عربي شعر د لوړتيا او پرمختګ څوکو ته رسېدلی دی، شعر د عربي أدب هغه اړخ دی چې دې ژبې ته يې رنګ، ښکلا او درنښت ور په برخه کړی دی.
بله هېڅ ژبه او أدب د عربي ژبې پۀ څېر نوښتونه او پنځونې نلري، دا يواځنۍ ژبه ده چې په مختلفو وختونو کې يې نوي نوي شعرونه رامنځته کړي دي، که ووايو چې: شعر خدای يواځې د عربي ژبې لپاره پيدا کړی نو زياتی به مو نه وي کړی.
هر عصر او زمانې سره عربي أدب د شعر نوی ډول او بېلګه وړاندې کړې ده، د مثال په توګه:
د اسلام څخه دمخه د جاهليت په زمانه کې د معلقات په نامه شعرونه موجود وه، هغه شعرونه چې شاعرانو به پکې يو تر بله مسابقې کولې، دې ډول شعرونو ته يې ځکه معلقات ويل چې د کعبې په دروازې او دېوال پورې به زوړند او نښلول کېدل، يا دا چې له دې امله ورته دا نوم غوره شوی وو چې پاچا به کومه قصيده خوښه کړه نو په خپله خزانه کې به يې له ځانه سره ساتله.
د جاهليت په زمانه کې اوه مشهور معلقات وو، چې عبارت دي له:
د إمرئ القيس معلقة.
د طرفة بن العبد معلقة.
د زهير بن أبي سلمیٰ معلقة.
د لبيد بن ربيعة معلقة.
د عمرو بن کلثوم معلقة.
د عنترة بن شداد معلقة.
او د حارث بن حلزة معلقة.
بيا د اسلام په راتګ او د امويانو د خلافت پر مهال شعر نوې بڼه غوره کړه او د نقائض په نامه شعرونه راڅرګند شوه، دا هغه شعرونه وه چې شاعرانو به د يو بل بد يادولو، رټلو او چيلنج کولو لپاره سره ويل، ددې ډول شعرونو تر ټولو مشهور يې هغه دي چې د جرير او فرزدق ترمنځ تبادله شوي دي، وايي ددوی دواړو ترمنځ ددې شعرونو تبادله تر پنځه څلويښت کلونو دوام وکړ، همدا راز د جرير او أخطل ترمنځ ۱۹ کاله دا ډول شعرونه تبادله کېدل.
وروسته له دې د عباسيانو په دور کې د مقامات په نامه شعرونه راڅرګند شوه، دا هغه شعرونه دي چې په يوې معلومې کيسې او پېښې راڅرخي، ددې شعرونو رامنځته کوونکی بديع الزمان الهمذاني دی، هغه څوک چې په لومړي ځل يې دا فن رامنځته کړ.
د نوموړي د مقاماتو څخه يو هم المقامة القريضية ده، دا هغه شعري مقامة ده چې د ځينې شاعرانو د شعرونو يادونه پکې شوې ده.
بله يې المقامة الأصفهانية ده چې په دې کې وايي:
إن الناس أغبياء يقودهم الشخص کما يشاء — وإذا إنتهت الغاية منهم يجب مفارقتهم ولو بالموت.
ژباړه: بېشکه دا خلک ناپوهه او جاهل دي؛ ځکه يوۀ سړي د خپلې خوښې مطابق مخکې کړې دي — او کله چې ترې خپل هدف پوره کړي، بيا نو که په مرګ هم وي ځان خلاصول پرې لازم دي.
وروسته أبو القاسم الحريري په دې برخه کې نوښتونه رامنځته کړه، او په دې برخه کې لوړې درجې ته ورسېده.
بل قسم او ډول ددې شعرونو څخه موشحات دي، دا هغه شعرونه دي چې په نفسي عاطفې پيل او په يادې عاطفې پای مومي، معنی دا چې شاعر په دې ډول شعرونو کې د خپل زړۀ بړاس راباسي، خپله مينه، عشق او محبت څرګندوي، او غواړي له خپل درد څخه نور خبر کړي.
دا هغه شعرونه دي چې منظوم او په خاص وزن برابر وي، چې لږ تر لږه بايد له پنځه بيتونو کم نه وي.
د لومړي ځل لپاره دا ډول شعرونه په أندلسي دور کې را څرګند شوه.
ددې شعر تر ټولو غوره شاعران عبارت دي له:
إبن زُهير الحفيد.
لسان الدين بن الخطيب.
الأعمی التطيلي.
دا د عربي شعر هغه ډولونه وه چې په هر نوي پړاو کې راڅرګند او غوړېدلي وو، او عربي أدب ته يې په نورو باندې امتياز او غوره والی ور په برخه کړی دی.