لیکوالي یعنې وروسته له مرګه ژوند کول / عاقب عمر

موږ د خپل ژوند پېښو او خاطرو ته هېڅ پام نه کوو او نه یې لیکو. له لویه سره زموږ سره د لیکلو انګېزه نه شته چې باید یو یاداښت یا لیکل ولرو او دا کار ډېر ستونزمن راښکاري. د نورو له ژوند لیک او خاطرو نه ډېر خوند اخلم. تل غواړو د نورو له ژونده خبر شو. حتی کله چې د کوم ملګري سره مخ کېږو، د بل ملګري په هکله ځنې پوښتو چې څنګه دی، ژوند یې څنګه روان دی او نور… د” ان فرنک” خاطرې مې ولوستې. دا خاطرې ډېرې جذابې جلبوونکې دي. ژباړه یې روانه او ساده ده. هېڅ مې په نیت کې نه و چې دا کتاب ولولم؛ خو د څو پاڼو تر لوستلو وروسته یې پرېنښودم چې پر مځکه یې کېږدم.

دا خاطرې د دې خپل هغه ورځني یادښتونه دي چې کله “هټلر” په یهودو پسې مټې راونغښتې او په دوی یې ژوند سخت کړ. روسی لیکوال “ایلیا ارنبرګ” وایي: “یو غږ د شپږ میلیونو انسانانو په نمایندګۍ خبرې کوي! دا د یوه قوم غږ نه دی، د یوې شاعرې غږ هم نه دی، بلکې د یوې عادي نجلۍ غږ دی.” دا خاطرې به مو یو ځای کټ کټ وخندوي، بل ځای ښایي د خپګان احساس درته پیدا کړي. کله به دې غوسه ورته راشي چې دا یې ولې لیکلي. خو دا هر څه یې پرته له احساساتو لیکلي او رښتیني یې لیکلي.
د هغه مهال سیاسي او روان وضعیت یې له خپل لیدلوري کتلی او لیکلی دی. دوی څو کاله په یوه پټ‌ځای کې شپې او ورځې تېروي، هره ورځ د رادیو له لارې وضعیت څاري، که څه هم په رادیو بندیز لګېدلی و. “ان فرنک” خپله وروستۍ خاطره د ۱۹۴۴، د سه شنبه پر ورځ د اګست په لومړۍ نېټه لیکي او د خاطرو لړۍ یې پای ته رسېږي.

#نوټ نه غواړم د کتاب په هکله ډېرې خبرې وکړم، ځکه یوه ملګري راته ویل کله چې دا خبرې ولولم بیا مې کتاب لوستلو هېڅ زړه نه کېږي. نو کتاب ولولئ چې هم خپله په پوه شئ او هم خوند ترې واخلئ.

Scroll to Top