ناسم القاب څه دي؟/ امیرخان ځلاند

ناسم القاب څه دي؟ ولې خلک ناسم القاب کاروي؟ د ناسمو القابو له کارولو وروسته، ماشومان څنګه او د څه شي احساس کوي؟ پهماشومانو د ناسمو القابو کارولو منفي اغېزې؟ مخه یې څنګه نیول کېدای شي؟

ناسم القاب؛ یعنې ماشومانو ته بدې ردې ویل، ماشومان ته په نورو، مغرضانه، نېخ لرونکو نومونه اوازغږ کول.

ماشومانو ته په داسې الفاظ غږ کول، چې ناسم وي، بد وي، نېخ لرونکي وې او د ماشومانو د درد، رنځ سبب وگرځيکیږي.

د ښې پوهېدنې لپاره به راشو، د ناسمو القابو ځینو بېلگو ته:

ړوند یې لاره نه وینې؟ دا شکل دې د انسان نه دی؛ څومره کغاز یې؛ ته به کله انسان جوړېږې؟ سم لیونی یې؛ ډېر ساده یې؛ پک سرې،تنگ سترگې، سر دې سم نه دی، غوږونه دې سم نه دي؛ دا او دې ورته لغاتونه، الفاظ او القاب ماشومانو ته کارول چې تر ډېره بریده لهناپوهۍ سرچینه اخلي.

ولې خلک، ماشومانو ته بد القاب کاروي؟

ددغو ډول الفاظو کارول، په ځانگړې ډول په افغانۍ ټولنه کې، یو رواج او عادت موندلای. له خپگان پرته د کورنۍ ډیری غړي، خپلوماشومانو، زامنو، لورگانو، ورېرو ته په همدې بدو نومونه غږ کوي او هله دوی ځان ډېر په حقه بولي چې، له ماشومانو څخه په ناارادي ډولکوم غلط کار ترسره شي، بیا نو دوی ته زمینه د خبروبدو الفاظوالقابو برابره شي او خپله ټوله غوصه په همدې ماشومانو باندې سړهکړي.

دا کار حتا د ټولنې تحصیل کرده قشر هم کوي او له دغو خبرو یو ډول خوند اخلي. ځینې وخت، استادانو ته متوجې شوی یم، چې خپلوزده کوونکو ته بد القاب کاروي.

پر ماشومانو یې بدې اغېزې څه دي؟

د دغه ډول القاب له کارولو وروسته، ماشومان پر خپل ځان باور له لاسه ورکوي، منفي احساس کوي، ځان ورته کم ښکاري، په کور کې دتنهایۍ احساس خپلوي، ځان په کور بوجلار گڼي، حتا ژوند یې ډېر نړولای، خربولای شي؛ خو ډیری وخت ددې القابو نتیجه د ماشومانود لویوالي پر مهال را څرگندیږي، کله چې دوی لوی شي، هغه نښې نښکانې پکې له ورایه ښکاره کیږي. یا کم جرئته وي، په ځان لاورنلري، خبرې د زده کوونکو پر وړاندې نشي کولای، له استاد پوښتنه نشي کولای، ځکه چې ماشومتوب کې د پلار، مور، ورور، استاد له خوادوی ته بد الفاظ ویل شويویل کیږي، کارول شوي.

حل لاره یې څه ده؟

بناً؛ د ناسمو القابو پر ځای، خپلو ماشومانو ته د وقار او درناوي په نومونه غږ وکړئ. د غږ کولو پر مهال، له جان، قربان، قدردان، گرانکلیمو استفاده وکړئ. دا ستاسې مسؤلیت او د ټولو ماشومانو حق دی.

تر څو ماشومان، د ارزښتمندۍ احساس وکړي. په خپل ځان یې باور زیات شي. ځان ته په ارزښت قایل او دا باور ورسره پیدا شي، چېگنې مهم دی. همدا ماشومان دې، چې سبا ورځینې لویان جوړیږي.

که د ماشومانو، ماشومتوب کې سمه او سالمه روزنه، تربیه او پالنه وشي، راتلونکی یې پخپله سازېدلایجوړېدلای شي.

ماشومان د هغې تنکۍ لختې مثال لري، چې هر څنگه یې وغواړو، تاوولای شو.

خپلو ماشومانو ته وخت ورکړئ، ارزښت ورکړئ، ښه کارونه یې وستایئ، توجو ورته وکړئ، تر څو د مهموالي احساس پکې پیاوړی شي.

Scroll to Top