ستونزې نه غم مه جوړوئ

  کله چې څوک له یوې ستونزې سره مخ کېږي؛ نو دا تل د فطرت قانون له مخې کېږي؛ خو ستونزه د ځان لپاره غم ګرځول د انسان خپله زیاتونه ده ـ په ابتدایي توګه یوه مساله یوازې یوه مساله وي؛ خو کله چې ورسره په مخ کېدو ځان په غم اخته کړې؛ نو د دې مطلب دا دی چې د فطرت په پېښه دې له خپل لوري یوه نامطلوبه زیاتونه وکړه ـ
د مسالو په مقابل کې همدا د انسان اصل غلطي ده، دا غلطي بې بریده درنه ده ځکه چې غم د مسالې په حل کې مرسته نه بلکې یو لوی خنډ ګرځي ـ
دا داسې ده لکه یوه رسۍ غوټه واخلي او د ایله کېدو پر ځای یې لا ترینګلې او زور کوې ـ
انسان باید په دې خبره پوه شي چې په دې نړۍ کې یوازې نه دی دلته ډېر داسې خلک شته چې ژوند ورسره تېروي ـ
په دې نړۍ کې د انسان حیثیت لکه په یوه ډېر لوی ماشین کې د یوې وړې پرزې دی یا په یوه بې بریده بوخت سرک یو تېرېدونکی ـ
د انساني ژوند همدغه ځانګړی ډول دی چې مسالې او ستونزې رامنځته کوي ـ
دا مسالې کله د فطرت له لوري پېښیږي او کله د نورو انسانانو لخوا ـ په دواړو حالتونو کې د ستونزې حل دا دی چې په زغم او صبر سره اوږه ورکړ شي ـ ستونزه د غم ګرځونې پر ځای باید د تدبیر پوښتنه وګرځول شي ـ د ستونزې په راپیدا کېدو سره که د صبر و زغم ثبوت وړاندې کړې؛ نو ذهني سکون او زړه ډاډ به دې خوندي وي ـ ته به په دسې حالت کې اوسې چې خپل ټول صلاحیت به د پېښې شوې ستونزې د حل لپاره وکارولی شې ـ
خو که د ستونزې په راتلو سره ځان په غم اخته کړې او د سر درد یې وګرځوې؛ نو د ستونزې په مقابل کې به د خپلې اړینې برخې ترسره کولو وړ پاتې نه شې ـ دا کټ مټ داسې شوه لکه خپل حریف ته چې پرته له مبارزې د ګټلو موقع ورکړل شي ـ
مولانا خان رح

Scroll to Top