ماهي نیوونکی/ همایون همت

یو سړی چې ډېر غریب وو، درې شپې او ورځې یې د خپلې ښځې او بچیانو سره په لوږي تېرې کړې.

ښځې یې ورته وویل: نر یې؟ ولاړ سه دریاب ته یو شی به خدای درته پیدا کړي.

سړي هم خپل جال (تور) را واخیست، او د دریاب په لور ولاړ.

هلته یې تر ماښامه جال او بو ته اچوی چي ماهی ونیسي، خو هیڅ شی یې په لاس نه ور تلی.

چي ماښام او تیاره سوه، سړی ډېر نا اومیده سو.

کله چي د اخري ځل له پاره جال او بو ته واچو وی، او را ټول یې کړ، ګوري چي یو غټ ماهی یې په جال کې ګیر سوی دی.

سړی ډېر خوشحاله سو، د ټولي ورځې ستړیا او خپګان یې له یاده ووتل.

خپل ښځه او بچیان یې په فکر کې ور وګرځېدل، چي ددې ماهي په لېدو به څومره خوشحاله سي.

په همدې فکرو او خیالو کې ډوب روان وو، چي پر همدې لاره باچا د قدم وهولو له پاره د خپلې ماڼۍ څخه را وتلی وو.

د باچا سړي ته پام سو، چي غټ شی یې په لاس کې دی، له سړي څخه یې پوښتنه وکړه: چي په لاس کې دي څه شی دی؟

سړي باچا ته وویل: خدای ج دا ماهی په جال کې را ګیر کړ.

د باچا ماهی خوښ سو، او له سړي څخه یې ماهی واخستی، هغه ته یې هیڅ شی ور نه کړ، او مننه یې هم ترې ونه کړه.

سړی ډېر نا اُمیده، سترګې یې له اوښکو ډکې او ژبه یې بنده بنده کېده کور ته راغی.

خو باچا په ډېر غرور خپلې ماڼۍ ته ولاړ، او خپلې ملیکې ته یې ور ږغ کړه، چي راسه وګوره، څومره غټ ماهی مې درته را وړی دی.

کله چي یې ماهی ملیکې ته ور ښکاره کوی، اغزی یې په ګوته ننوت، او د درد احساس یې وکړ.

له هغه ورسته یې لاس غوړ کړ او وې مښی.

خو له درد څخه یې خوب نه سو کولای.

د ماڼۍ طبیبان سره را ټول سوه، او د باچا د ګوتې د پرې کېدو وړاندیز یې وکړ، خو باچا ور سره موافقه ونه کړه، خو د ډېر درد څخه یېټول لاس درد شروع کړ.

باچا د شپې او ورځې، ډېر په تکلیف وو، طبیبانو په مړ وند کې د باچا د لاس د پرې کېدو وړاندیز وکړ.

باچا له درد څخه ور سره ومنل.

کله چي یې د باچا لاس پرې کړ، باچا د ارمتیا احساس وکړ.

خو له دې ورسته یې بله مریضي په بدن کې پیدا سوه.

باچا په رواني مریضۍ اخته سو.

د دربار علمانو وویل: چي باچا هتمن له چا سره ظلم کړی دی چي په داسي مریضۍ اخته سوی دی.

باچا ته له ډېرو فکرونو ورسته هغه ماهي نیوونکی په فکر کې ور وګرځېد.

باچا خپلو ساتونکو ته امر وکړ، چي څومره ژر کېږي، تاسي به هغه ماهي نیوونکی ماته را ولئ.

ساتونکو یې په ښار کې د ډېرو ګرځېدو ورسته، هغه غریب ماهي نیوونکی پیدا کړ.

په زړو کالو، او مات زړه یې باچا ته راوست.

باچا ورته وویل: ته ما پېژنې؟

سړي ورته وویل: هو ته هغه سړی یې چي زما څخه دي هغه غټ ماهی واخستی.

باچا ورته وویل: بې له دې چې ته و بېرېږې، هیڅ نه درته وایم، هیڅ نه در کوم.

خو ته راته وویه: هغه ورځ چي ما ستا څخه ماهي واخستی، تا څه وویل؟

سړي ورته وویل: اسمان ته مې وکتل، او ومې ویل: ای خدایه، ده ماته خپل زور را ښکاره کړ، ته هم دته خپل زور ور ښکاره کړه.

Scroll to Top