان ددې غږ په واسطه سم له ناسمو بېلوي .
پوښتنه دا ده چې ایا وجدان فطري دی که کسبي؟
یا په بل عبارت: وجدان روزل کیږي او که نه ؟
په ځواب کې به ووایوو چې هو، وجدان روزل کیږي او فطري مقید او منجمد جوړښت نه لري .
د وجدان لومړنۍ او مهمه روزنه په کور یا کورنۍ کې پیلیږي او موراو پلار دخپلو اولادونو د وجدان لومړني روزونکي دي .
رابرت کولز په دې اړه ویلي دي : وجدان له اسمان څخه پر موږ نه نازلیږي ، بلکې موږ په قانع کوونکې توګه د سم او ناسم پېژند له خپل مور او پلارڅخه زده کوو چې هغوی هم داپېژند له خپلو والدینو زده کړي دي.
هغوی زده کړي دي چې په کوم وخت کې څه باید وویل شي، په کوم وخت څه باید وشي او څه دمنلو او کولو وړ نه دي .
تاسې به اوریدلي وي چې وايي: فلانکي سړی یا ښځه ډېره بې وجدانه ده .
تاسې باید پوه شئ، چې په دې ډول ددې جملې کارونه ناسمه ده، ځکه هرانسان وجدان لري او هیڅوک بې وجدانه نه دي یوازې ستا او د هغه د وجدان روزنه په جدا ښوونځیو کې شوی دی او دوجدان ښوونکي مو بېل ول.
نو باید داسې ووایوو: فلانکی کس ښه وجدان نه لري .
ددې پوښتنې ځواب هم ډېر اړین دی ، چې وجدان زموږ پر کړنو او اعمالو څومره حاکم دی ؟
یا ووایوو، چې دانسان هره کړنه دهغه د وجدان تر څار او ارزونې لاندې ده .
وجدان خپله څارنه او ارزونه ډېره په ریښتینې توګه ترسره کوي او څرګنده پرېکړه او پایله دانسان زړه ته سپاري .
وجدان خپله ارزونه او پریکړه یوازې دیو نیک خواه انسان په څېر دیوې نیکې مشورې په توګه صادروي او انسان ته یې سپاري، خو دپلي کیدو او نه پلي کیدو واک يې انسان یا دانسان زړه ته سپاري .
کټ مټ لکه یو وزیر چې بادشاه ته دچارو په اړه مشوره ورکوي ، خو بادشاه صلاحیت لري ، چې دوزیر خبره ومني او یايې هم رد کړي .
دغه ډول زړه بادشاه او وجدان وزیر دی .
پدې هم باید پوه شو، چې وجدان په ټوله کې انسان ته بده مشوره نه ورکوي او تل دناسمو کړنو دکولو پرمهال ورته دلارښوونې او خطر زنګ کړنګوي .
تاسې سره دغلا پرمهال شته وېره، ستاسې د وجدان له امله ده .
په دفتري کارونو کې مو دغفلت کولو له امله وجدان زوروي .
دناحقې فیصلې پرمهال مو روح نا ارامه کیږي .
دیو چا یا څه سره دظلم کولو وروسته پښیماني او خفګان د وجدان له امر څخه دسرغړاوي پایله ده او داسې نور….
پایله دا شوه، چې لومړی باید خپل وجدان سم و روزو او بیايې هرې خبرې ته د زړه غوږونه پرانیزو.