مینه او مننه د پرمختګ لپاره ښه وسیله ده_حکمت الله همت

مینه او مننه په ورځني ژوند کې د پرمختګ او هوساینې لپاره تر ټوله ښه وسیله ده.نورو ته مینه ورکول یوه وړتیا ده او په ورځنیو چارو کې له نورو مننه کول ستاسې د پوهاوي او پرمختګ ښوودلو لپاره ښه سمبول دی.
مونږ په ورځني ژوند، رسمي چارو، ښار او بازار کې له هر ډول خلکو سره مخامخ کېږو؛ که غواړئ ورځنۍ چارې مو په بریالیتوب او د هرې ورځې تر پایه خپله ورځ په خوښۍ او نېکمرغۍ تېره کړئ ،په چارو کې د ښه پرمختګ لپاره تر ټولو مهم ټکي(مینه او مننه) دي.

په ژوند کې تل منندوی پاتې شئ !
منندوی پاتې کېدل خدای ج ته د نږدې کېدو لپاره تر ټولو نږدې فرېکانس دئ، هڅه وکړئ په خپلو شتو شکر کوونکي او د ژوند په هر څه منندوی پاتې شئ، په دې کار سره به الله ج تر هر وخت ډېر له تاسې خوښ وي. هغه کسان چې له خدای پاک ج څخه په ورکړل شوو شتو شکر او په ورځني ژوند کې د الله پاک په درباره کې شکر کوونکي او تر څنګ یې په ټولنه کې له ټولو وګړو منندوی او خوښ پاتې کیږي: هغه کسان دي چې په دې کار سره یې هم الله پاک خوشحاله کړی او هم د ټولنې وکړي له دوی خوشحاله ،په شتون یې تل شکر ایستونکي وي.

په ژوند کې نورو ته مینه ورکړئ!
مینه په ژوند کې تر ټولو ښه شفا، د درد او غم لپاره مناسبه پټۍ او په ورځنیو چارو کې د ښه ژوند کولو لپاره په زړه پورې وسیله ده. لمړی ځانته مینه ورکړئ؛ له ځان سره مینه کول په خپلو وړتیاوو د باور راز،خپلې فکري بڼې او شخصیت ته د احترام او ارزښت او په ځان پانګونې او پرمختګ لپاره تر ټولو ساده لاره ده. که چېرې تاسې خپل ځانته مینه ورکړئ او د خپل ځان به قدر او ارزښت پوه شئ؛ ډاډمن اوسئ! نورو ته مو هم مینه ورکړې او تاسې په دې کار سره د ژوند خپلو موخو او وړتیاوو ته د رسېدو لاره لنډه کړې ده.
مینه او مهرباني د انسان په زړه کې په کینه او بدمرغۍ باندې داسې تاثیر لري لکه په اور چې اوبه واچوئ.
په ورځنیو چارو کې مینه د خپل لیدلوري لمړی ګام وګرځوئ تر څو د نورو په زړونو کې ځای خپل کړئ ، په ښار او بازار کې د ټولنې له وګړو سره ښه اخلاق کړل ، مینه ورکول او مننه ددې سبب کیږي چې په خپل تجارت یا کاروبار کې تر ټولو زیات پیرونکي ولرئ
که غواړئ په ژوند کې خپلې ټولنې ته تر نورو ډېر ګټور او وګړو ته یې ښه نمونه پاتې شئ ، د مینې او مننې هنر زده کړئ، دا کار تاسې خپلو موخو ته نږدې کوي او د ژوند په چارو کې مو بریا ته رسوي.

Scroll to Top