مصنوعي ذکاوت:چې د ماشین په وسیله د انسان د ځيرکتیا سموالی هم ورته ویل کیږي او دغه تخنیک ستاسې دماغي سیګنالونه پهانځورونو بدلوي، نوموړی سیستم د انسان په څېر فکر او عمل کوي ، ټولې کړنې یې په منطق او استعدلال سره راڅرخېږي.
دغه تخنیک د ساینس برخې څېړونکو په هېلسینکي (University of Helsinki)پوهنتون کې د خپلو څېړنو په پایله کې رامنځته کړ ، چېنوموړی تخنیک کمپیوټر ته اجازه ورکوي تر څو د انسان له فکر یو ماډل رامنځته او هغه څه په انځورونو بدل کړي چې انسانان یې په اړهفکر کوئ
مصنوعي ذکاوت د کمپیوټر څانګې یوه برخه ده چې د ځیرکو ماشینونو په جوړښت کې پکار راځي، د انسان په څېر کړنې ترسرهکوي،عکس العمل درلودونکی دئ او انسان تر خپلې اغیزې لاندې راولي.
د اکسفورډ پوهنتون څېړونکو د (۲۰۱۳) کال څېړنو په پایله کې ویلي دي: ” تر (۲۰۳۰)میلادي کال پورې به د آمریکا
متحده ایالاتو اووه څلوېښت(۴۷)سلنه دندې د انسان په نشتون کې د مصنوعي ذکاوت په وسیله پرمخ ځي”
همدارنګه، د سافت ویر جوړولو انجنیران او د کمپیوټر ژبو لیکونکي وایي: ”تر راتلونکو شلو(۲۰)کلونو پورې فقط آته(۸)سلنه امکان ددېشته چې د کمپیوټر پروګرامونو جوړول د انسانان مخته یوسي ،څېړونکې په دې باور دي چې د سافټ ویر انجنیرانو ځای به مصنوعيذکاوت ډک کړي؛ ځکه مصنوعي ذکاوت ددې وړتیا لري چې کوډ کاپي او سافت ویر جوړ کړي.
مصنوعي ذکاوت کولای شي ستاسې ذهن ولوي، کمپیوټر ته اجازه ورکوي چې ستاسو د دماغ د سېګنالونو په نظارت کولو سره ستاسېفکر او ذهن تشرېح، په انځورونو کې جوړ او د یو ه ماډل په شکل یې لیدونکو ته د کمپیوټر پر مخ وړاندې کړي، نوموړی ماشین ستاسېذهن څاري او کولای شي هغه څه انځورونو ته واړوي چې تاسې یې همغه شېبه په اړه فکر کوئ ،تاسې چې د څه په اړه فکر کوئ هغه پهانځور بدلوي او د کمپیوټر په مخ یې د یو البوم په شکل ښکاروي د مثال په توګه:کله چې تاسې دغه ماشین ته نږدې شئ، فرض کړئتاسې د هغه موټر په اړه فکر کوئ چې په ژوند کې مو د هغه موټر رنګ، ماډل او سټایل ډېر خوښیږي ، مصنوعي ذکاوت ستاسې د فکرسیګنالونه دومره په دقت سره په انځور بدلولی شي چې د هغه موټر رنګ او شکل کټمټ انځور ته اړوي او د کمپیوټر پر مخ یې ښکاروي.
د مصنوعي ذکاوت په جوړښت کې د ماشین زده کړې الګورېتم (machine learning algorithms) څخه کار اخستل شوی دی ، دماشین زده کړې الګورېتمونه د کمپیوټرساینس څانګې د پروګرام لیکلو هغه برخه ده چې کولی شي د معلوماتو څخه پټې نمونې زده کړي،پایلې وړاندې کړي، او پخپله د خپلو تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره کړنې ترسره کوي.
