عبدالله عبدالله: طالبان په زور افغانستان نه شي نیولای

د مصالحې د عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله نن په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې طالبان د زور په وسیله افغانستان نه شي نیولای: (که طالبان داسې فکر کوي چې د زور په وسیله به پر افغانستان مسلط شي، نو دا کار نه شي کولای.) ښاغلي عبدالله همدارنګه زیاته کړې چې په هیواد کې د جنګ دوام لویه ضایعه ده او ولس یې قرباني ورکوي.

ډاکټر عبدالله عبدالله دا هم ویلي چې په کوم حالت کې خبرې اترې فرصت وي، په داسې حالت کې سولې ته د رسېدو فرصت لویه تاریخي ضایعه ده. ویلي یې دي چې: (له افغانستان د امریکا د وتلو پرېکړې طالبانو ته داسې وضعیت رامنځته کړ چې دوی ترې استفاده وکړله او فکر کوي چې په جنګ کې به ګني بریالي شي.)

ښاغلی عبدالله داسې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې مخکې د پخواني ولسمشر حامدکرزي مرستیال کریم خلیلي هم په یوه غونډه کې پر طالبانو غږ کړی و چې د زور په وسیله نه شي بریالي کېدای.

Scroll to Top