غوره رهبر!

ژوند لۀ ستونزو او مشکلاتو خالي نۀ دی، همدارنګه خوشالي هم د ژوند یو مهم اړخ دی.
ستاسو پۀ چاپیریال کې به ضرور داسې کسان وي، چې سهار وختي پاڅیږي او خپل کاروبار ته ځي، بیا تر ناوخته پورې کار کوي او آن تر نیمې شپې خپل کار ته دوام ورکوي.
برعکس داسې کسان به مو هم لیدلي وي، چې آن تر نیمې ورځې خوبونه کوي.
پۀ ټوله کې چاپیریال لۀ رنګا رنګ افرادو او اشخاصو یوه مجموعه ده.
پۀ دې چاپیریال کې ځینې د ښۀ شهرت خاوندان وي، ځینې ښۀ تجارت لري، ځینې بیا ښۀ شخصیت لري.
ځینې بیا تر ټولو غوره رهبران وي.
غوره رهبر جوړیدل اسانه کار نۀ دی، خو ناممکن هم نۀ دی.
هغوی چې نن غوره رهبران دي، سختۍ او مشکلاتو تۀ یې غاړه ایښې ده، پۀ دوی هم سختې ورځې تېرې شوي دي.
سختې لارې یې وهلي دي.
(شون فوجیموټو چې پۀ (۱۹۷۶ز) کال کې د جمناستک پۀ برخه کې پۀ ماته پښه لوبه وکړه، د سرو زرو مډال لۀ ګټلو وروسته یې وویل: اوس مې چې مډال خپل کړ، درد راڅخه ځي)(کتاب، ویالی ژوند، لیکوال: شیو کهرا، مخ: ۳۵)
تاسې د شون مبارزې او سختې لوبې ته وګورئ، چې آن پۀ ماته پښه یې لوبې ته دوام ورکړ.
ددې لپاره شون لوبه پرې نۀ ښوده، چې تر څو دای خپل ټاکلي هدف ته ورسېږي.
مبارزه یې وکړه، دردونه یې وزغمل، خو لۀ شتۀ فرصت څخه یې استفاده وکړه او ګټوونکی شو.
اصل کې تۀ! هم غوره رهبر جوړیدلی شې، دا کار ممکن دی، بیخي زیات ممکن.
ددې لپاره چې غوره رهبران/ګټوونکي شو، نو لومړی باید خپل هدف مشخص کړو.
هغه هدف چې موږ غواړو هغه ځای ته ورسیږو، موږ ته باید دا روښانه او څرګنده وي، چې زۀ څۀ غواړم او راتلونکي کې باید څۀ جوړ شم.
خو باید فکر مو وي، چې هدف باید د تر لاسه کولو وړ وي، نۀ داسې چې زموږ لۀ مبارزې او سویې پورته وي.
د مثال پۀ ډول تاسې لسم ټولګي کې یئ او هدف مو را روانو دوو کالونو کې ولسمشر کیدل ټاکلي، دا ناممکن هدف دی.
تاسې باید را روانو دوو کالونو کې باید پوهنتون ته پۀ ښو نمرو بریالي کیدل هدف وټاکئ او همدې هدف ته مطالعه وکړئ او د کانکور اماده ګي ونیسئ!

ورپسې باید د هدف تر لاسه کولو لپاره مشخص پلان جوړ شي، داسې پلان چې (A)، (B) او (C) برخې ولري.
لومړی ټارکېټ باید پۀ (A) برخه کې وي، که موږ پۀ (A) برخه کې پاتې راغلو نو دوهم باید (B) برخه کې مخکې ولاړ شو، همدارنګه (C) برخه هم در واخلئ!
پۀ دې پلان کې باید زموږ د هدف مصرف مشخص وي، وخت روښانه وي، چې پۀ کال/دوه کالونو کې زۀ هدف ته باید ورسیږم.
همدارنګه ستونزو پر وړاندې احتمالي چتموالی هم اړین دی، تر څو پۀ وخت سره ستونزو ته د حل یوه لاره پیدا شي.

ددې تر څنګ سخت کار کول هم د غوره رهبر جوړیدو یو بل مهم اصل دی.
کله چې تاسې سخت کارونه کوئ او هېڅ خنډ او ستونزې ته نۀ تسلیمېږئ، دا ستاسو د بریا فیصدي زیاتوي او تاسې کولی شئ، چې هدف ته نږدې شئ!

حوصله هم د غوره رهبر جوړیدو یو بل اصل دی، چې موږ یې باید ولرو.
ممکن ځینې هدفونه چې موږ د ځان لپاره ټاکلي وي، تر لاسه کول یې زیات وخت ته اړتیا ولري، نو پۀ دغه لاره کې باید ستړي نۀ شو، حوصله باید ولرو، پۀ ارامۍ او ښۀ فکر سره کولی شو، چې ټاکلي هدف ته یو ګام نور هم نږدې شو.

پۀ ایماندارۍ او صداقت سره کار کول هم مهم دي.
د کوم هدف لپاره چې موږ لاره وهو، دا لاره کې باید مزل پۀ اخلاص او صداقت سره وي، نۀ داسې چې ځان تېر باسو او یا ځان وغولوو، نو دلته پکار ده، چې هم کار وکړو او هم صداقت او ایمانداري پکې وي.

پۀ ټوله کې د غوره رهبر جوړیدو لپاره پوره وخت لرو، لۀ موږ څخه وخت لا نۀ دی تېر شوی، همدا نن یې پیل کړئ، همدا نن کار وکړئ، ویره او ډار مو لۀ ذهنه وباسئ، د پیل لپاره ګام واخلئ، پۀ الله باور ولرئ، تاسې به ضرور تر بریا رسیږئ، ان شاءالله

 

Scroll to Top