څیړونکي پخپله څېړنه کې زیاتوي: “مصنوعي ذکاوت په فکري خوځښت پوره واکمني لري ، د فکر او ذهن کړنې نظارت کولای شي ،همدارنګه تر (۲۵۰) کلمو (لغاتو) پورې دغه ماشین کولای شي د انسان فکر وژباړي او په جملو یې بدل کړي،ددې تخنیک په جوړښت کېد ژورې زده کړې الګورېتم(Deep learning algorithms) څخه هم کار اخستل شوی دی، نوموړی الګورېتم ددې لپاره کارول شوی ترڅو د هغه څه وړاندوینه وکړي چې د انسان په ذهن کې رامنځته کیږي”
دغه تخنیک د کمپیوټر او انسان د ذهني جوړښت او ځیرکتیا څخه منځته راغلی دی تر څو فکر په انځور بدل او نوي معلومات وړاندېکړي.
کله چې څېړونکو د مصنوعي ذکاوت په اړه څېړنه پیل کړه په نوموړې څېړنه کې له ګډونکوونکو څخه غوښتل شوي وو تر څو کمپیوټر تهوګوري،په دې کار سره کمپیوټر ددوی فکر د کمپیوټر پر مخ په انځورونو کې وښوود، کمپیوټر کټمټ د انسان په ذهن کې د عکس العمل پهښودلو سره ددوی د فکر هغه پایله لیدونکو ته د کمپیوټر پر مخ د انځورونو په شکل وړاندې کړه د کوم څه په اړه چې ګډونکوونکي په همغهوخت کې فکر کولو.
ددې ذکاوت په رامنځته کېدو سره کېدای شي ستاسې غیر شعوري کړنې نورو ته ښکاره شي ؟
د نوموړې څېړنې یو غړی(Ruotsalo says) لیکي: “فکر په انځور بدلول د مصنوعي ذکاوت یو کوچنی مثال دئ ، په دې برخه کې دنورې مطالعې یوه عملي ګټه ښايي دا وي چې کمپیوټر وکولی شي د انسان خلاقیت ته وده ورکړي، همدارنګه ستاسې هغه غیرشعوريکړنې د کمپیوټر پرمخ ښکاره کړي چې ستاسې په فکر او ذهن کې پټې پاتې شوې دي. که چېرته تاسې وغواړئ یو څه رسم او په انځورکې یې وړاندې کړئ؛ مګر ددې کار کولو قدرت یا امکانات نلرئ، کمپیوټر به د مصنوعي ذکاوت په وسیله له تاسې سره موخې ته په رسېدوکې مرسته وکړي،دا کېدای شي یوازې ستاسې ځيرکتیا او تمرکز وڅیړي او وړاندوینه یې وکړي چې تاسو غواړئ څه رامینځته کړئ “
په هرصورت، څیړونکي پدې باور دي چې دا تخنیک کېدای شي زموږ په ذهن کې د ادراک او بنسټیزو پروسو د پوهېدلو لپاره وکارولشي.
د نوموړې څېړنې بل لوړپوړی څېړونکی(Michiel Spapé) لیکي: “دغه تخنیک فکرونه نه پېژني؛ بلکې هغه جوړښتونو ته ځواب ورکويچې زموږ د ذهني کټګوریو سره تړاو لري. په دې توګه:په داسې حال کې چې مونږ د یوې څېړنې او آزمویښت په وخت کې ونشو کولی دیو ځانګړي “زاړه سړي” هویت پیدا کړو چې د څيړنې یو ګډونوال یې په اړه فکر کاوه او فکر یې په انځور بدل نشو؛ مګر موږ کېدای شيپوه شو چې دوی ددې زاړه عمر سره څه تړاو لري. له همدې امله موږ باور لرو چې دا ممکن په ټولنیزو، ادراکي او احساساتي بنسټیزوپروسو کې د بصیرت ترلاسه کولو نوې لاره چمتو کړي، د نوموړي څېړونکي خبرو ته په کتو سره ویلی شو، چې دا د ارواه پوهنې څخه همپه زړه پورې لیدلوری دی.
د زاړه سړي په اړه د یو کس نظر ممکن د بل انسان څخه ډېر توپیر ولري، موږ اوس په دې لټه کې یو چې آیا زموږ تخنیک ممکن بې هوښه(پټ) تړاوونه افشا کړي
، د مثال په توګه د دې په لټه کې یو چې د څېړنې او آزمویښت په وخت کې کمپیوټر ولې تل زاړه خلک د خندا سړي په توګه وړاندې کوي.
پای!