په ډله کې ډېری شیان ساری نه لري لکه استعداد، تجربه او د تمرین لپاره لیوالتیا. مګر د یو شي په اړه ډاډه اوسئ، چې چلند نیول کېږي او په دوامداره توګه ساتلو ته اړتیا لري. کله چې په ډله کې یو څوک د تعلیم وړ وي او د ده عاجزي او پرمختګ ده ته انعام ورکړي، نور هم احتمال لري چې ورته ځانګړتیاوې وښیي. کله چې یو رهبر د حوصله مندۍ شرایطو سره مخ شي، نو نور یې د کیفیت ستاینه کوي او غواړي چې د ده په څېر شي. کله چې د ډلې غړي قوي کاري اخلاق ښیي او مثبته اغېزه پیلوي، نور یې هم تقلید کوي. خلک د خپلو ملګرو څخه الهام اخلي. خلک لیوالتیا لري چې د دوی چلندونه خپل کړي څو دوی ورسره وخت تېر کړي او د دوی ذهنونه، باورونه او ننګونو ته د رسېدو څرنګوالی غوره کړي.
د راجر بینسټر کیسه د هغه چلند یوه الهام بخښونکې بېلګه ده چې چلند اکثرا “مرکب” وي. د شلمې پېړۍ د لومړۍ نیمایي په جریان کې، د سپورټ ډېری متخصصین په دې باور وو چې هېڅ منډه وهونکی نه شي کولای چې د څلورو دقیقو څخه په لږ وخت کې یو میل منډه ووهي او د اوږدې مودې لپاره دوی سم هم ول، مګر بیا هم په ۱۹۵۴م کال د می په شپږمه، د انګلستان منډه وهونکو او د پوهنتون زده کونکی راجر بینستر په اکسفورډ کې د یوې غونډې په جریان کې په درېیو دقیقو کې یو میل منډه ووهله او دوه میاشتې وروسته یو بل منډه وهونکي (جان لینډي) هم په اسټرالیا کې د څلور دقیقو ریکارډ مات کړ، چې په پرلپسې توګه په لسګونو او بیا سلګونو نورو کسانو دا ریکارډ مات کړ. ولې؟ ځکه چې د غوره منډه وهونکو سلوک بدل شول. دوی د خپلو ملګرو ذهنونو سیستمونه او باورونه خپلول کړل.
د بینیسټر چلند او عمل نور هم تر اغېز لاندې کړل. د ده چلند خپور شو او نن ورځ د نړۍ په کچه هر منډه وهونکی، څوک چې په دې فاصله کې سیالي کوي کولای شي چې د څلورو دقیقو څخه په لږ وخت کې یو میل منډه ووهي. چلند بې ساری دی.